ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې لړ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې رامنځ ته شوي بن بست ته کتنه کړې.
ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې دغه بن بست، چې د تیر یو کلن تماسونو وروسته رامنځ ته شوې د افغانستان د موجوده ستونزې د سوله ایز حل لپاره د بارک اوباما د ادارې هیلې هم کمرنګه کړي دي.
ورځپاڼه لیکي، چې د امریکا ولسمشر تیره اونۍ په کابل کې ویلي وو، چې سیاسي حل په افغانستان کې د ماموریت د بشپړولو او د جنګ د پای ته رسولو لپاره دده یوه له پنځو ستراتیژیو څخه ده او امریکا اوس هم له طالبانو سره په مستقیم تماس کې ده.
خو ورځپاڼې د اوباما د ادارې د جګپوړو مامورینو په حواله لیکي، چې د جنورۍ د میاشتې راهیسې یې له طالبانو سره تماسونه له منځه تللي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې په خبرو کې په پیدا شویو ستونزو بحث کړی.
ورځپاڼې د حزب اسلامي د مشر په حواله په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک په اعتراض کې یی له دولت سره د سولې خبرې ځنډولې دي.
ورځپاڼې د حکمتیار په حواله وړاندې لیکلي، چې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې د سولې خبرې بې ارزښته دي او که په هیواد کې یو بهرنې سرتیرې هم پاتې وي، دوی به یی په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
سرنوشت ددې حزب د یو چارواکي قریب الرحمن سعید په حواله لیکلي، تر هغو، چې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو دقیق مهال ویش اعلان نشي، نو دوی به له کابل سره خبرو ته حاضر نشي.
د ورځپاڼې په وینا حزب اسلامي له دولت سره د خبرو لپاره یو اساسي شرط دا وړاندې کړې وو، چې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه وځي.
خو محور نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک سند او د بهرنیو ځواکونو حضور د ایران او پاکستان د لاس وهنو د مخنیوي لپاره مهم دي.
د ورځپاڼې په وینا له کله راهیسې، چې دا سند لاسلیک شوې دا دواړه هیوادونه وارخطا دي او ان تر دې، چې د ایران سفیر د سنا د مجلس له مشره وغوښتل، چې دا سند باید تایید نه کړي.
خو ورځپاڼې د ایران د سفیر ددغه غیر ډیپلوماټیک اقدام په وړاندې د ملي شورا د غړو غبرګون ستایلې او لیکلي، چې دوی باید تل د هیواد پالنې په روحیه د دا ډول اقداماتو په وړاندې چلند وکړي.
د ورځپاڼې سپارښتنه هم دا ده، چې وکیلان باید د ستراتیژیک سند په اړه یوازې د خپلو ملي ګټو په رڼا کې چلند وکړي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې ټاکل شوې، ولسي جرګه د یکشنبې په ورځ د ستراتیژیک سند په اړه خپل بحث پیل کړي.
ورځپاڼې د ولسي جرګې د دویم منشي په حواله لیکلي، چې زیاته هیله موجوده ده، چې دا سند ژر تصویب شي.
هیواد دولتي ورخپاڼې په خپله تبصره کې له سترو صنعتي هیوادونو سره د ستراتیژیکو تړونونو لاسلیکول یوه لویه غوښتنه بللې او لیکلي، چې د لویی دودیزې جرګې د سپارښتنو له مخې دا ډول تړونه رامنځ ته کیږي.
ورځپاڼې له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې خورا مهمې بللې او لیکلي، چې له دې سره به افغانستان له ټولو بهرنیو ګواښونو خوندي وي.