پاکستاني چارواکي وايي د سند صوبې په مرکز کراچي ښار کي په بېلابېلو سيمو کي د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کي پنځه تنه وژل سوي.
چارواکي وايي چي لومړى ئې په يوه لوبغالي کي يو جسد چي سرځني پرې سوى ؤ موندلى، دوهم ناپېژاندو وسله والو چي پر موټر سايکل سپاره ول د لاندي ٨٩ په سيمه کي دوه تنه په ډزو ووژل ، دريم يو تن په کورنګي سيمه کي په ډزو ووژل سو چي پوليس ئې نوم سلطان ښيي او وايي چي د يوې سياسي ډلي غړى دئ خو د وژلو لامل ئې نه دئ څرګند، او بل تن د مهناس په سيمه کي د سودا کولو په وخت کي په ډزو وويشتل سو چي مړى ئې د پوليسو سره دئ .
پوليس وايي چي دوه تنه چي لاندي ٨٩ سيمه کي وژل سوي د برمته کولو وروسته وژل سوي .
چارواکي وايي چي دا بريدونه ټول سياسي دي او د سياسي پارټيو له لوري ترسره کېږي.
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم په ياده صوبه کي ناپېژاندو وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي ول او يو ئې ټپي کړى ؤ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه