وزيرستان:د افغانستان له پولو سره نژدې د شمالي وزيرستان د قبايلي سيمې يو شمېر قومي مشران پېښور ته ورغلي او د امريکا د بي پيلوټه الوتکو د گوزارونو پر ضد يې احتجاج کړى.دوى ادعا لري چې د دغو گوازرونو ډېرى قربانيان ولسي وگړي دي.خو امريکايي چارواکي د بي پيلوټه الوتکو گوزارونه د پاکستان په قبايلي سيمو کې د اورپکو په وړاندې په مبارزه کې ترټولو اغيزمنه وسله بولي.اسلام آباد هم د پاکستان په قبايلي سيمو کې د امريکا د بي پيلوټه الوتکو له گوزارونو سره بيا بيا مخالفت کړى او ويلي دي چې د ترهگرۍ پر ضد جگړې ته يې له گټې تاوان ډېر دى.خو امريکايي چارواکي وايي دغو گوزارونو کې يې په قبايلي سيمو کې ميشت هغه اورپکي په نښه کړي دي چې په افغانستان کې پر ناټو او افغان ځواکونو بريدونه کوي.