دلراوبر ويب پاڼي ګرانو مينه والو،
نويد احمد هيوادوال يم او ننۍ مركې ته مو د كندهار ولايت يوه پېژندل سوې او وتلې څيره، دروند استاد ښاغلى الحاج نورالحق خان ميلمه كړى دﺉ.استاد نورالحق خان د لوى كندهار په كچه د ساينسي مضامينو يو تكړه او با تجربه ښوونكى دﺉ چي په سيمه كي يې ډيرو زده كوونكو ته د پوهي بله ډېوه په لاس وركړې تر څو تيارې په روښانه كړي او د خپل هيواد د راتلونكى لپاره يو علمي سرنوشت وټاكي . د خپل ژوند په اوږدو كي يې ددې هيواد دكړېدلي ټولني د خدمت په لاره كي هيڅ راز هلي ځلي نه دي درېغ كړي او تل ددې اولس د بچيانو د پوهي فكر ورسره دﺉ. د كندهار د ډيرو زده كوونكو د برياليتوب راز د هغو كوښښ او د استاد نورالحق خان غوندي ښوونكو د عالي تدريس او ښووني نتيجه ده. تر دې دمه يې ډير زده كوونكي ټولني ته وړاندي كړي او تر اوسه يې لا هم خپل دغه مزل پاى ته نه دﺉ رسولﺉ.
استاد که څه هم په جسمي لحاظ سپين ږيرى معلوميږي خو په حوصله، صداقت، نيكو اخلاقو، د وطن سره مينه، سپېڅلتيا او اخلاص كي يې حتٰى په اوسنيو ځوانانو كي لا سارى نه ليدل كيږي.
دقدر وړ حاجي نورالحق خان د مولوي اختر محمد صاحب زوى ( چي د وخت د وتلو علماوو څخه وو) د فراه ولايت د ګلستان په ولسوالۍ كي په ۱۳۲۰ ه ش كال كي په يوه متدينه كورنۍ كي زېږېدلى دى.اوس مهال پنځه زامن او دوې لوڼي لري. ټولو يې ودونه كړيدي او د اولادو خاوندان دي. درې زامن يې ډاكټران ، يو انجينير ، او بل زوى يې هم د انجينيرۍ د پوهنځۍ د دريم صنف محصل دﺉ. او د استاد په وينا كورنى ژوند يې ډېر ښه او دى ځني راضي دى. دروند استاد اوس مهال هم د كندهار په ظاهر شاهي عالي ليسه كي د ښوونكي دنده تر سره كوي. دا چي ولي دروند استاد د خپلي دندي په دوره كي همېشه دجایزو،انعامونو، تحسین نامو، ستاینلیکونو تر لاسه کړي دي، لاندي به یې یوپه بل پسې ولولو:
پوښتنه: ښاغلى استاده! په پيل كي كه د خپلو زده كړو په اړه معلومات راكړئ، ډېربه خوښ سو؟
ځواب:ما خپل ابتدايي زده كړه د ګلستان د ولسوالۍ د ملا محمد فراهي په ابتدائي ښوونځۍ كي تر سره كړې ده او تر دولسم ټولګۍ پوري مي د كابل په دارالمعلمين كي زده كړه كړېده او بيا مي عالي دارالمعلمين تر څوارلسم ټولګۍ پوري په كندهار كي لوست كړى دﺉ.
پوښتنه: په څو كلنۍ كي د مكتب څخه فارغ سوي ياست؟
ځواب:په ۲۱ كلنۍ كي د دولسم ټولګۍ څخه فارغ او معلم سوى يم.
پوښتنه: په كومو ژبو خبري كولاى سئ؟
ځواب:په پښتو او دري ژبو خبري كولاى سم، په انګليسي لږلږ پوهېږم او ساينسي كتابونه چي په انګليسي ليكل سوي وي مطالعه كوم.
پوښتنه: له كوچنيوالي څخه مو د كوم مضمون او كوم مسلك سره ډېره مينه لرل او ولي؟
ځواب:د مكتب په مضامينو كي مي د الجبر او هندسې سره علاقه ډېره وه او ځكه چي دا يو طبيعي ذوق دﺉ.
پوښتنه: په ځوانۍ کي مو له څه شي سره زيات ذوق وو؟
ځواب: په ځوانۍ كي مي هم په علمي برخه كي د ساينسي مضامينو سره علاقه وه او په شخصي ژوند كي مي د ښكار سره زياته علاقه درلودل.
پوښتنه: استاد محترمه! د زده كړي په وخت كي په كومه درجه بريالى كېدلې؟
ځواب: د مكتب په ابتدائي دوره كي تر شپږم ټولګۍ پوري په لمړۍ درجه كي وم او د اووم څخه تر دولسم صنف پوري دوهم او يا كله هم دريم درجه وم. د دولسم او څوارلسم ټولګۍ څخه په دوهمه درجه كامياب سوى يم.
پوښتنه: په همدې اړه يو بله پوښتنه هم را په ياد سوه ايا د همصنفيانو څخه مو كوم څوك په ياد دي په اړه يې يو څه راته وواياست ؟
ځواب: د ابتدائي دورې د همصنفيانو څخه مي محمد علم، محمد اكرم، لعل محمد او د لېسې د دورې څخه كمال الدين، نور احمد (بيدار)، محمد علم، ګل محمد او ډېر نور پياد دي چي لايق همصنفيان مي وه او ددوى صحت او كاميابي د پاك خداى (ج) څخه غواړم.
