کور / تازه خبرونه / د افغان مهاجرو په اړه نړۍ والي ورځپاڼي

د افغان مهاجرو په اړه نړۍ والي ورځپاڼي

انګلستان چاپ انډپنډنت ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې له جګړې څخه د طالبانو د ګوښه کېدو او د هغوي د مشرانو ترمنځ د بیلتون په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یي لیکې:

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن او په کابل کې د متحده ایالاتو سفېر راین کراکر وایي، طالبان له جګړو څخه ځانونه ګوښه کوي او د مشرانو ترمنځ یي اختلاف هم پیدا شوي دي.

د ډاډ دا اروزنه په شیکاګو کې د ناتو له مشریزې غونډې څخه یوازې یوه اوونۍ وړاندې کیږي.

د ناتو په دې غونډې کې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په یوه کاري پروګرام او له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان لپاره د ملاتړ د یوه سیستم په رامنځ ته کولو بحثونه وشي.

ورځپاڼه لیکي:

د جان ایلن او کراکر دا ارزونه د امریکا د کانګرس د سنا او استازو د مجسلونو د استخباراتي کمیټو د هیئت له څرګندونو سره چې په دې وروستیو کې یي افغانستان ته سفر کړی و، توپیر لري.

د کانګرس استازو د یکشنبې په ورځ ویلي و، طالبان لا هم د افغانستان پر یوې برخې واکمن دي او په داسې دریځ کې دي چې په راتلونکي کې ممکن یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسیږي.

خو جنرال ایلن او سفیر کراکر وایي، واقعي خطر هغه مهال رامنځ ته کیږي چې نړېواله ټولنه د افغانستان امنیتي ځواکونو او نورو بنسټیېزو ارګانونو ته مالي مرستې بندې کړي.

جنرال ایلن وایي، د طالبانو زیات شمېر کسان یا لیکې د سولې ملاتړ کوي او دا ځکه دوي ویني چې مشران یي په پاکستان کې ارام او امن ژوند نه لري او دا په داسې حال کې ده، چې دوي په جګړو کې ښکیل دي او وژل کیږي.

انډپنډنټ ورځپاڼه په کابل کې د امریکا د سفېر راین کراکر له خولې لیکي:

له یوې خوا باید د افغان امنیتي ځواکونو شمېر زیات وساتل شي او دا ځکه چې له وخته مخکې د امنیتي ځواکونو کمښت به لاسته راغلې پرمختګونه له منځه یوسي.

له بلې خوا، په افغانستان کې پانګونې باید پیاوړې شي تر څو ټول ډاډمن شي چې افغانان په خپل وطن کې د امنیت ټینګولو توان لري.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د ایران د لاس وهنو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:

ایران ویلي، که د افغانستان ملي شوری د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ تړون تصویب کړي، دوي به په ایران کې دېره افغان کډوال وباسي.

د افغانستان د مهاجرینو د چارو د وزارت په وینا، دا مهال په ایران کې شاوخوا یو میلون افغان ګډوال ژوند کوي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، ایران او پاکستان دواړه له افغان مهاجرو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلې