څه موده وړاندې مې د طنز لیکوال ښاغلي عبدالنافع همت یو طنز لوست چې عنوان یې وو ( دخدای په پار زه ژوندی یم ) طنز په خپله خوږه ژبه دغور ولایت دپوهنې درئیس کیسه کوي ، چې رسنیو یې په اړه په دروغو راپور خپور کړی وو چې دپوهنې رئیس په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو .
رئیس چې دځان په اړه داخبره اوري سملاسي ددې خبرې دتردید هڅه کوي ، خو چې له هرچا سره مخ کیږي هغه ورته وایي ستا دا خبره چې زه دغور دپوهنې رئیس یم او ژوندی یم، هیڅکله دمنلو وړ نه ده ،ځکه موږ دراډیو له لارې خبر شوي یو چې دپوهنې رئیس په چاودنه کې مړ شو ، رئیس دخپل ژوند داثبات لپاره خورا ډیرې دروازې ټکوي خوهیڅوک یې هم ورسره نه مني ، تردې چې دریاست چوکۍ هم بل څوک ترې اشغالوي ، او په دولتي ادارو کې دبل پوست په پیدا کولو ځکه نه توانیږي چې دهرې ادارې دمسؤلینو لخوا ورته ویل کیږي چې تا دیوه مړه شخص اسناد راوړي دي او موږ مړو ته دندې نه ورکوو !!
ددې طنز په پای کې ښاغلی همت یوه خورا مهمه ، رښتیا او نوې خبره کوي ، ښاغلی همت لیکي ( تر اوسه مي داسي انګېرل چي يوازي حکومت، بهرني ځواکونه او وسله وال مخالفين خلک وژني، خو اوس پوه سوم چي رسنۍ هم خلک وژلای سي، اوس مي دا خبره ښه زړه ته ولوېده چي رښتيا هم رسنۍ په يوه هيواد کي څلورمه قوه ده. توپير يې يوازي دا دی چي نوري قواوي په رښتيا سړی وژني خو رسنۍ بيا سړی داسي وژني چي په جګ سر به ژوندی يې خو په مړو کي به حساب يې )
دا څو ورځې چې ځینې پښتو ویب پاڼې ګورم ، نو پکې لولم (د طالبانو وژل شوی قومندان ملااسمعیل ، مرحوم ملااسمعیل ، شهید ملا اسمعیل او داسې نور . . . تر دې چې تیره ورځ مې یوه لیکنه وکتله چې عنوان یې وه ( شهید ملا اسمعیل ته !! )
دغزني ولایت داوسیدونکي مولوي اسمعیل په اړه درسنیو لخوا دوژل شوي ، مرحوم او شهید القاب په داسې مهال کارول کیږي ، چې مولوي اسمعیل روغ رمټ او ژوندی دی ، نه یوازې خپله دی ، دده کورنۍ او نږدې کسان دنوموړي په ژوند ټینګار کوي بلکې دطالبانو ویاند هم په رسمي توګه وایي چې مولوي اسمعیل صاحب روغ جوړ او له ښه صحت څخه برخمن دی .
پښتانه متل کوي ، چې له یوه دروغجنه سل دروغجنان پیدا کیږي ، دمولوي اسمعیل دمرګ موضوع هم کټ مټ هماغه کیسه ده ، په لومړي ځل نه پوهیږو کوم مفلس خبریال او تش لاسې رسنۍ له خپلې ګيډې دمولوي اسمعیل او ۲۵ نورو طالبانو دوژلو خبره راپورته کړه ، چې وروسته دطالب مرګ ته ناستو نورو رسنیو هم پسې بدرګه کړه تردې چې اوس یې له دې دروغو داسې رښتیا جوړ کړل ، چې ناخبره لوستونکي یې ټول پرې تیرایستل تردې حده چې اوس دمولوي اسمعیل له نوم دمرحوم او وژل شوي مختاړي لیکي .
وایي دنازیانو درسنیو او تبلیغاتو وزیر خپلو کسانو ته ویلي وو ، چې هردروغ چې دوه ځله تکرار شي په دریم ځل رښتیا ترې جوړیږي ، داسې فکر کیږي چې اوس دامریکا لخوا هم دطالبانو په ضد په پراخ تبلیغاتي ډګر کې دهمدې فارمولې په اساس تبلیغات روان دي ، امریکایان که له یوې دپوځي عملیاتو له لارې دطالبانو دوژلوهڅه کوي ، او دکرزي د دری ګونو قواوو له لارې دا عملیه تعقیبوي ، داځل یې هڅه پیل کړي ، چې دڅلورمې قوې ( میډیا او مطبوعاتو ) په توسط هم طالبان ووژني .
دمطبوعاتو له لارې دطالبانو دوژلو هڅه په داسې مهال کیږي ، چې معمولا طالبان دمقابل جانب مطبوعاتي کارکوونکي او ژورنالیستان نه وژني ، په تیرو لسو کلونو کې دطالبانو لخوا یوازې یو خبریال ( اجمل نقشبندي ) وژل شوی دی ، چې دهغه وژنه هم طالبانو په رسمي کچه یو خپلسری عمل وباله چې دطالبانو عمومي پالیسي یې نه تمثیلوله ، په دې سربیره دیوې افغان ادارې ( نی ) لخوا وروستۍ ترسره شوې سروې ښیي چې ددولت او امریکایانو په نسبت دطالبانو لخوا خبریالانو ته متوجه ګواښونه په مراتبو کم دي ، په داسې ډول چې په تیر کال کې خبریالانو ته دمتوجه شویو ۵۶ تهدیدونو له جملې ۴۸ یې دکرزي دادارې لخوا دي او یوازې ۸ تهدیدات دطالبانو لخوا ورته متوجه شوي دي ، په دې اتو تهدیدونو کې ددقیقې پلټنې له مخې یوازې ۲ موارد داسې دي چې طالبانو په قصدی ډول ژورنالیستان تهدید کړي وي ، نور ۶ موارد غیر قصدي او سهوا ترسره شوي دي .
دطالبانو لخوا له ژورنالیستانو سره ددې وړ چلند سره سره نه پوهیږو هغه کوم وجوهات دي ، چې له مخې یې رسنۍ او ژورنالیستان په یوطرفه تعرض لاس پورې کوي او یو په بل پسې طالبان وژني ؟؟
مولوي اسمعیل چې له ښه صحت څخه برخمن دی دوی یې بیا بیا وژل شوی بولي ، مولوي شهیدخېل چې په خپل تدریس بوخت دی ، دوی یې ژوندی نه بولي او دشهیدقاري احمدالله ورور چې له طالبانو سره هیڅ اړیکه نه لري بلکې په غزني ښار کې له خپلې کورنۍ سره ازاد ژوند کوي ، رسنۍ یې یوازې په دې جرم وژني چې ولې دطالبانو داستخباراتو دپخواني رئیس ورور دی !!
زموږ په باور خو که رسنۍ او ژورنالیستان په داسې مواردو کې له امریکا پلوي برخورد څخه لاس وانخلي ، نوضرور به په عامه قضاوت کې دوی هم دهغو سپیشل فورس ، بلک واټر او نورو مسلکي قاتلان په جم کې حسابیږي چې هره ورځ دافغانانو په وینو داړې سرې کوي او له افغان وژنې خوند اخلي ، هغه مهال به بیا دوی ازادې رسنۍ او ازاد ژورنالیستان نه بلکې قاتل ژورنالیستان بلل کیږي .