کور / ترخې خبري / ګلاب منګل او جبار قهرمان ښکر په ښکر

ګلاب منګل او جبار قهرمان ښکر په ښکر

د پارلمان د غړو دنده څه ده؟ په څومره اندازه لاسته راوړنې لري؟ تر اوسه يې په مخکې کومې ستونزې او ننګونې پرتې وې؟ او آینده پلانونه یې څه دي؟ په دې ټولو خبرو او سوالونو وطندوسته او بااحساسه تکړه لیکوالانو او څيړونکو مقالې او تبصرې کړي دي، چې د مختلفو رسنیو له لارې نشر شوي هم دي، زه هم د یو افغان په صفت خپله دنده او مسولیت بولم، چې په ملي شوراء کې د شته تشو او خالیګاوو په اړه له تاسو سره د زړه خواله وکړم، ز موږ په ملي شورا (پارلمان او مشرانوجرګه) کې داسې اشخاص شته، چې د کمپاين پروخت د ولایت والي يې په ملاتړۍ تورن شوی، یعنې په ځينو ولایاتو کې د ټاکنیزکمپاين په دوران کې داسې اوازې او نارې جګې شوې، چې ګواکې د فلاني ولایت والي د کوم نوماند په ښکاره ملاتړي کوي، چې ژوندۍ بېلګه یې د هلمند ولایت یادولی شو، د تېرو پارلماني ټاکنيز کمپاين کې د هلمند اوسنی والي ښاغلی ګلاب منګل پدې تورن شوی وه، چې ګواکې یو تن نوماند عبدالجبارقهرمان ملاتړي کوي، کله چې قهرمان پارلمان ته لار وموندله، بیا یې د هلمند والي ګلاب منګل ته تقديرنامه هم ورکړه، په هر ډګر او مجلس کې یې د منګل نوم په عالی شان اخيسته، مګر د تېرو څو میاشتو راهسې یې د هلمند له والي سره اوبه خړې شوي دي، تاسو هم شاهد یاست چې د قهرمان لخوا په لښکرګاه ښار کې يو غونډه راوبلل شوه، چې پکې په لسګونو قومي مشرانو او د رسنيو استازو ګډون کړی وه، د غونډې لپاره برخوال په کوم نوم او یا د کوم پروګرام پر مخ بیولو لپاره راغوښتل شوی وه خدای خبر دی، مګر دغونډې په جریان کې قهرمان د هلمند په والي تورونه ولګول، چې ګواکې والي د ځمکو په غصب، اداري فساد، د قومونو په منځ کې نفاق اچول او نور تورونه شامل وه، مګر د قهرمان راغوښتل شوې غونډه په هغه شان پر مخ لاړه نشوه، څنګه چې د قهرمان غوښتنه او ارمان وه، په جوړه شوې غونډه کې په هلمند مينو مشرانو او ګډونوالو په قهرمان د څپلو او بوټونو ګزارونه شروع کړل، دوی پوهېدل چې قهرمان د خپلې نفعې لپاره غونډه رابللې، د هلمند نفعې او ګټې یې په نظر کې ندي نيولي، هماغه وه، چې غونډه په تاوتریخوالي بدله شوه. په اوسني ملي شورا (مشرانو او ولسي جرګه) کې ځینې داسې اشخاص شته، چې تېر تاریخ یې لېکي لېکي دی او په ډېرو تورونو تورن دي، لکه د سړيو په تښتونه چې ژوندۍ بېلګه یې په مشرانو جرګه کې د پکتيا ولایت سناتوره ده، د ملي شورا په ځينو غړو د انسان تښتونو،قتلونو، شوکو او لوټماريو، د مخالفينو ملاتړي، په موټرونو کې انتحاري واسکټونو نقلول، د همسايه هېوادونو اجنټان، پرديو هېوادونو ته د چاپلوسۍ، قراردادونو او يو شمېر نورو تورونو تورن شوي دي. داسې اوازې هم موجودې دي، چې قهرمان په خپل موټرونو کې انتحاري واسکټونه انتقال کړي، د تغير او اميد د ګوند رهبرۍ سره نږدې اړيکي لري، چې بیا د همدې اړیکو په مرسته یې د سیمې په ځانګړي ډول ایران دولت سره هم اړيکې پيدا کړي او مخالفينو سره مالي مرستې هم کوي، ويل کېږي؛چې د قهرمان ځينې نامشروع او د حکومت د پاليسو خلاف غوښتنې درلودې، چې په هلمند کې یې پوره کېدل ناممکن وه، همدا وجه وه، چې د هلمند له والي سره د قهرمان اړیکي خرابې شوې او اوس په رسنيو او غونډو کې د هلمند له والي سرټکوي او د تبديلي غوښتونکی یې دی. د ملي شورا په ځينو غړو دا تور هم دی، چې ګواکې په بهرنيو سفارتونو کې د سفیرانو سره ګوري، هغوی ته د يو بوتل په سر د اوسني حکومت په خلاف ډېرې منفي خبرې کوي، له هغوی څخه غواړي تر څو دوی ته په بهرنیو هېوادونو کې د اوسیدو امکانات برابر کړي، ځيني مبصرين په دې اند دي، چې د ملي شورا غړو بهرنیو هېوادونو ته تګ په ځینو برخو کې هېڅ ګټه نه لري، دوی یوازې د خپل ساعت تېرۍ لپاره ځي، نه یې کومه لاسته راوړنه معلومه وي، او نه یې هم هېواد ته کوم مثبت پيغام راوړی وی. د ملي شورا ځيني غړي په اونيو کې موټرونه تبدیلوي، او ځينی نور و پسې یې بیا درې څلور مسلح افرادو څخه ډکې موټرې روانې وي، ترڅو د شورا د يو غړي ساتنه وکړای شي. افغان ولس د خپلو نماینده ګانو څخه کلکه غوښتنه کوي، ترڅو د شخصي اغراضو څخه راووځي، په ګډه سره د هېواد په جوړولو، په قانون جدي نظارت کولو او د داسې خدمت ترسره کړي، چې د دغه ولس هيلي وي. د ملي شورا د هغه غړو د بیدارۍ او هوښيارتيا په هیله چې اوس هم په خپل منځي مشکلاتو اخته وي.