پوښتنه: ولي مو د ښوونكي مسلك انتخاب کړى اوکومي برياوي پکښي لرئ؟
ځواب: معلمي يوه پاكه او مقدسه وظيفه ده او د وطن او وطنوالو د خدمت ډيره ښه لار ده. ماته د خدمت په جريان كي ډير ښه مقامونه پشنهاد سوي دي خو ماته تر هري وظيفې د معلمۍ وظيفه غوره معلومه سوېده او پخپل دغه وظيفه ډېر خوښ يم.
داچي زه خپل شاګردان د پوهنتونونو په دوره كي او د خارجي بورسونو او تحصيلاتو څخه وروسته وينم او د دوى د ډېر زيات احترام او رضايت څخه چي زما د معلمۍ څخه يې ښيي مخامخ كېږم نو زما د ډېري خوشحالۍ او افتخار سبب كيږي.
پوښتنه: د ښوونکي مقدسه دنده مو څنګه پيل كړه او څه احساس مو کوئ؟
ځواب: د معلمۍ وظيفه مي په ډيري خوشحالۍ سره شروع كړه او دا احساس مي كاوه چي كه هغه څه چي ما زده كړيدي و خپلو شاګردانو ته انتقال كړم نو زما د كاميابۍ او خوشحالۍ سبب به سي او همداسي وسوه.
پوښتنه: د څومره مودې راهيسي د ښوونكي مقدسه دنده په غاړه لرئ او ايا په كوم ځاى كي مو بېله دښوونکي له دندي څخه بله کومه وظيفه اجرا كړېده؟
ځواب: په ۱۳۴۱ ه ش كال مي د ښوونكي دنده شروع كړيده او په ۱۳۶۰ ه ش كال چي په افغانستان كي كورني جنګونه ډېر سوه او په كندهار كي ټوله مكتبونه وتړل سول نو زه كابل ته ولاړم او هلته مي ۱۲ كاله د پوهني په وزارت كي د خدماتو د عمومي مدير او بيا د اداري رياست معاونيت او بيا د رئيس اداري په حيث وظيفه ترسره كړېده او كوم وخت چي امنيتي وضع نسبتاً ښه سوه او مكتبونه بيرته فعال سوه زه بيا هم و خپلي اصلي وظيفې يعني معلمۍ ته بيرته راغلم.
پوښتنه: – ايا د استادۍ له دندي څخه راضي ياست؟
ځواب: زه د خپلي دندي څخه ډېر راضي يم. داځكه زه وينم چي زما شاګردان پسله فراغت څخه زما د كار څخه ډير راضي دي.
پوښتنه: ايا د خپلي دندي په جريان كي تر اوسه د كوم خنډ سره مخامخ سوي ياست اود پرېښودلو په اړه يې فكر درته پيدا سوی دئ؟
ځواب: تر اوسه پوري د خپلي وظيفې په هكله هيڅ وخت د داسي مشكل سره نه يم مخامخ سوى چي زه د هغې د پرېښودودلو په هكله تصميم ونيسم. صرف لكه مخ كي چي مي وويل د امنيتي حالاتو خرابېدل زه مجبور كړم چي معلمي پرېږدم او څو كاله اداري كارونه وكړم.
پوښتنه: ستاسو په اند يو ښه ښوونكى څوك او دهغه لپاره كوم صفتونه لازم او ضروري ګڼئ چي ستاسو غوندي يوبااحساسه او باوجدانه ښوونکی سي؟
ځواب: دا پوښتنه ډېره مهمه ده جواب يې ساده نه دﺉ خو زه به د خپل اند څخه د يو ښه ښوونكي د ځينو مهمو صفتونو په لنډ ډول يادونه وكړم.
۱- ښه ښوونكى بايد مسلكي كفايت ولري.
۲- ښه ښوونكى بايد پر خپل مضمون پوره حاكميت ولري او دضروري او عمومي معلوماتو خاوند وي.
۳- ښوونكى بايد خپل وظيفه وپېژني او هغه په ښه صداقت او ايماندارۍ سره اجرا كړي.
۴- ښوونكى بايد د عالي اخلاقو خاوند وي يعني بايد چي ښوونكى متدين، متقي او پرهېزګار وي. و ټولو شاګردانو ته په يوه سترګه وګوري او د هغو سره مينه ولري. زړه سواند، مهربان او متواضع وي. د صبر او حوصلې خاوند وي. د ښو اجتماعي اړيكو او ګذارې خاوند وي، صداقت ولري او عادلانه قضاوت وكړي. د خپلي وظيفې او مسلك سره مينه او علاقه ولري.
۵- ښه ښوونكى بايد پاك او نظيف وي او نظافت پر خپلو شاګردانو تطبيق كړي.
۶- ښوونكى بايد يو ښه لارښود او د شاګردانو د تعليمي او تربيوي ستونزو په حل كي مرسته وكولاى سي.
۷- ښوونكى بايد د صنفي نظم او نسق او پروګرام په تطبيق كي جديت او مهارت ولري.
۸- ښه ښوونكى بايد د خپل تدريس او د زده كوونكو د زده كړي، د درسي موادو او د تدريس د ميتود د موثريت د ارزيابي كولو اهليت ولري.
۹- ښوونكى بايد مؤثره صنفي اداره ولري. پدې معنى چي د صنف محيط بايد د زده كړي لپاره مسترح او مناسب وي. د شاګردانو د كښېنستلو ترتيب بايد په نظر كي ونيول سي اخلال ګر شاګردان كه موجود وي سره جلا يې كړل سي. صنفي حاضري هره ورځ واخيستل سي كورنۍ كار هره ورځ وركړه سي او تعقيب سي.
