د سرپل ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د سمنګان ولایت، شمال ته یې د بلخ او جوزجان ولایتونه، جنوب ته یې د بامیان ولایت او لویدیځ ته یې د غور او فاریاب ولایتونه موقعیت لري.
د سرپل ولایت چې د هېواد دویمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 505,400 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د سرپل ښار دی او په مرکز سربیره 6 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له صیاد، کوهستانات، سانچارک، بلخاب، سوزمه قلعه او ګوسفندي څخه عبارت دي.
د سرپل په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د سرپل په ولايت كې په ټولیزه توګه 362 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 345 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 13 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 بابه دارالعلوم، 11 بابه دیني مدرسې، 1 باب دارالحفاظ) 3 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې ، 1 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 134,736 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 3,243 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 13,123 تنه د سواد د زده كړې په 614 بابه كورسونو كې د 614 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د سرپل په ولايت كې د 3,851,590 امريكايي ډالرو په ارزښت 49 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 5 پروژې بشپړې شوې او 44 پروژې تر کار لاندې دي.
په 1390 کال کې د سرپل ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 1,002 تنه وو چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د سرپل په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، له زده کړې سره د سیمې د وګړو د علاقې کموالی، د تشکیل کموالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…