پېښور:د مومندو یوتن مخور او قومي مشر ملک دلاور خان مومند پرون ماښام د پيښور په اشنغرۍ سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو له خوا ووژل شو.وسله والو پر نوموړي خپل کور ته نژدې د خلکو له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې ډزې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.پولیس وايي، نوموړی د ماښام تر لمانځه وروسته دخپل کور پر لور روان و، چې دوو تنو موټرسايکل سپرو ورباندې برید وکړ.د نوموړي نژدې خپل او د پيښور د رسنیو مرکز مرستیال حضرت خان مومند رسنيو ته وویل، چې ملک دلاور خان له هیچا سره شخصي دښمني نه دلوده او دوی نه پوهیږي چې دا کار به چا کړی وي 🙁 دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده، البته د دولت وسله والو مخالفینو څه موده وړاندې د مومندو ټولو مشرانو ته خبرداری ورکړی و، چې دولتي ادارو یا پوليټيکلۍ ته دې تګ راتګ او دولت سره همکاري نه کوی.خو ملک دلاور خان به د قومي لانجو او کشالو د اواري په لړ کې نه یواځې سیمې بلکې دولتي ادارو ته هم ورته، خو بیا هم نشو ویلی چې چا به وژل وی )ملک دلاور خان د مومندو قبایلي سیمې د بایزو تحصیل یا ولسوالۍ د جړوبي درې اوسیدونکی او د عیسی خیلو مشر اوملک و. هغه له تیرو څو کلونو راهیسې په پيښور کې اوسیده خو د قومي کشالو او جرګو لپاره به يې خپلې سیمې ته تګ راتګ کاوه.د بایزو قامي امن لښکر مشر ملک سلطان له رسنيو سره په خبرو کې دا پيښه په ښاري او قبایلي سیمو کې د پښتنو د سر سړیو او مخورو د له منځه وړلو د لړۍ یوه کړۍ وبلله او د ملک دلاور خان وژنه يې د سیمې لپاره یو ستر زیان وباله :(دا لوبه چې پيل شوې بې له شکه پښتانه يې ډير وځپل، قومي ارزښتونو ته يې نه جبرانیدونکي زیانونه اړولی.له ډيرو نامتو او باتجربه مشرانو نه يې محروم کړو او لا هم دا لړۍ روانه ده، په حقیقت کې دا د پښتنو پرضد لوبه ده او هڅه کیږي، څو پښتانه نور هم خوار و زار کړي.زه یوارې بیا پر پښتنو غږ کوم، چې سره یو موټی شي او په اتحاد او یوالي سره د دښمن شومې هڅې شنډې کړی)اتیا کلن ملک دلاور خان ته له پلار ه د قوم مشرۍ ورپاتې وه، هغه د خدايي خدمتګار تحریک د مشر خان عبدالغفار خان له نژدې ملګرو څخه و.نوموړی یو کال وړاندې له پيښوره تښتول شوی و خو تر یوې میاشتې وروسته بیرته خوشې شو.که څه هم ددغې پيښې د مسوولینو په باب ډير څه نه دي ویل شوي، خو هغه مهال ویل کیدل چې تښتوونکیو د پيسو په بدل کې خوشې کړ.امنيتي مسوولین وايي، د ملک دلاور خان قاتلین په تیښته بريالي شوي، خو پولیس يې د نیونې په لټه کې دي.په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې د مومندو په ګډون نژدې په ټولو قبایلي سیمو کې یو زیات شمير قومي مشران وژل شوي، تښتول شوي او یا هم له سیمې کډه شوي.که څه هم سخت دریزو وسله والو د ځينو مشرانو د وژنې مسوولیت منلی خو ډیری نور بیا په مرموز ډول په نښه شوي.د نورو ډیرو مشرانو پشان د ملک دلاور خان د وژنې مسوولیت چاپر غاړه نه دی اخیستی او نه يې کورنۍ پر چا دعوه کړې.