کور / هراړخیز / دعبدالکریم دوفاداري میرمنې ایثار ،اخلاص اومینه دستایلووړده

دعبدالکریم دوفاداري میرمنې ایثار ،اخلاص اومینه دستایلووړده

عبدالکریم چي زماله نیږدي دوستانوڅخه دي ، دکندهارولایت دښاراوسیدونکی شاوخوا درویشت کلن ځوان دي ، دډيري شتمني کورنۍ سره تړاو لري ، چې له ډیرې مودې راهیسي په کراچي کي اوسیږي ، کوریې هم همالته دي او دی خپله دکراچي ښارپه آشیانه مارکیټ دښځینه کپړو یوه پلورنځۍ لري ، اوښه یې  نام خدا کارورباندی جوړدي .
څه موده مخکې سخت ناروغ شوچې دواړه بډوګي یې له فعالیت ځخه ولویدل . چې بیاله درملني وروسته ورته بیرته الله تعالي شفا ورکړه او خپل کار وبار اونوی ژوندیې پیل کړي .
څوورځې وړاندې کراچي کې دنوموړي کورته ورغلم چي دناروغي احوال یې واخلم اوځان ورسره په غم کې شریک وګڼم .
عبدالکریم چې لومړي یې دالله تعالي دخصوصي رحم اوکرم څوځله حمدونه وویل اوډيرشکرګزاره وه چې بیایې له سره نوي ژوندورکړ ، نوترڅنګ یې دخپلې میرمني دځانګړي اونه هیریدونکي احسان اولورونې په بیانولوسره یودم سترګي له اوښکوډکې شوي چې دیوګړي لپاره یې خبري هم  په ساندو اوسلګیوکې سکوت شوي . وروسته یې خپله کسه داسي راته پیل کړه .
کله چې سخت په عذاب شوم وروڼومې دتداوي لپاره دکراچي مشهورروغتون (اغاخان ) ته بوتلم هلته بسترشوم ټیسټونه  او الټراساونډمي وشوچې بدبختانه دټيسټونه پایله مې ډیره بده اوویرونکي راغله .
دډاکټرانو له لوري راته وویل شول چې بډوګي دې دواړه ناکاره شوي دي ، اونوردفعالیت توان نه لري که تاسي ځان ته کوم بل بډوګی پیداکولای شي او داسي څوک وي چې دې ستري قرباني ته تیارشي اودځان له دوو بډوګوځخه یوتاسي ته درکي نودژوندچانس موشته که ونشي نوپوه شه چې دغه دې دژوند وروستي شیبي دي .
خومتاسفانه چې په دومره ستره کورنۍ کې په دومره ډيرووروڼو خویندو ،خپلوانو اودوستانوکې هیڅ یوداسي څوک ونه موندل شوچې دې کارته تیارشي اوټولوپه یوه نه بله بهانه ځانونه خلاصول . اونه هم دهرڅومره زیاتوپیسودورکولوپه بدل کې چې په قیمت یې واخلوپیداشوه . چې بالاخره مې خپله ناواده میرمن  چې دتره لورمي هم ده له جریانه خبره شوه اودې قربانې ته یې ځان چمتوکړ.
که څه هم میرمن مې له سخت کورنې فشارسره مخ شوه دموراوپلار لخوا ورته وویل شول چې ته بیاڅوک یې اوله کومې خواورته ناسته یې دهغه وروڼه خویندې خپلوان اوټوله کورنۍ کې دومره سړي پیدانشوچې بډوګي ورکړي په داسی حال کې چې ترهرچادهغوي دویني ګروف ښه ورسره برابریداي شي . اوته بیاپه دومره سپین سترګي سره تیاره شوی  دهغه دژوند اومرګ هیڅ درک نه دي مالوم ، هغه که مړشي نوهم به ستابډوګی ضایع شي اوهم به هغه له دنیاتللي وي بیانوتاته څوک په ښه درځي اوبیادیوه بډوګي له کبله څوک تیاریږی چې له تاسره واده وکړي کراره  کښینه روغه ورځ ځان ته مه بدوه .
