کور / تازه خبرونه / دماين چاودني دوه پوليس مړه اوشپږنور ټپيان كړل .

دماين چاودني دوه پوليس مړه اوشپږنور ټپيان كړل .

 


 دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وايي چې دغه چاودنه  نن غرمه دسنګين په ولسوالۍ كې  هغه مهال  وشوه  چې پوليس په پلي ګزمه بوخت وه .


 هغه وويل چې دچاودني په پايله كې دوه پوليس ځاي پرځاي مړه اوشپږتنه سخت ټپيان شوه .


يوه قومي مشر وويل چې چاودنه  پرداسي مهال وشوه چې پوليسو دبريښنا كاركونكي  وهغه سيمي ته ليږدول چيري چې دبريښنا مزي  غوڅ شوي ؤ .


دوسله والو طالبانو يوتن وياندقار ي يوسف احمدي  په سنګين كې ديوې داسي چاودني پړه پرغاړه اخيستې چې  وايي  افغان سرتيري نه بلكي شپږتنه بهرني سرتيري پكي وژل شويدي .


په هلمندولايت كې  دبهرنيو ځواكونو يوه وياند وويل چې  په سنګين كې پردوي كومه  چاودنه نده شوې .


سنګين كې تيره ورځ هم يوې چاودني  دريو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې  وه .