۱۰- ښوونكى بايد د خپل تدريس په وخت كي په واضح ډول خبري وكړي او د خبرو په وخت كي يې بايد مخ د شاګردانو و خوا ته وي. كه پر تخته څه ليكل غواړي نو كله دي ليكنه كوي او كله دي بيا شاګردانو ته ګوري. و شاګردانو ته دي ډېر متوجه وي. د سترګو تماس د شاګردانو سره ډېر مهم دﺉ او دا تماس بايد د ټولو سره وي نه د څو محدودو شاګردانو سره. داسي ډېر صفات او وظايف نور هم سته چي يو ښه ښوونكى يې بايد د خپلي وظيفې په جريان كي تر سره كړي چي پدې ځاى كي د ټولو ذكر كول ستونزمن كار دﺉ.
پوښتنه: استاده محترم، تاسو شاګردانو ته هيڅکله نه په غوسه کېږئ، ستاسو په صنف کي همېشه ښه نظم وي، شاګردانو فعاله غوږ درته نيولی وي، بېله دي چي ټينګار ورباندي وکړئ خپل مسووليت سر ته رسوي، ددې ترشا څه راز دئ؟
ځواب: د معلم صميميت، محبت ، مهرباني او صداقت چي د شاګردانو په مقابل كي موجود وي او شاګرد دا احساس وكړي چي زموږ ښوونكى په واقعي ډول پر موږ مهربانه دﺉ او زموږ د ښې آيندې لپاره د زړه ويني خوري نو بيا واضح خبره ده چي د هغه و خبرو ته هم غوږ نيسي او هم يې خبري مني. او كه ضرري ناخواسته شاګرد دا احساس وكړي چي ښوونكى مو فقط خپل ورځ تېروي او زموږ د آيندې غم ورسره نسته بيا نو هر څه خرابيږي.
پوښتنه: استاده ! ولي ستاسو درسي پلان هيڅكله نه ځنډيږي او پر خپله ټاكلې نېټه مو درسي پلان سرته رسيږي ؟
ځواب: كه څوك د خپلي وظيفې سره علاقه ولري او هغې ته په درنه سترګه وګوري او پر خپل مضمون حاكميت ولري او د وظيفې پابند وي هيڅكله يې پروګرام پس نه پاته كيږي.
پوښتنه: په خپل ژوند كي مو څه هيلي لرلې او ايا هغه هيلي مو ترسره سويدي؟
ځواب:زما د ژوند ډېره مهمه هيله دا وه چي زما شاګردان زما څخه يو څه زده كړي او ښه آينده ولري او بله هيله مي دا وه چي خپل اولادونه په ښه ډول وروزم او د تعليم او تربيې څخه يې برخمن كړم. د پاك خداى (ج) څخه راضي يم دواړي هيلي مي تر يو ځايه پوري ترسره سوي دي.
پوښتنه: كله چي واورئ چي ستاسو يو شاګرد د كوم مقام خاوند سوى دى نو څه احساس كوئ؟
ځواب: كله چي واورم چي زما يو شاګرد د لوړ مقام خاوند سوى دى ډېر خوشحاله كېږم دا ځكه چي هغه د خپل زحمت ثمره ګڼم.
پوښتنه: كومو هيوادونو ته مو سفرونه كړيدي او د څه شي په اړوند وه؟
ځواب: د المان مملكت ته د شپږو مياشتو لپاره د يوه رسمي بورس له لاري د ادارې او منجمنټ په بخش كي او تاشكند ته هم د څلورو هفتو لپاره د مكتبو او د هغو د اداري او تدريسي چارو د كتلو لپاره تللى يم، تاجكستان او پاكستان ته مي هم څو څو واره شخصي سفرونه درلودلي دي.
پوښتنه: پرافغانانو خو ډېري ترخې او خوږې تېري سوې، استاده، تاسو له کومي ترخې خاطرې سره مخ سوي ياست؟
ځواب: رښتيا هم كورنۍ جګړو ډېري ترخې ورځي او شپې پر افغانانو تېري كړي دي. خو زما لپاره دوې ترخې خاطرې سته.
لمړۍ خاطره مي په دې ډول ده چي په ۱۳۵۹ ه ش كال كي كورني جنګونه خورا شديد وه ټول مكتبونه په كندهار كي وتړل سوه او زما اولادونه هم د مكتب شاګردان وه او زه مجبوره سوم چي د دغه مشكل د حل لپاره بايد كابل ته ولاړ سم دا كار تقريباً يو كال وخت ونيوﺉ تر څو چي مي وكولاى سواى چي كابل ته ولاړ سم او هلته د خپلو اولادو لپاره د تعليم زمينه مساعده كړم.
او دوهمه خاطره دا سي ده كوم وخت چي د ډاكټر نجيب حكومت ړنګ سو او مجاهدينو په خپل منځ كي په جنګونو شروع وكړه، دې جنګو پر خلكو داسي حالت راوستﺉ چي د زغملو او تحمل وړ نه وو. موږ پوره ۳۵ ورځي د مكروريانو په تهكاوي (زېرخانو) كي تيري كړې چي هم د ورځي او هم د شپې به څراغ ته ناست وو او د ژوندي پاته كېدو لپاره به مو خوراكي مواد په ډېر تكليف پيداكول.
پوښتنه: اوکه د خپل ژوند تر ټولو خوږه خاطره هم راته وواياست، ډېره مهرباني به مو وي؟
ځواب: البته د ژوند خوږې خاطرې خو ډېري دي، خو زما لپاره يوه خوږه خاطره داوه چي زامن به مي د كانكور په امتحان كي د خپلي خوښي لمړي انتخاب ته كاميابه كېدل.