خومیر میرمیرمني مي ( دلته یوځل بیاپه ژړاشو ) ویلي وو، چې که یې بډوګی ونه ایستل شي اوخاوند (ماته ) ورنه کړل شي نودزهروپیاله به پرغاړه واړوي اوترمیړه به ځان  له مخه وګورته ورسوي .
نو دلوردزهرو څښلوله ویرې یې موراوپلارهم تیارشول اوخپله لورزمامیرمن یې روغتوته راوستله چې نیک بختانه له ټیسټونووروسته مودویني ګروف هم سره برابرشو له هغې یې بډوګي وایستي اوماته یې را پیوندکړ. چې دادي الحمدالله   ، الله ته دې په لکونوشکروي زه هم جوړشوم اومیرمن مي هم ژوندي دي چې داراتلونکي میاشت مو واده دي .
دعبدالکریم دخبرواودهغه دسختي ناروغي  دکیسي له اوریدلووروسته مې هغه ته دصحت اوژوندمبارکی وویله اوهغه ته مې وویل چې باید دخپلې میرمنې ددې لوې احسان قدراودرناوي ترمرګه هیرنه کړي اونه هم بایدله نوروخپلوانوځخه کرکه اونفرت وکړي کوموچې تاته دبډوګي له درکولوځخه انکارکړی دي . الله نوي ژونددرنصیب کړبایدښه په خوښحالي له تعصب اوکرکې ځخه پاک یې تیرکړي اوترینه خوندواخلي .
له عبدالکریم ځخه مي رخصت واخست خوپه ټوله لاره کې چې له هغه څخه روان شوم او دورځې په ټول جریان کې مې قصه له یاده و نه وتله  ، یوخوپه دې زیات خوښ وم چې ملګري مې الله تعالي له مرګونې ناروغي ځخه روغ کړي دي اوبل دهغه دمیرمني دومره عظیم ایثار، وفا اومینې ته حیران پاتې وم  . اوپه زړه کې مې څوځله وهغې ته آفرین ووایه اودښه ژونددعامې ورته وکړه ..
په همدغه کشمکش کې راباندې ورځ تیره شوه ، ماښام شو، شپې ته چې دیوبل ملګري کورکې دعوت شوي وم همالته ولاړم ترډوډۍ  وړاندې مې هغوملګروته چې له ماسره یوځاي بلل شوي وو هم ټوله کسه وکړه ، هغوي هم دعبدالکریم دمیرمني نیکي اوایثارته حیران پاتې وو، اوټولو ورته دعاوي کولي چې الله پاک دې دواړو ښځې اومیړه ته هوسااوله خوښیوډک ژوند ورنصیب کړي .
داخودعبدالکریم اودهغه دوفادارې اوپه غم شریکې میرمني کیسه وه چې ټوله له وفا، اخلاص اومینې څخه ډکه وه .
خومتاسفانه چې له ډوډۍ خوړلو وروسته له یوې بلې داسي کیسي خبرشوم چې ټوله شپه یې خوب ته پرې نه ښودلم .
دکیسې ایکټران که څه هم هماغه دوه کسه میړه اوماینه وو خوداستان یې داځل بیل وو .
په کیسه کې داځل دمینې پرځای کرکه وه ، دایثار پرځاي ظلم وو،او دوفاپرځاي جفاوه .
کمیپیوټرمې خلاص کړی دفیس پرپاڼه مې یوداسي پوسټ ولیدي چي ډیریې غمجن اوخفه کړم .
کسه زما یوملګري څه داسي لیکلي وه .
