کور / ترخې خبري / د دفاع وزارت ستونزې جدي پاملرنه غواړي

د دفاع وزارت ستونزې جدي پاملرنه غواړي

په هېواد کې د شته اداري فساد څخه نه یوازې ولسمشر بلکه نړیوال هم سرټکوي، ولسمشر په خپلو ویناو کې په تکرار ډول ویلي او هرې ادارې ته یې دنده سپارلې ترڅو اداري فساد سره مبارزه جدي او پدغه برخه کې ګړندي ګامونه واخلي، ترڅو هېواد له شته ستونزو او ناخوالو څخه پاک شي، د نړۍ مهمې او وتلې ورځپاڼې هم کله ناکله په افغانستان کې په شته اداري فساد لیکنې کوي اود خپلو لوستونکو مخ ته يې کېږدي.
سره لدې چې اداري فساد په هره اداره کې په کمه یا زياته اندازه شتون لري، خو د ماليې، دفاع، کورنيو چارو، پوهنې، حج او اوقاف، اوبو او برېښنا او یو شمېر نور وزارتونو یې په سر کې ځای لري، په دفاع وزارت کې د شته اداري فساد او نورو مشکلاتو په تړاو د دغه وزارت وزیر تېره ورځ د ولسي جرګې دفاع کمېسيون غوښتی وه، چې د دغه کمېسيون د یو شمېر غړو په ځانګړي ډول د آغلې شکریه بارکزۍ د انتقادونو لاندې راغی او ښاغلي وزیر صاحب ته یې ګوته څنډنه وکړه، چې نور باید په دغه وزارت کې د اداري فساد لمنه ټوله شي، په لوژستيکي، يونوفورم ، پيژنتونو، وسايلو او وسایطو برخه کې دې، توجه وشي، له شته امکاناتو څخه دې د وطن دفاع او حفاظت لپاره کار واخیستل شي، او نورې ټولې هغه تشې ډکې شي، چې په دغه وزارت پورې اړونده وي، باید یادونه وکړم، چې د آغلې شکرې بارکزۍ او د دفاع کمېسیون د غړو آواز وروسته لدې پورته شو، چې عامه خلکو او د دغه وزارت یو شمېر غړو د دفاع وزارت د مسوولينو څخه سرټکول شروع کړل، او ټولې هغه تشې یې بربنډې کړي، چې پدغه وزارت پورې اړونده وي.
د یاد وزارت یو شمېر مسولین او منسبوين په لوژستيکی برخو کې په پراخه درغلۍ نیوکې کوي او زیاتوي، چې د شوي قرارداد شرط پاڼې سره سم قرارداد ترسره کېږي، خو وروسته یې خدمات هغه شان نه وي، چې باید تر سره شي، دوی وايي چې د اوله درجې پر ځای درېیمه او څلورمه درجه خوراکي توکي اخیستل کېږي، چې خپله د درغلۍ معنی ورکوي، له بل پلوه بيا یو شمېر مسوولين او منسوبین یې د يونوفورم او اسلحوپه قرارداد یانو نیوکه کوي او وايي، دوی د قرارداد شرط پاڼي خلاف هغه توکي ورکوي، چې د ۶ میاشتو په دوران کې له کار لوېږي، او بیا د استفادې وړ نوي.
د نظامي چارو شننوکو په آند که چيرته پدغه وزارت کې د شته اداري فساد مخه و نه نيول شي، لېرې نه ده، چې دا وزارت به د سقوط سره مخ شي، دوی وايي مسوولين یې په اداري فساد اخته دي، د وطن د دفاع او د منسوبينو په روزنې سر نه ګرځوي، چې دا خپله د وزارت د سقوط او په هېواد کې د ناامنۍ لوی لامل دی، د شننوکو په وينا چې دغه وزارت پورې اړوند او په ټوله کې ټول امنیتي ارګانونه بايد په مکمل ډول تجهيز شي، چې د مخالفينو سره د مقابلې توان پيدا کړي، د امنيتي ارګانونو د مسوبینو روحيه پياوړي شي، چې په هر ډګر کې وکولای شي، مخالفينو ته غاښ ماتی ځواب ورکړي.
په ولسي جرګه کې د دفاع کمېسيون غړې آغلې شکریه بارکزۍ وايي، چې دغه وزارت کې ژبني، قومي، سمتي او حزبي تعصبونه اوج ته رسيدلي، چې بايد لمنه يې ټوله شي، دا وايي پدغه وزارت کې باید سالمه سيالۍ په مخ واچول شي، چې که يو څوک د یو شي (الوتکو، موټرونو، تخنيکي سامان الاتو او يانورو) جوړولو توان لري، بل بايد کوښښ وکړي، چې له هغه څخه يې ښه جوړ کړي، نه داسې سيالۍ چې تصبونه پکې شتون لري، آغلې بارکزۍ وايي: د دفاع وازت د مسوولینو د نه پاملرنې له وجهې پدغه وزارت کې مخالفينو ځالې جوړې کړي اویو شمېر مخالف وسلوال د افغان ملي اردو لیکو کې ځای پرځای شوي، چې په آینده کې ترې لوی خطر احساس کېږي.
د یوشمېر رسنيو له قوله ، چې د سردارد محمد داود خان په روغتون کې ښاغلي يفتلي په ميليونو ډالر اختلاس کړی، چې ټول اسناد او شواهد یې له ناټو ځواکونو سره موجود دي، د دغه رسنيو له قوله چې د دفاع وزارت یو شمېر نور غړي هم پدغه اختلاس یا فساد کې لاس لري، چې نومونه یې نه دي ښودل شوي، له بل پلوه په دغه کې وزارت کې د شته ستونزو او تعصبونو له وجهې يو شمېر ځوانو له دغه وزارت څخه پښې سپکې کړي او سپڅلې دندې یې پراېښي دي.
موږ د هېواد له ولسمشر څخه په درنښت هيله کوو چې په دفاع وزارت پورې اړونده ستونزو باندې پوره غور وکړي، او د دغه وزارت وزير صاحب ته دې جدي سپارښتنې وکړي، چې په وزارت کې یاد شويو شته ستونزو لمن ټوله کړي، څو وطن مو له ستونزو او ناخوالو څخه پاک.
دښکلي او آباد افغانستان په هيله