او بله خوږه خاطره چي څو كاله مخكي په تركمنستان كي د ۳۵ مملكتو د دولسم ټولګۍ د شاګردانو ترمنځ د رياضي سيالۍ وه او په هغه سياليو كي زما يو شاګرد د حبيب الله په نامه هم شركت كړى وو او هغه په ټولو كي لمړى درجه تر لاسه كړه او په افغانستان كي يې ډېر ښه استقبال وسو. نوموړى هلك د اووم ټولګۍ څخه بيا تر دولسم ټولګۍ پوري د كندهار د شاه حسين هوتك افغان- ترك په لېسې كي زما شاګرد وو.
پوښتنه: تاسو د خپل ژوند په ترڅ كي د كوم ښوونكي د فكر، عمل، جرئت، پوهي او اصولو تر تاثير لاندي راغلي ياست؟
ځواب: استادان خو مي ټوله د قدر او ستايني وړ دي. خو په هغو كي دوه تنه استادان ډاكټر صاحب عبدالمحمد شنوارى او ډاكټر صاحب عبدالغفار كاكړ چي دواړه فوق العاده وتلي استادان په افغانستان كي لا څه چي په دغه سيمه كي وتلي استادان وه. د دوى د صداقت، علميت، د شاګردانو سره د ښه برخورد او عالي اخلاقو درلودلو او د ښه اصول تدريس درلودل پر ما ډېر تاثير كړى وو او دابه مي فكر كاوه چي كاشكي سړى همداسي يو ښه استاد وي.
پوښتنه:ايا درياضياتو، فزيک اوهندسې په اړه موکوم اثر ليکلى دﺉ؟ كه هو نوپه اړه يې معلومات راكړئ؟
ځواب:د رياضي په هكله مي د اووم څخه بيا تر دولسم ټولګۍ پوري د رياضي كتابونه ليكلي دي. د لسم، يولسم او دولسم ټولګۍ لپاره مي د فزيك كتابونه ليكلي دي. يو كتاب مي هم د عمومي فزيك په نامه د كانكور د شاګردانو د زده كړي لپاره ليكلى دﺉ. د يوولسم او دولسم ټولګۍ د مثلثاتو كتابونه مي هم ليكلي دي.
پوښتنه: ويل كيږي چي تاسو تقاعد سوى ياست خو بيا مو هم د اولس د خدمت دغه لاره (د ښوونكى دنده) نه ده پرې ايښې دا ولي؟
ځواب: زه تقريباً دوه كاله كيږي چي تقاعد سوى يم خو داچه د معلمي وظيفې ته اوس هم حاضرېږم مهم علت يې دا دى چي كه لږ قدرت هم ولرم غواړم هغه څه چي پاك خداى (ج) ماته توفيق راكړى دﺉ چي زده يې كړم بايد چي هغه د خپل وطن و ګرانو بچيانو ته انتقال كړم تر څو له دې لاري مي خپل وطن ته خدمت كړى وي.
پوښتنه: په پاى كي د لر اوبر د نړيوالي رسنۍ له لاري ولروبراو هغو افغانانوته چي په غرب کي دمهاجرت شپې او ورځي سبا کوي، څه پيغام لرئ؟
ځواب: زما پيغام و ټولو افغانانو ته دادﺉ چي تر هر څه دمخه دي د خپلو اولادو او بچيانو تعليم او تربيې ته پاملرنه وكړي داځكه چي زما په فكر د يوه مملكت د ابادۍ او خوشبختۍ سبب يوازي هم ښه ښوونه او روزنه ده. پيسې او ډالرونه د يوه مملكت خلك نه خوشبخته كوي لكه اوس چي يې مثال په خپل مملكت كي وينو. ډېرو مملكتو ډېر مادي كومكونه د لسو كالو په موده كي زموږ سره كړيدي خو دا چي د ښه تعليم او تربيې څخه بې برخي يو بيا هم وينئ چي زموږ خلك د څرنګه بدبختيو سره مخامخ دي. كه مو خلك د ښه تعليم او تربيې خاوندان سي نو د دښمنانو تر تاثير لاندي نه راځي، ښه او بد به سره تشخيص كولاى سي او د يوه ارام او خوشحاله ژوند خاوندان به وي. نه داچي دښمنان مو زموږ وطن، زموږ مكتبونه، زموږ سړكان، زموږ شفاخانې او نوري شتمنۍ زموږ په خپلو خلكو را خرابوي. داټول د بې علمۍ او جهالت له سببه څخه كيږي.
داستاد الحاج نورالحق په اړه دنظر دخاوندانو نظرونه
د كندهار د ظاهر شاهي عالي ليسې پخواني مدير او اوسني اداري كارپوه الحاج سراج الدين خان خبري د استاد په اړه:
ستاسو د مديريت په دوره كي استاد نورالحق خان د ښوونكى دنده اجراكړېده، د مهربانۍ له مخي راته وواياست چي نوموړي استاد تر كومه حده خپله دنده او څنګه اجراكړېده؟
ځواب: د قلم او كتاب د پيداكوونكى لوى څښتن په سپېڅلي نامه !
د ښوونكي په باب څه ليكل زما د توان څخه ليري خبره ده ځكه چي لومړى ښوونكى څوك ؤ نو د هغه په باب څه ليكل د بشريت په توان كي نه بولم. راځم و هغه ښوونكي ته چي په اړه يې تاسو څه غواړئ (حاجي صاحب نور الحق خان).
