د خوست چارواکي وايي په عليشرو ولسوالي کي په يوه ځانمرګې حمله کي ١٣ تنه مړه سوي دي.
د پوليسو په وينا يوه سړي چي په ځان پوري يې چاودونکي مواد تړلي وو، د پوليسو د تلاښۍ له يوې پوستې سره يې ځان وچاودئ .
چارواکي وايي په مړو کي دوه پوليس او د دوو کوچنيانو په ګډون نور ولسي کسان دي، همدا راز په ټپيانو کي پنځه پوليس او يو کوچنى شامل دي.