سره لدې، چې د هېواد په يو شمېر ادارو کې اوس هم په پراخه پيمانه اداري فساد شتون لري، خو عدلي او قضايي ارګانونه يې هغه دي، چې ډيری خلک یې له اوسني دولته ناراضه کړي دي، عدلي ارګانونو څخه زياتره اشخاص شکايت کوي، چې پدغه ارګان کې د شته اداري فساد له امله نه شي کولای، چې د خپلو دوسيو پوښتنه وکړي ځکه دوی د یاد ارګان د مسوولينو خواهشات نه شي پوره کولای، همداء لامل دی، چې زیات شمېر هېوادوال نارسمي عدالت ته مخه کوي، د دوی په وينا چې نارسمي عدالت له يوې خواء په هېواد کې اوږده سابقه لري ، له بل پلوه په رسمي عدالت کې د دسيو ځنډ، اداري فساد، د قوانينو پړسوب، د خلکو د پوهاوي کموالى او عنعنوي عدالت سابقه ټول هغه عوامل دي چې پر اساس يې خلک اوس پر ځاى د دې چې په رسمي ډول خپلې قضيې او شخړې حل او فصل کړي، نارسمي عدالت يا د خلکو جرګو او مرکو ته مراجعه کوي. دا په داسي حال کې ده چې نړيوالو په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د عدلي او قضايي ارګانونو د ودې په برخه کې ډېری پيسې لګولې دي .
په قضايي سيستم کې د ستونزو شته والی او په هغه کې د اصلاحاتو طرحه د لومړي بن کنفرانس یوه برخه وه، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي لا هم خلک پر دغه ارګان د فساد او بېروکراسۍ له اړخه انتقاد لري چې تر يوه بريده نړيواله ټولنه هم ورسره همغږې ده.
په عدلي او قضايي ارګانونو کې یادی ستونزې د دې لامل شوی، چې يو شمېر خلک زړه تورن کړي، پرځای د دی، چې رسمي عدالت ته مخه کړي، نارسمي عدالت ته ځي، په ځينو ليرو پرتو ولسواليو اوسيدونکي د دولت مخالفو وسلوالو ته هم مراجعه کوي، او د هغوی عدالت ته خپلې دوسيې وړاندې کوي، د يادو ولسواليو اوسيدونکي په دي اند دي چې په رسمي عدالت کې يې دوسيي نه څيړل کېږي، او اداري فساد په کې شتون لري، همدالامل ګرځيدلی چې نشي کولای رسمي عدالت ته مراجعه وکړي، که څه هم سترې محکمې پدغه برخه کې يو لړ جدي ګامونه اخيستي او په اداري فساد تورن نږدې شپيته تنه قاضيان په مختلفو ولاياتو کې له دندو ګوښه کړي، خو بيا هم دا کفايت نه کوي، ځکه عدالي او قضايي ارګانونه يوازینی ارګان دی، چې په ثبات راوستلو کې رغنده رول لوبولی شي.
باور دى چې عدلي او قضايي ارګانونه له يو دولته د خلکو د رضايت او يا نه رضايت په رامنځ ته کولو کې لوى رول لري. د ځينو انګېرنه دا ده چې عدلي او قضايي ارګانونه آن د يو دولت د ملا تير بلل کېږي او د يو هيواد له ثبات سره مخامخ تړاو لري ، يوشمېر حقوق پوهان پدې اند دي، چې تر هغو چې عدالت تامين نه شي، د ثبات راوستل شوني نه دي. ((عدلي او قضايي ارګانونه د يو ملک په ثبات کې ډېر رول لري. که دوى عدالت تامين کړي، خلک له دولته راضي کېږي او ثبات راځي، خو که عدالت تامين نه شي، خلک ناراضه کېږي او بې ثباتي رامنځ ته کېږي.))
دوه لوى عوامل د دې سبب شوي چې خلک د خپلو قضيو د حلولو لپاره له عدلي او قضايي ارګانونو چې رسمي عدالت بلل کېږي، نارسمي ته مخ واړوي. د رونډ اندو په نظر: ((په دوو دلايلو زموږ خلک اوس هم تر عدلي او قضايي ارګانونو مرکې او جرګې د خپلو قضيو د حلولو لپاره غوره بولي. يو دا چې دا نارسمي عدالت زموږ يو عنعنه ده او ډېر کسان اوس هم دغې عنعنې ته ژمن دي. بله خبره دا ده چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې اداري فساد شتون لري)).
اداري فساد د زياتوالي له امله په عدلي او قضايي ارګانونو کې د خلکو د قضيو پر پرېکړو نه يوازي زيات وخت لګېږي، بلکې زياتې پيسې هم پر لګول کېږي، چې له امله يې خلک له دغو ارګانونو په اصطلاح، خواتوري شوي دي. د رونډ اندو په وينا چې د دغې ستونزې د هواري لپاره يو لړ اصلاحي ګامونو ته اړتيا ده: ((يو خو دې زموږ پر قوانينو غور وشي، ځکه زموږ په ادارو کې قانوني پړسوب شتون لري او بله خبره دا ده چې د دغو ارګانونو د مامورينو معاشات دې تامين شي، تر څو د خلکو د وخت او پيسو د بېځايه ضياع مخه ونيول شي)) (سورغر)
یو شمېر صاحب نظران له دې کبله چې خلک اوس خپلې ستونزې قومي شوراګانو ته وړاندې کوي او یا هم کله کله د دولت مخالفو وسله والو ته مخه کوي، لوی علت يې همدا دی چې دوی پخپلو سیمو کې پر قضايي ارګانونو باور له لاسه ورکړی. داسې تصور کېږي چې د سترې محکمې له خوا پر فساد د تورنو قاضیانو نیول او له دندو ګوښه کول تر يو بریده موثر تمام شي او پر دغه ارګان د خلکو باور بیا اعاده شي. خو دا به هم موقتي اغېز وي او د وخت په تېرېدو سره به يو شمېر قاضیان د نویو لارو په پیدا کولو سره يو ځل بیا اداري فساد ته مخه وکړي
د خلکو شکایت دا دی، په داسې حال کې چې د افغانستان د قضا سيستم په شريعت ولاړ دى او په شريعت كې د شاهد د شاهدۍ، شواهدو، مداركو او اسنادو پر بنا پرېكړه كيږي خو د دوسيو د ترتيب او محكمې په جريان كې دغو ټكو ته پاملرنه نه كيږي او د بډو په بدل كې دغه ټول موارد بدلاېداى شي. .(کليد)
موږ پدې نظر يو که چيرته د ستره محکمه، لوی څارنوالي او د عدالي وزارت يادو ستونزو ته جدي پاملرنه او د حل په برخه کې يې عملي قدمونه پورته نه کړي، ليری نده، چې د مرکز په شمول د ټولو ولاياتو اوسيدونکي نارسمي عدالتو ته مخه کړي، چې دا به نه یوازي په دغو ادارو د بې باورۍ زیاتوالو سبب شي، بلکه د سیمې يو شمېر استخباراتي کړيو ته هم موقع په لاس ورشي، ترڅو د دغه لارې زموږ په هېوادکې لاسوهنې شروع کړي.
د اداري فساد څخه د پاک افغانستان په هيله