ښه پوهېږئ چي زده كړه د افغانستان د دردېدلي اولس د بچيانو ضرورت دﺉ او د ښوونكي وظيفه ده چي خپل زده كړيان په ښه ملي او اسلامي روحيه وروزي. ځكه دا دردېدلى اولس په پوهه جوړيږي نه په پيسو او توپك.
پياوړى او مجرب استاد حاجي صاحب نور الحق خان دا وظيفه انجام كړېده او خپل زده كړيان يې دا رنګه روزلي دي لكه ورته ضرورت چي دﺉ.
استاد حاجي صاحب نورالحق خان په ۱۳۲۰ كال د فراه ولايت د ګلستان په اولسوالۍ كي زېږيدلى دى. خپل لومړنۍ زدهكړي يې په ګلستان كي، د ليسې دوره يې په كابل كي او د دارالمعلمين د فراغت سند يې په كندهار كي تر لاسه كړى دى. د ۱۳۴۱ څخه تر ۱۳۶۰ پوري يې په كندهار كي د ښوونكي دنده تر سره كړېده. د ناخوالو او سختو شرايطو سره سم د كندهار د ښوونځيو د سقوط په وخت كي يې په كابل كي ۱۲ كاله د پوهني وزارت د اداري رياست او نوري اړوند وظيفې انجام كړيدي . په كندهار كي د د ښوونځيو د پرانستلو سره سم بيا پخوانۍ البيروني ليسې او اوسنۍ ظاهر شاهي عالي ليسې د ۱۲ ټولګيو د رياضياتو دمضمون (الجبر، هندسه، مثلثات او فزيك) د استاد په حيث پاته سوﺉ دﺉ. او په همدې مضامينو كي يې د زده كړيانو سره په زړه پوري همكاري كړې ده او زده كړيان يې ډېر ښه روزلي دي. چي په نتيجه كي يې موږ او س په كندهار كي د همدې مضامينو د استادانو كمى نه لرو، نو ځكه ويلاى سو چي استاد د همدې مضامينو د ښوونكو د توليد يو ه فابريكه ده.
استاد په اوسنيو كلونو كي د زده كړيانو لپاره د الجبر، مثلثات، او فزيك كتابونه په مورنۍ ژبه او محلي اصطلاحاتو ترتيب كړيدي چي د ښې زده كړي تر څنګ د كانكور په آزموينه كي زده كړيانو ښه استفاده ځني كړېده.
استاد په خپله وظيفه كي په كندهار كي د ژمن استاد نوم ګټلئ دﺉ چي د ډېرو تقدير نامو، تحسين نامو او ستاينليكونو ګټونكى سوﺉ دﺉ. استاد په ډېره مينه او علاقه سره خپله وظيفه انجام كړېده او باور لري چي د وطن جوړېدنه په تعليم سره كيږي نه په پيسو او په توپك.
زه او استاد حاجي صاحب نورالحق خان به تل په مجلس كي پدې ارمان وو چي كاشكي په همدې مقدسه وظيفه كي ومرو څو د خپلو زده كړيانو په لاس خاورو ته وسپارل سو او دا د دې ثبوت دى چي نوموړى د خپلي مقدسي دندي سره سخته علاق لري.
د استاد د ښې وظيفې د اجراكولو يو ثبوت دا هم بولم، هر زده كوونكى چي د استاد تر مدبرانه ښووني لاندي زده كړه كړېده هغه اوس د رياضياتو د مضمون ښه ښوونكى دى.په داسي حال كي چي په كندهار كي اوس د مسلكي ښوونكو سخت كمى دﺉ خو ډېر د خوشحالۍ ځاى دا دﺉ چي د حاجي صاحب په بركت په كندهار كي د رياضياتو د مضمون د استاد كمى نسته.
استاد د خپلي وظيفې سره ډېره علاقه لري. ددې خبري ثبوت دا رنګه كوم چي يو ښوونكى په رسمي ساعتونو كي په درس وركولو اخته وي او د ورځي پنځلس دقيقې تفريح وي څو استادان دمه وكړي او د يوې پيالې چاي په څښلو ځان هوسا كړي خو حاجي صاحب نور الحق خان په همدې پنځلس دقيقو كي هم په اداره كي د زده كړيانو د مشكلاتو په حلولو اخته وي دا ددې ثبوت دﺉ چي استاد په معنوياتو پوه او د مادياتو څخه ليري څوك دﺉ.
داستاد نورالحق خان په اړه كه هر څومره ووايو بيا هم لږ دي خو په لنډ ډول داسي وايم چي ښوونكى بايد څو ځانګړتياوي ولري: اسلامي روحيه ولري، پر وطن مين وي، مهربان وي، د زده كړيانو سره مينه ولري، پر خپل مضمون فوق العاده حاكم وي، د وظيفې پابندي ولري، د خپلي وظيفې سره خاصه علاقه ولري او زړه سواند او پاك وي. چي دا خاصيتونه ټول حاجي صاحب نورالحق خان لري. دا چي زما سره ډېر وخت په وظيفه كي يو ځاى پاته سوﺉ دﺉ نو زه پر دې خبره ټينګار كوم چي حاجي صاحب ددې عادتونو خاوند دﺉ.
پوښتنه: دا چي استاد نورالحق خان ستاسو يو خوږ ملګرى هم دى د ملګرتيا په اړه يې يو څه را ته وواياست؟
ځواب: بلې هو، حاجي صاحب نورالحق خان ډېر وخت زما نژدې ملګرى هم پاته سوى دﺉ او په ملګرۍ ډېر ټينګ سړى دﺉ چي اصلاً دا يو پښتني خصلت دﺉ چي ملګرتيا او انډيوالي صداقت غواړي حاجي صاحب نورالحق خان ددې صفت خاوند دﺉ.څومره چي د خپل ژوند په اړه اندېښمن دى هغومره د ملګري په اړه اندېښمن وي، څه چي يې پر ځان پېرزو وي هغومره يې پر ملګري پېرزوينه سته.
