زموږ په سیمه کې امریکایانو عملیات تیز کړي دي ، دوی نه یوازې وسلوال طالبان نیسي بلکې دجومات ملاامامان ، مدرسین او صوفیان هم بندیانوي ، حتی اوس خو خبره دې ته رسیدلې ، چې هر هغه څوک چې ناتراشلې او مسنونه ږیره ولري نور دارامۍ احساس نه شي کولای ، زموږ دڅنګلوري کلي یوه خیاط علي خان چې څه موده وړاندې امریکایانو بګرام ته وړی وو ، او له راخلاصیدو وروسته بیا هم امریکایانو چاپه پرې ووهله ، څو ورځې وړاندې یې خپله ښایسته ږیره په ډک زړه کمه کړه ، ځکه نور ورته په هرپاټک او امریکایي تلاشۍ کې دا خبرې ترزغم لوړې وې چې ( ږیره خو دې طالبانو ته ورته ده !! )
دایوازې دهیواد لرې پراته کلي نه دي ، چې په ملایانو ، صوفیانو ، او دپګړۍ او مسواک په څښتنانو پسې عملیات شروع شوي او درګرده یې دوژلو ، بندیانولو او فرارکولو لړۍ پیل شوې ده ، په انلاین یا بریښنایي نړۍ کې هم همدا حال دی .
له پخوانیو کمونیستانو او نشنلیانو نیولې ، بیا دجهاد او هجرت ترځینوناخلفه زامنو پورې ټولو لاسونه سره ورکړي دي ، په فیسبوک ، ټویټر او ازادو ویب پاڼو کې یې دملایانو په سپکه پسې را اخیستې ، دوی چې بلااستثناء دټولو دمیندو نکاحګانې ملایانو ورتړلي او په لومړي ځل ( په غوږ کې داذان په کولو سره ) دباایمانه مستقبل زیری هم ملایانو پرې کړی دی ، اوس یې په دې ټولو احساناتو سترګې پټې کړي دي ، او په ډیره بې پروایۍ دامریکایي چورلکو سره هم مهال په ملایانو بریدونه کوي ، او دخپل توان او وس په اندازه ټونګې وراچوي .
په حقیقي او مجازي نړۍ کې دملایانو په وړاندې له دې همآهنګو عملیاتو څخه داسې ښکاري ، لکه چې دشیطان شاګردانو او دجهالت لارويو یوځل بیا دملایانو او دیني عالمانو دمحوکولو لپاره مټې رابډولي وهلي وي ، او یوځل بیا غواړي په دې تاریخي مستحیله فرضیه باندې خپل تور بخت وازمویي .
لومړی به دې ته راشو چې په افغان ټولنه کې ملایان څوک دي او څه کردار او اجتماعي حیثیت لري ، ملا، یا مولوي زموږ په ټولنه کې دیني عالم ، مقتدا او دمحراب او ممبر وارث ته وایي ، په افغاني قاموس کې ملا ددیني لارښوونو او مذهبي چارو دنماینده په حیث پیژندل کیږي ، او لکه څنګه نبي کریم صلی الله علیه وسلم دخپل امت علماء دنبیانو وارثین بللي ، افغان علماء هم ددیني لارښوونو ، امامت ، دعوت او دیني تدریس په کولو سره دپیغمبر د وراثت دنده اجراء کوي .
زموږ عام اولس خپلو ملایانو ته په ډیره درنه سترګه ګوري او تقریبا دټولنې دبل هرقشر په نسبت ورته په ډیر قدر او منزلت قائل دي ، ملایان هم خپلو مقتدایانو او ټولنې ته دخپل معنوي اولاد په نظر ګوري ، خپل خلک خپلې غوښې او هډونه بولي نو ځکه په هره ښادي او غم کې ځان ورسره شریک او ستړی احساسوي ، چې له دواړو اړخونو دغه مضبوط تړاو افغان ټولنه له پیړیو راهیسې سره اوبدلې ده ، چې اوس افغان ټولنه بې ملا او ملا بې مقتدیانو نه شي تصور کیدلای ځکه له یوه بله سره لازم او ملزوم دي .
څرنګه چې دیني عالمان زموږ دټولني مذهبي او ټولنیز لارښودونکي دي له همدې امله دټولنې ددیني او ملي اصالت دساتنې مسؤلیت هم ترډیره دوی ته راجع دی ، افغانان له هرډول وړې او لویې مسئلې سره دمخامخ کیدو په وخت خپل دکلي له ملاصاحب نه پوښتنه کوي ، او ملاصاحبان هم دا خپله دیني او ورسپارل شوي وراثتي وجیبه بولي چې خپل مقتدیان دهرې موضوع په اړه له اسلامي لارښوونو خبر کړي .