د چانجيروال په مستعار نامه يوه لوستونکي د پورتنۍ انتقادي ليکني غندنه کړېده ، دموضوع اړوند متن يې په دې ډول دی :


د قهرمان او منګل تر مینځ ناندری او د نظری صاحب توهین امیزه او بی مسولیته څرګندونی:


د هلمند ولایت په اړه کله نا کله لیکنی کوم او د هلمند والی د ښه کارونو یادونی په تیرو ځینو لیکنو کی شوی دی چی بیا هم وایو چی قابل د قدر دی خو ټول کارونه یی د منلو ندی او کوم انتقادونه چی پری کیږی باید ورته ځیر شی، ګلاب منګل دی صرف هغه کسان خپل دوست نه ګڼی چی تل یی صفت کوی بلکه کوم نیوکه کونکی چی سازنده نیوکی لری باید واوریدل شی. ګلاب منګل ته د پښتو یو مشهور او له معنی ډک متل ډالی کوم، وایی (دوست به دی وژړوی او دښمن به دی وخندوی) . دا کسان چی ته یی د غفلت په خوب بیده ساتلی یی او ستا صفتونو نه مړیږی دا به سبب سی چی و لوی ګړنګ ته ورولویږی، ځان راویښ کړه او د خلګو ږغ واوره.


