کور / هراړخیز / معياري روزنه د ادارې دپياوړتيا بنسټ دی

معياري روزنه د ادارې دپياوړتيا بنسټ دی

دادارو اکمال ،تجهيز ،ارزونه ،ظرفيت لوړونه ،څارنه بلکې هراړخيز سمبالښت ، سمون اومثبت بدلون دنظام دپياوړتيا لپاره ترټولو اساسي ګام بلل کيږي او په لوړو معيارونودبشري ځواک روزنه ديوې سالمې ،کاري ،مسوولې ،ژمنې اوپياوړې خدمت کوونکې ادارې لپاره ملي اوترټولو غوره تګ لاره ده ، همداشان بايد دنظام په ټولو ادارو کې دګمارنې اصول ،شياستګي ،اهليت ،لياقت ،استعداد او ولسونوته دغور خدمتونو دوړاندې کولو ملي ژمنتيا وي ،دغه څرګندونې ددوشنبې په ورځ دثوردمياشتې په ٢٥نېټه دخوست ولايت مشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي دولايت مقام دغونډوپه تالارکې ،دافغانستان داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دولايتي چارو دهماهنګۍ دعمومي رئيس ښاغلي عبدالرحمن راسخ ،ددغه کميسيون دلوى مشاور ښاغلي شيرزي ،درهبرۍ غړي همايون صديق ،په جنوب شرق زون کې ديادکميسيون دساحوي دفترمشرښاغلي غلام علي جوشان ترڅنګ دټولو ادارو دمسوولينو ،دولايتي شوراغړو او دسولې دولايتي کمېټې دنمايندګانو په ګډون جوړه شوې غونډه کې په ډاګه کړې .

غونډه دحج اواقافو درئيس مولوى صاحب اظهارالدين لخوا دقرانکريم دمبارکوايتونوپه تلاوت سره پيل شوه ،ورپسې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دعامه ادارې دپياوړتيا اوسمون په تړاو اغيزمنه پرانيستونکې ويناوکړه ،نوموړي وويل دا مهال دخوست په مرکز او ولسواليوکې دادارې دپياوړتيا لپاره په چټکۍ سره هڅې روانې دي ،ترډيره بريده يې تشکيلات بشپړ اودظرفيتونوپه لوړاوي باندې کار روان دى ،ښاغلي نعيمي په اداروکې داصلاحاتوپروسه يوه جدي اړتيا اودغوره حکومتدارۍ دتقويت لپاره ترټولو غوره تګ لاره وبلله ،ده زياتوله دافغانستان داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دکميسيون څخه غوښتنه کوم ترڅو په اداروکې داصلاحاتو پروسه نورهم ګړندۍ کړي اوديادې پروسې په چوکاټ کې منل شويو معيارونو او اصولوته په درناوي دظرفيتونودلوړاوي لپاره ديوې اوږدمهاله تګ لارې پربنسټ کاروکړي اودغه کميسيون بايد هڅه وکړي ترڅو تردې زيات دمامورينو په استخدام کې دګمارنې اساسي اصول لکه اهليت ،لياقت ،شايستګۍ اوملي ژمنتياته پام وکړي ،ترڅو عامه اداره په دې وتوانيږي چې دغوره بشري ځواک په لرلوسره ولسونوته دښوخدمتونو دوړاندې کولو جوګه شي.

خوست والي وويل دا مهال په خوست کې ډيرې ادارې درتبو معاشاتوتر سيستم لاندې راغلي دي اوپرلپسې توګه دچارو دسمون په موخه دادارو څخه هراړخيزه څارنه شوې ده ،نوموړي زياتوله چې خپلو ټولو مامورينوته يې جدي لارښوونه کړي ترڅو ولس ته دخدمت لپاره ورسپارل شوى مسووليت او صلاحيت په بشپړه توګه درک کړي ،دده په خبره که دکومې ادارې مامورپه دې لاره کې غفلت وکړي په وړاندې به يې قانوني اوجدي اقدامات ترسره کړي.

خوست والي دځينو ادارو لپاره دتاسيساتو نه موجوديت ،په ځينوبرخو کې دولايت مقام دمشورې څخه پرته دلومړۍ درجې ادارې واحدونوخپل سري اجراءت اودظرفيت لوړونې داوږد مهاله کورسونو نه شتون اودوزارتونولخوا په خپل سره دولايتي قراردادونو کول جدي ستونزې يادې کړې نوموړي له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه ،ترڅوددغه ستونزو دهواري لپاره په مرکز کې اغيزمنې کړنې ترسره کړي.