په وروستیو پیړیو کې چې بیلابیل ښکیلاکونه دپوځي او فکري یرغلونو له لارې دافغان اولس په تسخیرولو ونه توانیدل یولوی عامل یې په افغان ټولنه کې دملایانو اغیزمن رول او موقعیت دی ، ځکه پردي یرغلونه که هرڅومره په چلونو او تزویرونو سره ترسره شوي دي ، خو دافغان ټولنې ملایانو عام اولس دیرغلګرو له فریبو څخه خبر کړي او دیرغلونو په مقابل کې یې دفرض شوي وسلوال جهاد الهي فرمان ورته ابلاغ کړی دی .
دملایانو دهمدې کردار له امله نړیوال استعمارګر له ډیر پخوا څخه په دې هڅه کې دي چې څنګه به وکړای شي له افغان ټولنې څخه دا ( عقل فعال ) لري کړي ، ترڅو یې په ایل کولو او ښکیلولو وتوانیږي .
دختیځ سترګور اقبال لاهوري چې دلویديځوالو په فریبونو یې پوره سر خلاص وو په خپل یوه شعر کې دلویدیځ همدې ایډیا ته اشاره کوي ، دنوموړی په فکر لویدیخ لوی شیطان خپلو سیاسي زامنو او محلي شیطانانو ته فرمان صادر کړی چې .
افغانیو کي غیرت دین کا هې یه علاج
ملا کو ان کې کوه و دمن سې نکال دو
داستثمارګر شیطان په باور دافغانانو ددیني غیرت یوازینی علاج دادی چې ( افغان ملا ) ددوی له غرونو او هوارو وباسئ .
که څه هم چې ددیني طالب ، عالم او دپیغمر دوارث په وړاندې دانسي شیطانانو دښمني دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په دور کې درجیع او بئرمعونه له مهاله راپیل شوې ، چې دشیطان زامنو په نامردانه توګه دنبوي صفې لسګونه طالبان په شهادت ورسول ، خو په افغانستان کې ددې قشر په وړاندې دښمني له هغه مهاله پيل شوې چې کله دې هیواد ته دانګریز او نورو کفري یرغلګرو لاس راوږد شوی دی .
په نولسمه او شلمه پیړۍ کې چې افغانستان دروسي او انګریزي ښکیلاکونو ترمنځ دحائل ډبرې په دود مقاومت کاوو او دداوړو خواوو یرغلونه یې په شاه تمبول څنګه چې دافغانانو دمقاومت روح افغاني دیني ملایان وو ، نوځکه د دواړو خوانخوارو یرغلګرو سترګې ورته سرې وې ، شمالي او جنوبي دواړو یرغلګرواو ورسره منحرف افغاني ځیره خواران یې په دې هڅه کې وو چې څرنګه په افغاني ټولنه کې دملایانو خدای ورکړی حیثیت له منځه یوسي او دزهرجنو تبلیغاتو په توسط یې تحقیر کړي .
له همدې امله روسي پلوو په ځیني وتلیو افغان ملایانو دانګریز دجاسوسانو تور لګاوو او او انګریزانو به دروسانو اجنټان بلل ، په دې مابین کې ځینو نااهله افغان واکمنوچې دهمدې ملایانو په توره او میړانه دپاچاهۍ ترتخته رسیدلي وو هم دمؤمن خان په ښامار کې دچاړې دسرې کولو هوس کاوو ، او په بیلابیلو بهانو او تورونو یې ملایان توهینول ، وژل او دهیواد پریښودو ته اړ کول .