پوښتنه: او كه د استاد په اړه مو كومه خاطره پياد وي راسره شريكه يې كړئ؟
ځواب: د يوې خاطرې په اړه به ووايم چي زما نه هيريږي او په زړه پوري خبره ده. يو ورځ دوه تنه زده كړيان زموږ كور ته راغلل او ماته يې وويل چي حاجي صاحب ستا ملګرى دﺉ ستا خبره مني زموږ سره كومك وكړه. حاجي صاحب ته ووايه چي د ورځي يو ساعت موږ ته درس ووايي ۲۰۰۰۰ افغانۍ حق الزحمه وركو. خو كله چي ما حاجي صاحب ته سهار و ښوونځي ته د راتګ پر وخت دا خبره وكړه هغه په جواب كي راته وويل چي: ” دوه تنه چي زما څخه زده كړه وكړي او ۲۰۰۰۰ افغانۍ راكړي دا ښه دى او كه ۵۰ تنه راڅخه زده كړه وكړي او ۱۰۰۰۰ افغانۍ راكړي؟ ښه به دا وي چي په لږو پيسو ډېر زده كړيان استفاده وكړي.”
نو ماته ثابته سوه چي استاد علاقمند، زړه سواندى او د مادياتو څخه ليري څوك دﺉ او زما يې دا فيصله هيڅكله نه هيريږي.
په ظاهر شاهي عالي ليسه كي د استاد يو تن اوسنى د ۱۳۹۱ كال زده كوونكى فيض الله هوډمن چي د خپل ټولګى اول نمره هم دﺉ د استاد په اړه داسي وايي:
داچي ټول افغانان او نړيوالى پوهيږي چي افغانستان تقريباً په ۳۰ كلني اور كي سوځېدلى هېواد دﺉ او له بده مرغه اوس هم پدې اوركښي قرار لري نو دا طبيعي ده چي ددې جنت شتمني به له خاورو سره خاوري وي په ځانګړې توګه هغه شتمني چي د ابدي ژوند (اخرت) او د يو هيواد د سوكالۍ سرچينه ګڼله كيږي چي عبارت دي له: ښوونكي او ښووني څخه.
څرنګه چي علمي شخصيتونه د يو هيواد په پرمختګ او سوكالۍ كي خاص او مهم رول لري، له بده مرغه دغه اشخاص د جګړو، سياسي خوځښتونو، د افغانستان د ويجاړ غوښتونكو (ګاونډيو) هيوادو د شومو هڅو په پايله كي له منځه ولاړل او يا بهرنيو هيوادو ته په مهاجرت اړ كړل سول.
خو بايد ووايم چي له نېكه مرغه ددې ناخوالو سره سره هغه با شهامته، زړه سواند، با احساسه او هيواد پالونكي شخصیتونه چي نه يوازي نه يې غوښتل چي دا كړېدلى اولس پدې ناخوالو كي يوازي پرېږدي بلكه دا هيله يې لرل چي خپل د ښارګ په وينو د خپل تږي او ځورېدلي اولس تنده ماته كړي او ځان ددې هيواد د بچيو په روزنه او خدمت كي قربان كړي چي د هغو له جملې څخه يو هم استاد حاجي نورالحق خان دﺉ. نوموړى هغه ښوونكى دﺉ چي نژدې د ژوند زياته برخه يې د هر ډول سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره سره ددې ځورېدلي اولس د بچيانو په ښوونه او روزنه كي تېره كړېده او اوس هم د زيات عمر او جسماني ستونزو سره سره ځان د افغان اولس په وړاندي مسؤل ګڼي او د افغانستان د ښه راتلونكي په هيله ويښ او هڅاند ځوانان ټولني ته وړاندي كوي.
ښاغلى استاد هغه څوك دﺉ چي نژدې د كندهار د ښوونځيو په ښوونكو كي يې سارى نه ليدل كيږي او غواړي چي د ژوند تر پايه خپلي سپېڅلي دندي ته دوام وركړي او په وينا يې : ” تر څو چي مي وس كيږي او زه ژوندى يم ځان به ددې اولس له خدمت څخه درېغ نه كړم.”
نو زه د ښاغلي استاد د يوه زده كوونكي په صفت د سپېڅلي او كبريا څښتن (ج) څخه دده د ښه صحت او همدارنګه پدې نړۍ او ابدي ژوند كي د سوكالۍ غوښتونكى يم.
د دروند استاد يوتن فارغ سوى شاګرد ښاغلى احمدشاه امين چي اوس د كندهار پوهنتون د انجينيرۍ پوهنځۍ د دوهم كال محصل دﺉ، داستاد په اړه داسي راته وايي:
دا به ډېره بعيده خبره وي، چي زه به د استاد په هکله د څه ليکلو توان په ځان کي و لرم، او په کندهار او سيمه کي به ډېر لږ داسي کسان وي، چي يا له استاد سره به نه پېژني او يا دي د هغه له معرفت سره اشنايي و نه لري او يا يې د هغه کتابونه لوستي يا ليدلي نه وي!