ورپسې داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دکميسيون لوى مشارو ښاغلي شيرزي په اداروکې داصلاحاتو دروانې پروسې اوراتلونکې تګ لاروپه اړه خبرې وکړې نوموړي وويل سره ددې چې په خوست کې دادارې دپياوړتيا لپاره له ځانګړو تګ لارو اونوښتونوڅخه کاراخيستل شوى خوبياهم دوى به هڅه وکړي ترڅو ټولې هغه ستونزې چې ادارې داکمال اوتجهيز له مخې ورسره مخامخ دي هوارې کړي.

دافغانستان د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دولايتونو دچارو دهماهنګې عمومي رئيس ښاغلي عبدالرحمن راسخ په خپلوخبروکې وويل چې اوس مهال افغانستان په مهمو سياسي ،اقتصادي اوامنيتي حالاتو کې قرارلري ،نوټولې ادارې بايد خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت ،ايماندارۍ اوملي تعهدسره سرته ورسوي ،ده وويل دعامه ادارې ټول کارکوونکي اسلامي اوملي مسووليت لري ترڅو دخپل نظام په چوکاټ کې ترپخوازيات خپل ولس ته خدمت ته ملاتړي او ولس ته په بېلابېلو برخوکې غوره خدمتونوته ترسره کړي
ښاغلي راسخ په خپله ويناکې وويل :خوست اوس مهال دغوره مشرتوب اومديريت په درلودلوسره د اوو هغه ولايتونوپه ليکه کې دى چې دافغانستان په کچه دښې حکومتدارۍ په ډګرکې دنمونوي ولايتونوسيالۍ ته وتلى دى ،ده وويل کچيرې ترارزونې وروسته خوست دلومړۍ درجه ولايت په توګه وټاکل شي نودلومړي ځل لپاره به په کې دکميسيون نوې جوړې شوې تګ لارې پلي شي اودامتياز ترڅنګ به دادارو دمسوولينو مسووليتونه نور هم زيات شي.

همداشان ښاغلي راسخ په خوست ولايت کې په دوهمي او دريمي اداري واحدونوکې دځينو ستونزو يادونه هم وکړه کوم چې ترمطالعې ،ارزونې اوبشپړ تحليل وروسته به يې په هواري باندې اقدام وشي.

نوموړي په نږدې راتلونکې کې په نوي ميتود سره په اداروکې دلازيات سمون لپاره دنويو تګ لارو دپلي کيدوخبرورکړ.

په جنوب شرق زون کې داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دساحوي دفترمشرپه خپلو خبروکې خوست دزون په کچه هغه ولايت يادکړکوم چې دنورو ولايتونوپه پرتله يې اداره پياوړې ،سالمه اودغوره حکومتدارۍ په ډګرکې يې زيات پرمختګ کړى دى ،ده وويل په دغه ولايت کې اداره په تشکيلاتي لحاظ ترډيره بريده بشپړه شوي اودښې همغږۍ په فضاء کې خپلې ورسپارل شوې دندې سرته رسوي ،نوموړي په خپلو خبرو کې دخوست مرکزي اوسيمه ييزو ادارو دټولو مامورينودشميرې ارقام په مقايسوي ډول دغونډې برخوالوته په ډاګه کړل.

دغونډې په وروستۍ برخه کې دادارو درئيسانو اودولايتي شورا دوکيلانو لخوا ديوازاد بحث په ترڅ کې په ټولو اداروکې دچارو دسمون اولازيات پرمختګ په موخه يوشميرهغه ستونزې چې دادارو دپرمختګ مخه يې نيولې راغلي پلاوي ته په ګوته کړي اوهم يې دچارو دلازيات ګړنديتوب لپاره اغيزمن وړانديزونه دوى ته په ډاګه کړل .

دافغانستان داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو راغلي پلاوي ژمنه وکړه چې دولايتي ادارې لخوا دشويو وړانديزونه په تړاو به دکميسيون مشرتابه اونورو اړونده لوړو اداروته خپل ګزارش وړاندې کړي ترڅو يې په تړاو اصولي اجرات ترسره شي.