کور / هراړخیز / د زوکربرګ عکس د هغه په فيسبوک کي

د زوکربرګ عکس د هغه په فيسبوک کي

د (Facebook) مخترع زوکربرګ خپل دواده تصوير پر خپل فېسبوک خپور (نشر) کړ:

د فېسبوک بنسټ ايښوونکي (مخترع) مارک زوکر برګ په فېسبوک کي خپل مدنی حالت تازه (بدل) کړ او د مجردۍ (Single) په ځای کي یې متاهل (Married) وليکل.

دا وروسته تر هغه کله چي د شنبې په ورځ ښاغلي زوکر برګ او د هغه اووه ويشت (۲۷) کلني ملګري پريشيلا چن دا د خوشالۍ مراسم د کالیفورنېا د پالو الټو په اېالت کي د زوکربرګ په کور کي د یوه کوچني واده په دوران کي ولمانځل.

ویل کيږي چي نوموړي مراسم په ډېر ساده شکل سره نيول سوي وه چیري چي د ۱۰۰ څخه کمو مېلمنوحضور در لودی.

د جوړې په نمایندګي باندي یوه مېلمه چي نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه سي داسي وویل:

((دا د نوموړي جوړې لپاره یوه ډېره بوخته او مصروفه اوونۍ وه. زوکربرګ د جمعې په ورځ خپله کمپنۍ د Wall Streetپه سټاک آفرینګز کي عامه کړل چي دا Wall Street په تاریخ کي یو بې ساري کار وو او آغلې چن د کالیفورنېا د سن فرانسسکو د طب پوهنځی څخه د دوشنبې په ورځ، په کومه ورځ باندي چي زوکر برګ ۲۸ کلن سو، فارغه سول.))

د مېلمه په خبره چي نهه (۹) کاله وړاندي د دې جوړې ملاقات په لومړي ځل په هاروارډ (Harvard) کي ترسره سوي او د هغه راهيسي سره یو ځای ول. دهغه په خبره چي دواړو د څو مېاشتو را په دې خوا د واده د پاره چمتووالی در لود، خو د آغلي چن د فراغت په خاطر هرڅه معطل وه.

دی وایې ټولو مېلمو په لومړیو کي دا فکر کاوه چي د آغلي چن د فراغت مراسمو لپاره را دعوت سوي دي، خو په وروستیو کي ورته وویل سول چي دا د فراغت مراسم نه بلکي د واده مراسم وه او ټول د دې خبري په اورېدو سره حیران پاته .

که څه هم وروسته تر هغه چي (Stock Market) پرانیستل سوی، خو زوکربرګ تر اوسه پوري د فېسبوک تر ټولو لوی او ستر سهم لرونکی (Shareholder) پاته سوی د (503.6) میلیونو سهمونو (Shares) په در لودلو سره. او همدا شان د کمپنۍ د (Voting Stock) له لوري (۵۶) فیصده زوکربرګ کنټرولوي.

فېسبوک (Facebook) په ۲۰۰۴ کال کي د هاروارډ اېالت په یوه لیلیه کي د زوکربرګ له لوري اختراع سوی، چي اوس دادی نړیواله نیټورک ترې نه جوړ سوی او تقریبا یو بیلیون ګډونوال لري. په دوه زره لسم (۲۰۱۰) کال کي، کوم وخت چي زوکوبرګ، (۲۶) کلن وو، د (Time’s Person of the Year) ېا د (ټایمز د کال د غوره شخصیت) په توګه پېزندل سوی وو.