د اسلام سپېڅلې کلمه ( کلمه طيبه) د خدای (ج) سره يوه لويه ژمنه ده:
ددې لپاره چې يو څوک مسلمان شي نو تر هرڅه د مخه بايد هغه يو ځله د اسلام سپېڅلې کلمه (لا اله الا الله محمد رسول الله) ووايي .
پدې سپېڅلې کلمه کې مسلمان دا اقرار کوي چې يواځې د الله (ج) نه پرته بل هېڅوک د بنده ګی وړ نشته.
که دې ټکو ته ښه ځير شو د (لا) مطلب ده (نه) – ياني دا چې پرته د الله (ج) نور هر څه ته نه.
دوهمه برخه (الا الله) مګر يواځې يو الله(ج) – پدې برخه کې مسلمان دا ژمنه کوي چې يواځې يو الله (ج) د بنده ګي وړ ده.
درېمه برخه (محد رسول الله) – کې مسلمان دا مني چې محمد (ص) د الله (ج) رالېږل شوي استازی ده . ياني دا چې د هغه امر به هم پدې ډول مني چې هغه چې څه وايي نو هغه هم د خداي (ج) امر ده او له خپله ځانه څه نه وايي .
زما په اند بنده ګي په لنډو ټکو کې دې ته واېې چې الله (ج) څه امر بنده ته کوي نو هغه به کوي او د کومو څيزونو نه چې هغه خپل بنده منعه کوي نو هغه به نه کوي.
د يادونې وړ ده چې دا کلمه انسان پخپله خوښه وايي او هيڅ ډول زور او ظلم پرې نشته لدې کبله سړی په زغرده ويلی شي چې دا لويه ژمنه هم هغه د لوی څښتن (ج) سره پخپله خوښه کوي.
په همدې بنسټ ويلی شو چې دا کلمه د خپل پروردګارسره پخپله خوښه د مسلمان يوه لويه ژمنه ده او هغه دا چې خپل ټول ژوند به د هغه د لارښودنو سره سم تېروي.
نو زما مسلمانه وروره: راځه چې نن خپل ځان سره دا حساب وکړو چې مونږ تر کومې کچې خپلې دې ژمنې ته رښتيني يو.
آیا مونږ د خپل رب امرونه تر کومې کچې په ځای کوو؟
ایا د کومو څيزونو څخه چې مونږ هغه منعه کړي يو تر کومې کچې له هغو نه ځان ساتو؟
آیا د خپل رب سره د ژمنې د ماتولو به سزا څه وي؟
آیا زمونږ خپلې دې لوېې ژمنې ته کله پام هم کېږي او که نه؟
په درنښت . نېټه: 10. 11. 2007