پاکستاني چارواکي وايي چي د دې هېواد په کراچي صوبه کي په دوو بېلابېلو ټوپک ډزو کي يو تن ووژل سو او يو بل ته ټپي سو.
د چارواکو په وينا چي لومړى يو کس د ګلستان د جوهر اړوند سيمي بټايي آباد کي ناپېژاندو وسله وال په ډزو و ويشت او بيا چي کله د درملني په موخه روغتون ته يوړل سو هلته ئې ساه ورکړه.
او دوهم کس هم د يادي سيمي اړوند په ډزوو وويشتل سو او ټپي سي او په اړه ئې پوليس وايي چي نوموړى اوس جوړ روغ دئ.
همدا ډول پوليس وايي چي د لياري په سيمه کي د يوه کس جسد موندل سوى چي په لاسونه ئې د برېښنا په تارو تړل سوي ول خو بل کم داسي نښه ئې نه لرله چي د نوموړي د وژل کېدو لامل دي په څرګند سي.
پوليس وايي چي پېښي تر پلټني لاندي دي او تر اوسه ئې په اړه کم تورن کس نه دئ نيولى.
په کراچي د ډېر وخت راهيسي دا ډول پېښي ترسره کېږي چي ډېرى وخت سياسي بڼه لري او د سياسي پاټيو له لوري سرته رسېږي.