زه استاد له نن څخه کابو لس کاله تر مخه پېژنم او کله چي زه په کال ١٣٨٥ کال د ظاهرشاهي عالي لېسې په يوولسم ټولګۍ کي وم د هغه د شاګردۍ وياړ مي حاصل کړ او ورسره په دوولسم ټولګۍ کي مي تر پايه حاجي نور الحق خان د استاد په صفت پاته سوئ دئ او بيا مي د هغه تر نظر لاندي په همدې لېسه کي څلور کاله د لېسې د دورې د ١٠م، ١١م، او ١٢م ټولګيو د رياضياتو او فزيک د استادۍ مقدسه دنده اجراء کړې ده.
استاد ډېر ايمانداره، وطن پرست، په وخت پوه، وظيفه شناس، پر خپل مضمون فوق العاده قادر، په پرېکړه کي قاطع خو دقيق او د لارښوونو يو ستر دفتر دئ.
چون د هغه د ژوند بېړه اوس پر غرقېدلو ده، خو هغه د دې اولس د بچيو په مغزونو کي داسي تخم شندلئ دئ او داسي مفکوره يې پکښي اخښلې او داسي نظريات يې ور ترزيق کړي دي چي ثمره او حاصلات به يې دائمي او وني به يې نه مړاوي کېدونکي وي.
د استاد هر شاګرد که له هغه سره د هغه پر کلتور تللئ دئ، حتمي يې په اولس کي د يوه شخصيت ځاى نيولئ دئ او په هره عرصه کي يې زده کوونکي ښه ځلېدلي دي، په اکثرا بوستونو کي يې زده کوونکي فعال دي او د ښو کارګرو په دود کار کوي.
د استاد خدمت دئ، چي د هيواد په داخل او خارج کي د کندهار ولايت حتا د دې حوزې د څو نورو ګڼو ولاياتو هغه زده کوونکي، چي د استاد د شاګردۍ وياړ يې حاصل کړئ دئ، په پوهنتونو کي په اعلى درجه لوبېدلي دي او همدا اوس اوس يې ډېر زده کوونکي د هيواد په کچه د پوهنتونو په لوړه فيصدي لرونکو کدرونو کي دخيل دي او يا هم په خارجي ممالکو کي اول نمره سوي دي.
زما خواږه استاد د ښه لياقت سره جوخت ډېره ښه سليقه هم درلوده، ډېره آهنګداره آواز لري، سټايل او فېشن يې ډېر اکېډيمک دئ، خو ډېري ساده، سليسي او کليوالي خبري کوي، سپينه ږيره او سپنه لونګۍ يې د ښې مسلمانۍ شعائر دي، درس يې ډېر زړه را کښوونکئ او جذاب دئ، پر زده کوونکو ډېر مهربان او ښه زړه سوئ لري، غيرحاضري يا نه کوي او يا هم ډېره لږه کويد هغه هم اداره او شاګردان یې مخکي خبر کړي وي، د درس تجذب يې په دې کي دئ، چي په ډېره ښه علاقه او خاص تشويق و ټولګۍ ته داخلېږي او په ډېره ساحرانه توګه د نوي عنوان په را پيلونه زده کوونکي و خپل ځان ته متوجه کوي.
استاد له دې سره سره، چي ډېر آبداره شخصيت لري ډېر ځلي به يې په ټولګۍ کي د يوه آهنګ له پاره داسي ټوکي کولې، چي رشتيا به ډېري جالبي او له خورا ستر فن څخه به ډکي وې.
ما ته د استاد يو خاصيت ډېر په زړه پور دا وو، چي کله به چا له استاد څخه پوښتنه و کړه او د هغه به فکر په و نه رسېدئ له پښتونکي څخه به روان سو او هيڅ جواب به يې ور نه کړ، زه په لومړيو کي د استاد دې خاصيت ډېر مايوسه کړئ وم، خو کله چي په دې پوه سوم، چي د استاد دا خاصيت له دې ايسيته دئ، چي و چا ته غلط شى نه ور ښيي بيا مي د هغه و استادۍ ته صد سلام ووایه.
هغه ورځ مي نه هېرېږي، چي استاد ډېر مريض وو، په اداره کي يې په سترګو کي د سترګو دوا اچولې وه او يوه سترګه يې پټه کړې وه او تر تفريح وروسته زموږ صنف ته راغلئ په داسي حالت کي يې درس را کړ، چي په يوه لاس يې سترګه پټه کړې وه او په بل لاس کي يې تباشير وو او درس يې تشريح کاوه، تاسي باور و کړئ، چي ما د استاد د هغې ورځي پر درس داسي خوند اخيستئ دئ، چي هيڅ به مي هېر نه سي او چا به داسي فکر لا نه وي کړئ چي آيا هغه مريض وو او که يه؟!
دا چي استاد ښه اجتماعي شخصيت هم لري او د اجتماعي لارښوونو څخه يې هم بې برخي پرېيښي نه يو؛ نو هغه ورځ مي هم نه هېرېږي، چي کله مو د دوولسم ټولګۍ فزيک د تعليمي کال څخه يوه مياشت تر مخه ختم کړ او څو دقيقې وخت لا پاته وو، چي په نصيحت يې پيل و کړ: (هلوکانو تاسي داسي فکر مه کوئ، چي بس فزيک وو خلاص مو کړئ، دا ما و تاسي ته امانت در و سپارئ!). په داسي حال کي چي له سترګو څخه يې اوښکي تويېدلې او ويل يې: (اې څوني د افسوس ځاى دئ، زما پښتون اولس اوس دوني بېغيرته سو، چي امنيت يې اوس امريکايي نجلۍ نيسي او توپک په لاس يې پر سر حاکميت کوي؟!!)، استاد داسي څو خبري نوري هم و کړې او دا ساعت مو خلاص سو.