دبیلګې په توګه امان الله خان چې دغازي لقب ورته دشوربازار حضرت نورالمشایخ صاحب ورکړی وواو دارګ ارام خوبونه ده او دده اسلافو ته دانګریز ماتوونکو ملایانو لکه ملامشک عالم ، ملا عبدالرزاق اندړ ، دهډې ملاصاحب ، نورالمشایخ فضل عمر مجددي او نورو له برکته نصیب شوي وو ، دپغمان په جرګه کې یې همدغه نورالمشایخ صاحب او نور لسګونه علماء په پوره ناځوانۍ په داسې ټکو مخاطب کړل ( دا ټول ملي مصیبتونه دتاسو له لاسه دي ، تاسې ملایان چې له دووسانو ( العیاذبالله ) پرته نور څه نه یئ ، زه به هغه څه نافذوم چې زه یې غواړم ، زه به ستر ( حجاب ) پریښودل آن دبرچو په زور عملي کړم ، نه په غوړه مالي سره ، پوه شئ چې زه یو انقلابي پاچا یم ( دحسن کاکړ کتاب ، دامان الله واکمني ته نوې کتنه ۸۸ مخ )
داچې دملایانو په بدنامولو کې او له منځه وړلو کې انګریز او افغاني اجیران یې سره همغږي وو ، موږ کې د ملاعبدالله پاڅون په سمه توګه مطالعه کړو یوازې همدا حقیقت په لاس راکوي ، دمؤرخ بهادرشاه ظفر کاکاخیل په وینا دشهید ملاعبدالله دځپلو لپاره انګریز انو امان الله ته پنځه زره ټوپک ورکړي وو ، خوکله چې امان الله خان دوسلې په زور د ملاعبدالله په ماتولو کې پاته راغی نو انګریز بله حربه وکاروله چې هغه ددې ملا دبدنامولو او ټولنیز حیثیت دتخریب هڅه وه ، انګریزانو په دې لړ کې خپل دګندمک دمعاهد یعقوب خان دوینځي زوی عبدالکریم دملاعبدالله لښکر ته ولیږه ، او ورسره یې دامان الله خان په توسط تبلیغات شروع کړل ، چې ملا عبدالله هم دانګریز سړی دی ،ځکه چې عبدالکریم ورسره دی ، دغه راز دافغان مؤرخ حسن کاکړ له وینا معلومیږي چې دانګریز اصلي ځیره خوارو دشینوارو دپاڅون په مهال هم همداسې دروغجن تبلیغات کړي دي ، په داسې حال کې چې په شینوارو بم ورونکي دامان الله خان الوتکې انګریزي پیلوټانو چلولې ، خو امان الله پلوي لیکوالان دعوه لري چې دامان لله خان په ضد دشینوارو ملایان انګریز راپاڅولي وو .
له انګریز وروسته روسانو هم له یرغل وړاندې دا هڅه کوله چې دافغان ټولنې له منځه دا مقاومت کوونکي هسته له منځه یوسي ، دوی چې لومړی دملایانو دبدنامولو هڅې کولې لکه دکابل دیوه مسجد په ملامام پسې یې چې جوړه کړې وه چې ۴۰ کاله یې خلکو ته بې اودسه لمونځ ورکړی وو او په اصل کې انګریز وو، دغه راز کله چې ددوی لاسپوڅي قدرت ته ورسیدل نوله ټولو لومړی یې په دیني عالمانو پسې را واخیسته ، افغاني کمونیستانو او وروسته شورویانو دافغان اولس له منځه په لسګونو زره دیني علماء کرام ، مشایخ ، امامان او صوفیان ونیول او بیا یې په ډلییز ډول په شهادت ورسول .
اوس چې وار دامریکایانو دی نودوی هم په تیرو څو کلونو کې ثابته کړې ده ، چې دافغان اولس ددیني غیرت په ختمولو کې دشیطان لوړه فارموله ورته ترټولو مؤثره ښکاري ، دوی که له یوې خوا دافغان ملایانو دبندیانولو لپاره لوی لوی محبسونه جوړ کړي دي ، بله خوا هڅه کوي ، چې هر سپین پګړی او ددیني علم سره تړاو لرونکی په فزیکي ډول محوه کړي او یایې لږترلږه په ټولنه کې شته اثر او رسوخ له منځه یوسي .
په دې لړ کې که دوی له یوې خوا ددیني علماء کرامو او دیني طالبانو دشهادت ، زنداني کولو او مهاجرکولو لړۍ تعقیبوي له بلې خوا په ښاري سیمو کې په عملي ډول هڅه کوي چې دمساجدو په محرابونو کې دسوچه رښتینو علماء کرامو په ځای د اوقافو دوزارت له لارې نوي ډیزاین شوي ، پتلون کړي ، ږیرخریلي او دیموکرات ملانمایان ودروي .
همدا اوس دکابل ښار او ځینو نورو سترو ښارونو په مساجدو کې هغه پتلون کړي امامان لمونځونه ورکوي ، چې له هرې سجدې سره یې دمقتدیانو په وړاندې د ستر دماتیدو ویره وي .
په دې سربیره اوس په تبلیغاتي برخه کې هم داسې پروپاګنده روانه ده ، چې په ترڅ کې یې په منظم ډول هڅه کیږي ، ترڅو افغاني ملایان توهین او وټکول شي .
په دې پروپاګنده کې که لوی لاس دپخوانیو ملاځغلولو کمونیستانو دی ، مګر وروستي شواهد ښیي ، چې زموږ دجهاد او هجرت ځیني ناخلفه زامن هم په دې اشر کې ګډ دي ، د دوی له منځه که د ځینو بیوګرافي سړی مطالعه کړي ، اکثره یې یا خپله یو وخت ددیني علومو او قرانکریم زده کوونکي پاته شوي او یا ددرنو دیني علمي کورنیو څخه دي ، خو داچې ددیموکراسۍ په ډالري اشر کې دورګډیدو له امله یې خپلې سابقې ته شا کړې نو ځکه اوس الله تعالی په دې ستره ګناه دارتکاب په وسیله ترې انتقام اخلي . العیاذ بالله
یاکریم العفو ستار العیوب
انتقام ازمن مګیر اندر ذنوب
که د دیني علماء په ضد دپیل شوي دې څو کلن کمپاین عملي نتائجو ته راشو ، باید ووایو چې دا کمپاین سره له دې چې عالمګیراو خورا پراخ دی خو په عملي اړخ کې به شاید کومه لاسته راوړنه ونلري ، ځکه دنبوي ارشاداتو سره سم څرنګه چې دیني عالم په محمدي امت کې دپیغمبر ځا یناستی بلل شوی ، نو ترڅو پورې چې ددې دنیا او انسانانو شتون مقدر وي ترهغو به ضرور دیني رهنمایان هم ورسره وي ، ځکه الله تعالی خپل بندګان په مالایطاق باندې نه مأموروي او نه هیڅ قوم مکلف بولي ترڅو یې چې ورته خپل فرمان ددوی دفهم سره مطابق رسولی نه وي .
څرنګه چې ددې دنیا دپیداښت مقصود الهي ابتلا او امتحان ده ، نوځکه دقیامت ترقیام پورې ددانسانانو دمکلفیت په خاطر ددیني لارښوونکو وجود هم ضرور شمیرل کیږي .
داخو دعلماء کرامو دوجود په اړه دالهي تضمین خبره وه ، که راشو ددې تبلیغاتو ظاهري اثراتو ته ، که وګورو دا ډول تبلیغات تراوسه هیڅوک په پوره جرأت او ډانګ پېیلي شکل نه شي کولای ، ځکه دټولنې په منځ کې ددیني علماء حیثیت دومره لوړ او اساسي دی ، چې هیڅکله هم داسې ناوړه تبلیغات نه شي زغملی ، دبیلګې په توګه زموږ دکلي ، هوجرې او پیتاوي په مجلس کې هرڅوک کولی شي چې په استغراقي توګه کمونیستان ، نشنلستان او نورې فرقې ورټي ، مګر دملایانو په برخه کې هیڅوک دا جرأت نه شي کولای ، ځکه ددیني عالم په شخصیت تیری هر مسلمان په خپل دیني حریم تیری بولي ، په عامه لیکنو کې هم دنورو ډلو په خلاف تبلیغات په اصلي نومونو او په پوره ازادۍ سره کیږي ، خو هیڅ داسې افغان ما تراوسه نه ده لیدلی چې ددیني علماء کرامو په خلاف دي په خپل اصلي نوم تبلیغات کړي وي ، یادې یې دهغوی توهین کړی وي، که ځینو دا ډول جرأت کړی وي هم نو یا به یې له لندن څخه دا ډول توغندوی راتوغولی وي او یا دکوم بل بادار له غیږې ، چې په دې توګه به یې دتل لپاره په خپل ځان دخپل کلي او هدیرې دیدن حرام کړی وي .
دا جریان ښيی چې په افغاني ټولنه کې علماء کرام دتل په شان له خورا لوړ منزلت او قدر څخه برخمن دي او افغان ذهنیت هیڅکله په اړونده برخه کې دهغه منفي تاٍٍٍٍثر قبلولو ته چمتو نه ده ، دکوم لپاره چې ځیني ډالرخواره لیکوالان خپل قلمونه زمولوي ، لکه څنګه چې په تاریخي لحاظ ددیني علماء کرامو هردښمن د ( من عادا لي ولیا فقد اذنته بالحرب ) په مقتضا الله تعالی شرمولی ، نو ځکه دې اوسنیو ملا ضد جارچیانو ته هم یوازې دهمداسې انجام تمه کولای شو .
موږ باور لرو ( هغه څوک چې الله تعالی عزت ورکړی وي که چیرې ټوله دنیا دهغه په بې عزته کولو کې سره همکاره شي نو بې له ارادې دالله تعالی به یې بې عزته نه کړي او څوک چې الله تعالی بې عزته کړی وي که ټوله دنیا یې دعزتمن کولو هڅه وکړي هم نو دالله تعالی له ارادې پرته به عزت پیدا نه کړي )