(نن ماښام خبر شوم چې زموږ په ليرو خپلوانو کې يوه نفر څو مياشتې مخکې خپلې مېرمنې ته خبردارى ورکړى و، چې که يې دا ځل هم لور وزېږوله، نو به د تل لپاره خپل هر ډول اړيکي ورسره پرې کړي او بل واده به وکړي! … مېرمنې بېچارګۍ يې دا ټوله موده په دعاوو تېره کړه، چې زوى يې وزېږي، خو د تقدير فيصله دا وه چې دا ځل هم لور وزېږېده! … اوس نژدې يوه نيمه مياشت کېږي، چې خاوند نه له خپلې مېرمنې سره خبرې کړې دي، نه يې د روغتيا څه پوښتنه کړې او نه يې هم خپله کوچنۍ لور حتى يو ځل ليدلې او په غېږ کې اخيستې ده! په دې موده کې يې مېرمن هم څو ځله سخته ناروغه شوې ده، خو ډاکټر ته يې نه ده بېولې! … اوس يې مور او خوېندي بله ښځه ورغواړي، کېداى شي څه وخت وروسته يې واده وي!!!)
بدبختانه چې دوروستي ظلم داستان اودې ته ورته په زرګونوله غم ویر او اوښکونه ډک داستانونه زمونږپه پښتنوکې موجوددي اوهره ورځ په یوه نه بله بڼه راڅرګندیږي .
هغه پښتون چې ځان ورته ترهرچاښه مسلمان ، غیرت مند اوپرشریعت برابرښکاري ، دومره له اسلام غیرت اوشریعت ځخه لیري کارونه کوي چې په کړنویې بشریت شرمیږي .
ایادادیوپښتون لپاره غیرت دي چې میرمن یې دمرګ پربسترپرته وې اودې په دې بهانه ورباندې علاج نه کوي چې ولې یې زوي نه دې زیږولي .په داسي حال کې چې دلور اوزوي په زیږولوکې دښځې هیڅ خوښه اواختیارهم نه چلیږي اوهرڅه دتقدیر په خوښه اوپریکړه سره کیږي . نوبیاولې دغه ناپوه احمق له اسلام اوشریعت ځخه ناخبره میړه  له خپلې میرمن ځخه دلورپرځاي دزوي غوښتنه کوي .
ډیره دشرم اوپیغورخبره ده داسي میړونه ته خوتروخت وړاندي مرګ په کاردي .
یوه ښځه چې دمیرمنې په صفت دومره سترې قربانۍ ته ځان تیارولي شي، دمیړه ژوندورته ترخپل ژوندګران اومهم وي خپل ژوندخاوندته ډالۍ کولای شي ، خوبرعکس بیاهمدغه یونارینه دمیړه په صفت ددومره سترجهل انتهاکوي اویوه داسي غوښتنه له میرمنې ځخه کوي چې په هغه کې یې دمیرمن هیڅ خوښه او واک هم نه وي .
اوبیادغوښتنې دنه پوره کیدوپه صورت کې له میرمنې سره هررنګه اړیکې شلوي اوټولې هغه نارواوې کوي چې په وس یې پوره . وي .اوپه دې ټولونارواوو کې میړه یواځې نه وې ، بلکې دحوصله افزایې لپاره یې ورسره مورپلار اوکورنۍ هم مله وي .
تاسي داغیرت بولي ؟ اياداپښتونولې دي ؟ داسلام مبارک دین اودهغه روښانه تعلیمات مونږ ته داسي درس  راکوي؟ .
متاسفانه چې ځینې پښتانه لااوس هم دجاهلیت ددور له تورو تیاروځخه نه دې وتلي اوس هم هغه کړنې اوناروا اعمال ترسره کوي کومې چې تراسلام وړاندې دجاهلیت په دورکې رائج  ول.
هغه لورچې دبشریت  سترلارښود زمونږ خواږه پیغمبر ورته نیکي اورحمت ویلي دي، اوس هم ورنه په ځينی کورنیوکې کرکه کیږي .
دخواږه نبي چې له خپلو لورانواوبی بی ګانو سره څومره مینه وه اوله هغوي سره په څومره ښه اخلاقو ژوندتیراوه په نړي کې یې مثال اونمونه نشي موندل کیدلاي ، هغه په ګڼوحدیثونوکې خپل امت ته له میرمنوسره دنیک اوښه چلند له لوڼوسره دترحم اومهرباني تاکیدکړي دي .
