محور نا دولتي ورځپاڼې د پاکستان استخباراتي کړۍ تورنې کړي، چې په افغانستان کې د پوهنې د بهیر د زیانمنولو هڅې کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان استخباراتي کړیو یاغي جنګیالیو ته امر کړی، چې په زده کوونکو او ښوونکو حملو ته زور ورکړي او د ښوونځیو د تړلو تاکتیک خپل کړي، ځکه د دغو کړیو په باور دا د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو د له منځه وړلو یوه ښه وسیله ده.
ورځپاڼې لیکلي، چې یوازې په جنوب کې دیارلس ډلې د ښوونځیو پر ضد د جګړې لپاره راغلي او په ارزګان، غزني او زابل کې قومي مخورو او ښوونکو ته د ټلیفونونو له لارې ګواښنه کیږي، چې ښوونځیو ته د تګ او د تړلو ښوونځو د پرانستلو هڅه دې نه کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د ښوونځیو په وړاندې دغه جګړه بیا په شمال کې د ډار د روحيې د خپرولو له لارې شدت مومي.
ورځپاڼې په پوهنې وزارت او عامو خلکو غږ کړې، چې ددغو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره دې هلې ځلې وکړي او د خپلو ماشومانو راتلونکې دې وژغوري.
ویسا خپلواکې ورځپآڼې بیا په یو مطلب کې د افغان دولت وسله والې مخالفې ډلې او په تیره بیا طالبان تورنې کړي، چې ښوونځي سوځوي او د پوهنې د ودې په وړاندې خنډونه جوړوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دوی په افغانستان کې په خپله واکمنۍ کې هم د ښوونځیو دروازې تړلې وې او نه يې غوښتل، چې افغان ماشومان د علم او پوهې له نعمته برخمن شي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دغو ډلو ته باید دا موقع ورنکړای شي، چې د اسلام له سپیڅلې نوم نه د خپلو ګټو لپاره کار واخلي او دا ځکه، چې د ښوونځیو سوځول نه په اسلام کې او نه هم په کوم بل مذهب کې روان ګڼل شوي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د کراچۍ په بندر کې د افغان ښوونځیو د کتابونو د بند پاتې کیدو په ستونزې بحث کړې.
ورځپاڼې وړاندې پدې اړه په کابل کې د ځینو زده کوونکو او د هغوی د کورنیو نظرونه راخستي، چې د پاکستان پدې اقدام يې سخت انتقاد کړې او هغه يې له افغان ماشومانو سره د دوی دښمني بللې.
ورځپاڼې لیکلي، چې ټاکل شوې وه، چې دا څلور میلیونه کتابونه د ناټو په اکمالاتي کاروانونو کې کابل ته راوړل شوې وې، خو د ناټو په یوه حمله کې د پاکستاني سرتیرو له وژنې وروسته د کراچۍ په بندر کې ایسار کړای شوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان لخوا دا کتابونه پداسې وخت کې ایسار کړای شوي، چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره لاس او ګران دي.
هیواد دولتي ورځپآڼې بیا ښوونځیو ته د ورپیښو امنیتي ګواښونو په اړه د افغانستان د عالمانو د شورا اعلامیه راخستی.
ورځپاڼې ددې اعلاميې په حواله لیکلي، چې د علم زده کړه په هر مسلمان نارینه او ښځینه فرض شوې او نیک بخته دي هغه خلک، چې د مسلمان اولاد ته د علم دروازې پرانیزي او دوی ته د زده کړې زمینه برابروي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې پدې اعلامیه کې هغه کسان بدبخته بلل شوي، چې د مسلمانانو د زده کړې په وړاندې خنډونه جوړوي او د جهالت تیاریو ته يې استوي