پېښور:د افغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کميټی په پېښور كښې په پاکستاني او افغاني معذورو، بې وزلو او کونډو مرستې وويشلې دغه مرستې چې په (4050) کيلو وريجو، غوړيو او لوبيا مشتملې وې د ټاون عثمانيه سکول او د حيات اباد په سپېشل ايجوکيشن کمپلکس کښې د روانې مياشتې په شلمه او دوه ويشتمه نېټه په (٢٧٠) بېوزلو مهاجرو او انصارو معذورو کورنيو باندې ويشل شوي دي. د دغې مرستو د ويشلو پر مهال د عمومي اړيکو ډايريکټر حاجي صاحب عبدالله خان د ادارې په نمايندګۍ د بې وزلو سره خواخوږي څرګنده کړه او د نورو مرستو هوډ يې څرګند کړ او زياته يې کړه چې نوموړې مرستې د هغه مرستو لړۍ ده كومې چې د خادم الحرمين الشريفين په غوښتنه او لارښوونه د سعودي عربستان ولس د پاکستان د مسلمان ولس او د افغان کډوالو بې وزلو لپاره رالېږلي دي او زياته يې کړه چې نوموړى دفتر د ستونزو او کړاوونو په وخت کښې همېشه د خپلو بې وزلو او مصيبت ځپلو ورونو سره ولاړ او د هغوى مشکلاتو ته يې پاملرنه کړې او تر وسه اسانتياوې يې ورته برابرې کړي دي. د يادونې وړ ده چې نوموړې کمېټې د تاسيس د لومړۍ ورځې څخه تر اوسه په پاکستان او افغانستان کې د دواړو هيوادونو د بېوزلو سره نه هېرېدونکي مرستې کړي دي او دا لړۍ دوام لري.