يوه ځانګړنه، چي د نورو استادانو په پرتله ما په حاجي صاحب کي ليدلې دا ده، چي يوه دقيقه وخت يې هم په صنف کي پر چوکۍ نه دئ تېر کړئ، کله به چي د ساعت پاى سو او څو دقيقې به پاته وې موږ ته به يې و ويل هلئ پوښتني و کړئ موږ به تر هغه مهاله پوښتني کولې څو وخت به خلاص سو او موږ به له صنف څخه و وتلو.
زموږ په دوره کي دا لومړۍ ځل وو، چي موږ د مدير صاحب حاجي سراج الدين خان په مرسته د حاجي صاحب له پاره ځانګړۍ صنف جوړ کړئ او هلته به موږ ور تللو، کله به چي موږ له صنف څخه را وتلو او د هغه بل صنف زده کوونکي به ځاى پر ځاى کېدل استاد به لا زموږ سره د مشکلاتو پر حل ځانګړى کار کاوه.
په پوښتنه ډېر سخت خوشاله کېدئ او په ډېره علاقه به يې سوال ته جواب ورکاوه.
استاد د درسي ممد له پاره ډېر ښه او د عصر له معتضياتو سره برابر کتابونه هم ليکلي دي، په دې کتابونو محتوا: ژباړه، ټولونه او پر تعليمي نصاب اضافه کوونه جوړوي. زما د تجربې پر اساس کله چي يو زده کوونکئ د هغه کتابونه په صحيحه معنا زده کړي، تر ډېره حده يې مشکلات حلېږي او بله ځانګړنه يې لا دا ده، چي چا ته په رياضياتو کي د تحقيق او ريسرچ قوه هم ور بخښي او څوک، چي د استاد له کتابونو سره آشنايي لري ډېر ښه پوهېږي، چي څوني مفيد او قوي توکي لري؟
زه په ټوله ژوند کي له استاد څخه بده خاطره نه لرم، خو دوني وايم، چي د خپل ژوند او ښوونکيتوب له پاره مي د هغه سبک د ځان له پاره په څه تغيير خوښ کړئ دئ او په دې هم پوه سوئ يم، چي د دې سبک په پيروي مي څوني بریاوي درلودلي دي.
د درانده استاد نورالحق خان له شاګردانو څخه يو يې په کاناډا کي افغان ليکوال او افغانستان او امريکا د چارو څېړونکی ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد دی ، نوموړي لراوبر ته وليکل چي د خپل استاد مرکې او تصويرونو ته يې ډېر وژړل او په استاد په اړه يې خپل نظر رالېږلئ دی:
زه د ښاغلي استاد نورالحق خان د یو شاګرد او مخلص په توګه خپل د مینی او الفت سلامونه او نیکې هیلی د هغوی درانه حضور ته وړاندې کوم . استاد په میرویس نیکه لیسه کی څه نا څه ۳۵ کاله مخکی زموږ د الجبر یو تکړه استاد و ، ستر رب دې ستر مؤفقیتونه ور په نصیب کړی . زه په دې ډیر ویاړم چی ما د خپل لایق او فایق استاد څخه د ریاضی داسی قواعد او طریقې زده کړي دي چی هغو باالاخره ۳۵ کاله وروسته زما سره عملی او علمی مرسته وکړه او دا هغه مهال و چی ما په ۲۰۰۹ کی د ( قرآنی ریاضی ) کتاب تألیف کړ ؛ په دې کتاب کی می د دروند استاد راښوولی الجبری قواعد او طریقې عملأ او علمأ وکارولې . نو عظیم خدای دې د ټولنی دغه محترم او معظم استاد ته عظیم اجر او هم دنیوی او اخروی برﺉ او سرلوړﺉ ور عطأ کړی . زه په ډیر افتخار سره په خپلو درنو استادانو نازېږم لکه الحاج نورالحق خان ، مرحوم عطا محمد خان ، مرحوم صادق خان ، منصف صاحب ، الحاج قاری سلطان ، محترم غلام دستګیر خان ، محترم فیض محمد خان او ډیر نور .
د لر او بر د درنو مسؤلینو او همکارانو څخه ډیر منندوی یم چی د هېواد د دغسی وفادارو خدمتګارانو او ټولنیزو مربیانو ، مشرانو او مخورو سره مرکې کوی .
نويد هيوادوال : ګران معلم صاحب ، ستاسو څخه مننه کوم چي د لراوبر ويبپاڼي لپاره مو مرکې ته خپل قيمتي وخت ضايع کړ او زموږ پوښتنو ته د خپل همېشني خصلت له مخي په سړه سينه جوابونه وويل ، له خدايه پاک څخه په خوښي او روغتيا کي د اوږده ژوند دعا درته کوم .
نويد جانه د خپل يوه زده کوونکي په توګه ستاسي له دې احساس او خواخوږۍ له امله مننه کوم ، پر ځواني مو برکت سه او د همت ولولې مو تل ښورنده اوسه .
د لراوبر ويبپاڼي ګرانو لوستونکو !
هيله ده چي دا مرکه مو خوښه سوې وي ، موږ هڅه کوو چي د هيواد په بېلابېلو سيمو کي د بېلابېلو چارو د پوهانو ، استادانو او د مستحقو کسانو سره د مرکو لړۍ روانه وساتو . که د لراوبر د مرکو په اړه خپل وړانديزونه او نيوکي زموږ داړيکو له لاري راولېږئ .
تر بلي مرکې مو خدای او قلم ملګري.
په درناوي
نويد احمد هيوادوال