نبي کریم (ص) هغوخلګوته دجنت زیري ورکړي دي څوک چې دخپلولوڼو اوخویندوپه شفقت اوترحم سره پرورش کوي .
دمیړه اوپلارپه صفت سره دمیرمنې اوبچوساتنه اوکفالت په اسلام کې  پرنارینه واجب ګرزول شوي دي .
دمسلم شریف حدیث دي چې له عبدالله ابن عمر (ض) څخه رانقل شوي دي .
واي رسول الله (ص) وفرمایل ټوله دنیاسرمایه ده اوددنیاغوره سرمایه بیانیکه ښځه دي .
یوبل حدیث کې دبشریت سترلارښود خپل امت ته لارښونه کوي فرمایې ،
مسلمان خاوند دې له خپلې مسلمانې میرمنې سره کرکه نه ساتي که دهغې یوبدعادت ورته مالوم هم وي نوبل ښه عادت به یې خاماخا خوښ وي . (مسلم)
وګوري دبشریت سترلارښود نارینه ووته دخپلومیرمنودراضي ، قانع  اوخوښ ساتلولپاره څومره غوره نسخه فرمایلي ده .
په تاسي کې غوره هغه څوک دي کوم چې له خپلومیرمنوسره ښه سلوک کوي .(ترمیذي )
دحجة الوداع په مشهوره خطبه کې دبشریت لارښودفرمایې .
اي خلګو دښځوپه باره کې دنیکي اوښیګڼې وصیت درته کوم ،تاسي زمادغه وصیت قبول کړي بې شکه چې دمیرمنوپرتاسي حق دي ،تاسي دهغوي په مړولواوهغوي ته په جامه اغوستلوکې نیکي غوره کړي .(ابن ماجه )
دبشریت دسترلارښودپه حضورکې یوکس حاضرشو او وې پوښتل چې آی دالله رسوله دمیرمنې پرمیړه کوم حق دي ؟
دبشریت لارښود وفرمایل څه چې خپله یې خوري په میرمن یې هم خوره اوکوم چې خپله اغوندي میرمنې ته یې هم وراغونده مه هغې ته پرمخ څپیړه ورکوه اومه ورته بدرد وایه اومه  له کوره سوا هغه دسزا په غرض له ځانه جداکوه (ابن ماجه )
نوراځې چې نوردجهل له تورو تیاروځخه ځانونه وباسو. داسلام دمقدس دین احکاموته په ریښتونې توګه غاړه کیږدو اوله اسلامي تعلیماتوځخه ځان خبرکړو .
هغه چې زمونږ خواږه نبي دمیرمنوپه باره کې فرمایلي دي پوره عمل ورباندي وکړو. دهغوي له زورولوکړولو ځخه نورلاس واخلو هغوي هم زمونږپه څیردانسانیت یومهم اواړین جزدي . نه ښایې چې هغوي یوازي دجنسی غریزي داشباع لپاره وکاروو اویاهم یوازي داولاد دزیږولوماشین ترینه جوړکړو .
له داسي یوچاسره دپلار مور ،ورور ، زوي اوخپلوان په صفت  په ظلم کې مل نشوچې هغه په ډاګه له اسلامي اصولوسره په ټکرکې وي اوکوښښ وکړوچې هغه هم له ظلم اوجبر څخه دعدل اوانصاف لاري ته راوبولو.
د روغتيا څه پوښتنه کړې او نه يې هم خپله کوچنۍ لور حتى يو ځل ليدلې او په غېږ کې اخيستې ده! په دې موده کې يې مېرمن هم څو ځله سخته ناروغه شوې ده، خو ډاکټر ته يې نه ده بېولې! … اوس يې مور او خوېندي بله ښځه ورغواړي، کېداى شي څه وخت وروسته يې واده وي!!!