کور / شعر / غزل

غزل

چې دي ليدلې په وران كور كې د دودونو ليكي


ستا پر تندي هم جوړېدلې د فكرونو ليكي


په شنه اسمان به څو پر ما د غم باران ورېږي


وګورم ياره به چا باندي د لاسونو ليكي


زخمونه ټول په كې له ورايه لكه ستوري معلوم


د كهكشان په شان وجود مې د اهونو ليكي


 


هره لمحه يې لكه ګيټى شور په فكر غواړي


ژوند يو قطار دى چې په كې دي په سوونو ليكي


 


تېري وعدې او تېر وختونه يادومه ناست يم


ستا په اميد كاږم په مځكه له كلونو ليكي


نوى تعمير د كوم شاهكار ژوندون كوي عارفه


د ړنګېدو د پاره باسي په كورونو ليكي


 


زما د خوښي غزل چې ماته سيد خېر محمد عارف په سپوږمۍ هوټل پېښور كې ويلى و               تاثير