راځم د ګلاب منګل او جبار قهرمان ښکر په ښکر تر سرليک لاندی لیکنی ته چی مفهوم په نامه یو ورور په ډیر ناوړه ډول له ګلاب منګل صاحب څخه دفاع کړی او ولسی جرګی ستونزی یی بیان کړی چی تر دی حده چی ولسی جرګه کی هر ډول افراد شتون لری په قتلونو، لوټماریو او سړی تښتونه، قراردادونو او نورو پیښو کی تورن شوی دا خبره د تاید وړ ده خو پدی معنی نده چی نو که د ولسی جرګی د پکتیکا استازی په سړی تښتونه کی تورنه شوی وی نو اوس دی قهرمان هم پټه خوله سی، موږ به خپل وکیل صاحبانو ته وګورو زموږ اوسنی وکیل صاحبان زموږ په رایه پارلمان کی ناست دی او قهرمان یو زموږ له وکیل صاحبانو څخه دی چی قانونی وکالت لری دا چی ګلاب منګل ورسره مرسته کړی او که نه دا نامعلومه خبره ده، د ګلاب منګل د ملاتړ خبره چی د کوم وکیل ملاتړ یی کاوه هغه ټولو هلمندیانو ته معلومه ده چی کوم صاحب یا صاحبه د ګلاب منګل د پیرزوینی  له امله پارلمان ته تللی دی یا تللی ده، بیا هم وایم چی کیدای شی ګلاب منګل له قهرمان او یا بل وکیل سره مرسته کړی وی خو د ګلاب منګل مرسته پدی معنی نده چی وکیل دی نو چپ ناست وی که ګلاب منګل هر څه کول کوی دی او نه هم داسی امکان لری چی والی دی وکیل رانیسی او تل دی د خپلو مقاصدو لپاره وکاروی، ولسی جرګی ټاکنو کی چی هرڅه وشول موږ یی شاهدان وو خو اوس همدا جرګه قانونی جرګه ده او موږ ته قوانین جووړوی او وزیرانو مو تری د باور رایی واخستلی دلته موږ ته دا ضرورت نشته چی هغه بحث راپورته کړو. مفهوم صاحب دا ویلی چی یوه جلسه جوړه شوی وه چی لسګونه کسان ورغلی وه او بیا پر هلمند مین مشرانو پر قهرمان صاحب د پوټونو ګزارونه وکړل، د دی لیکنی څخه مفهوم صاحب دا رسوا کړی چی دی په پټو سترګو د ګلاب منګل پیغام موږ ته رسولی او ډیر د خندا خبره ده چی باوجود ددی چی دا یوه عادی جلسه نه وه او یو سازمان شوی لاریون وو او خلګو پکی په زیات تعداد برخه اخیستی وه چی موږ او تاسی په خپلو سترګو هم لیدلی خو مفهوم صاحب صرف لسګونه کسان یاد کړی او د لوی لاریون څخه یی یوه جلسه جوړه کړی ده او تر دی لا ها خوا مفهوم صاحب هغه کسان چی د بوټونو ګزارونه یی وکړل پر هلمند مین مشران ګڼلی پداسی حال کی چی موږ په خپلو ګنهګارو سترګو هغه کسان ولیدل چی دوه ځوانان وه او هغه هم د همدی ګلاب منګل لخوا موظف شوی وه چی اخلال را مینځ ته کړی او بل دا چی مفهوم صاحب پدی خبره زموږ هلمندی مشران توهین کړی دی، ایا زموږ پر وطن مین مشران دا دوه بی کلتوره هلکان دی چی د ولسی جرګی پر منتخب وکیل بوټونه اوروی؟ ایا هلمندی مشران د خلګو په عزت خبر ندی؟ نه داسی نده زموږ هلمندی مشران ډیر درانه او سنګین خلګ دی هغوی هیڅ کله داسی عمل نه ترسره کوی چی د هلمند د کلتور خلاف وی نو دا یو پلان شوی عمل وو چی چارواکو پلان کړی وو پدی هر هلمندی ښه پوهیږی. د وکیلانو او سفیرانو د ملاقاتو خبره یاده شوی او قهرمان ته اشاره شوی چی ایران سره اړیکی پیدا کړی دا کار خو موږ تر اوسه ندی لیدلی او نه مو هم اوریدلی هو دا هره ورځ اورو چی ګلاب منګل د انګلسانو جاسوس دی او هر وزیر یی چی راځی اول د ګلاب منګل زیارت کوی بیا کابل ته ستنیږی او د کابل زور هم د ګلاب منګل په اشپز نه رسیږی خپله ګلاب منګل خو هلته پریږده.


راځم د هلمند د محلی تلویزون مشر نوید جان ته، اول خو دا ویل غواړم چی نوید نظری د ښه استعداد خاوند دی او کارنده ځوان دی خو دومره د ګلاب منګل وفاداره سوی چی باوجود ددی چی نوموړی یو محلی تلویزون امر دی خپل د موقف له یاده ایستلو یی د هلمند ولایت د قانون له مخی منتخب وکیل په اړه داسی لیکلی (غاصب اوقاتل خپله جبارقهرمان دى ، نه بل څوك) نوید نظری چی د کوم قانون له مخی د تلویزون امر دی د هغه قانون له مخی قهرمان د خلګو استازی ټاکل سوی او د نظری دا توهین امیزه الفاظ  چی جبار قهرمان صاحب یی غاصب او قاتل ګڼلی د خلګو د استازو توهین او جرم دی چی باید د هلمند ولایت او بلخصوص د ملی رادیو تلویزون عمومی رییس زرین انځور صاحب نه وضاحب وغوښتل شی چی څه ډول د دولتی تلویزون امر یو وکیل قاتل او غاصب ګڼی که نظری صاحب کوم اسناد پدی اړه لری باید وړاندی یی کړی که نه نو باید سمه پوښتنه تری وشی.


ګلاب منګل ته وایم چی د ټولو سره دی وخوړل او ډیری دی رانیول، ډیر دی وټکول ډیر دی په کور کښینول خو تا د قهرمان په پیژندګلوی کی اشتباه کړی قهرمان له لویه سره قهرمان دی هغه ضعیف سړی ندی چی تا ګوزار پری وکړ.


وسلام
چانجیروال