د بدخشان چارواکي وايي د دې ولايت په يفتل ولسوالي کي پنځه روغتيايي کارکوونکي د وسله والو له خوا تښتول سوي چي دوې يې خارجي ډاکټراني دي.
د بدخشان د امنيه قومندانۍ وياند عبدالمعروف راسيخ وايي پېښه پرون ماځيګر هغه مهال رامنځته سوې چي اوو وسله والو پر دې پنځه کسيز ګروپ باندي حمله وکړه.
په بهرنيانو کي يوه د برتانيې او بله هم امريکايي ښودل سوې، خو د افغانانو په باب ويل کېږي چي دوه روغتيايي مرستندويان او يو يې ترجمان دئ.