پېښور: د کوزې پښتونخوا ملتپاله سياستوال او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړى افضل خان لالا غواړي د افغانستان د روانې ستونزې په اړه په پېښور کې دوه ورځنۍ ملي جرګه جوړه کړي.افضل خان لالا رسنيو ته ويلې ، چې دا ملي جرګه د ده په نوښت او مشرۍ ترسره کېږي او په جوړولو کې يو شمېر نور ملتپاله پښتانه مشران هم ورسره مرسته کوي.هغه زياته کړه، چې دا دوه ورځنۍ ملي جرګه به د پېښور په نشترهال کې د روان لمريز کال د غبرګولي په اتمه او نهمه چې د٢٠١٢ ميلادي کال دمۍ دمياشتې له ٢٩مې او ٣٠ مې سره سمون خوري په سه شنبې او چارشنبې جوړه شي.نوموړيوويل: ((د دوو زبر ځواکونو جګړه ولې د افغانانو خاورې ته راوړل شوه او اوسيې مخنيوى څه ډول په کار دى؟)) د دغې دوه ورځنۍ جرګې موضوع ده د نوموړي په وينا، په دې ملي جرګه کې د ډيورنډ د پولې د دواړو غاړو لرې او برېپښتونخوا ملي مشران، مخور او د نظر خاوندان برخه اخلي دغه راز هغه زياته کړه، چې له افغانستان او پاکستان پرته په نورو هېوادونو کې مېشتوپښتنو مخورو ته هم په دې دوه ورځنۍ جرگه کې د ګډون بلنه ورکول کېږي افضل خان وايي، چې د امريکا او پخواني شوروي ترمنځ سوړ جنګ له کلونو کلونو روانو او هر يوه يې کوښښ کاوه چې يو بل را وپرځوي، خو دوى دغه سوړ جنګ افغانستان ته وغځاوه، دلته شوروي اتحاد ماتې وخوړه او امريکا زبرځواک شو.خوهغه زياتوي، چې جګړه د شوروي او امريکا وه، خو مړه او خوار په کې افغانان شول، تر درېيو ميليونو زيات ووژل شول، ميليونونه نور ټپيان، بې کوره اوکډوال شول.افضل خان لالا وايي، دوى ته په کار نه وه، چې دا جګړه يې د افغان او پښتنو خاورو ته راوړې واى، دوى بايد دا جګړه په خپلو سيمو کې کړې واى.هغه زياتوي، اوس افغان پوهانو، روڼ اندو، مخورو، قومي مشرانو،سياستوالو او مذهبي مشرانو ته په کار ده چې يو له بل سره کښېني او د دې شخړې د هوارۍ لپاره لارې چارې ولټوي.هغه وايي، چې په همدې موخه يې د دې دوه ورځنۍ قومي جرګې جوړولو تابيا کړې او هيله يې څرګنده کړه، چې دوى به د دې شخړې د هوارۍ لپاره يوه لاره پيدا کړي.نوموړي زياته کړه: ((دا چې دا يوهافغاني ملي جرګه ده، نو د يوه افغان سپين ږيري په توګه غواړم د دې مشريوکړم، نه د يوه سياسي مشر په توګه؛ نو ځکه له ټولو پښتنو مشرانو څخه غواړمچې په دې جرګه کې ګډون وکړي او دا بريالۍ کړي.))
د پښتون / افغان قامي جرګي بلنلیک
عزتمنده …
د ۲۰۱۲ م کال د مئ په ۲۹ مه او ۳۰ مه نېټه دسهار په لس بجودپېښور په نشتر هال کې د دوه ورځنۍ قامي (ملي) جرګي د جوړولو تابيا شوی ده.
جرګه به په دوه ټکو خبري کوی
۱ ـ په دونیا کې دوه سوپر پاور ؤ ،چی یوئی شوروی USSR اوبل امریکا USA ؤ، یو یو غورځاوه او بل بل. شوروی USSR وغورځید او امریکا USA سوپریم پاور شو.
باید چې داکوشتي او کبړي د هغوۍ په خاوره شوی وائی ، پښتانه /افغانان نه سوپر پاور ؤ اونه د سوپر پاور دعویدار ؤ.
داکوشتي او کبړي دافغانانو په خاوره ولی وشوه چی تر اوسه پوری د دیرش لکه افغانانو وینه توی شوه؟ .
۲ ـ دا وینه خو روانه ده، ددې مخ نیوی به اوس څنګه کیږی؟ .
له تاسی څخه په درناوی هیله کیږی چی پدی قامي جرګه کې له مونږ سره ګډون وکړئ.
ستاسي د شرکت په برکت به دا جرګه په حقیقت کې قامي جرګه شی.
په درناوی
ستاسی ورور محمدافضل خان
Date: 29th and 30th May 2012 at 10 am Nashter Hall, Peshawar
اړيکي :
Contact Number: Mohammad Afzal Khan
(Swat):0092 946 795333 Mobile: 00923459524333
E-mail:pashtoonkhwa@gmail.com E-mail: asifalikhan@engineer.com
Eng. Asifali Khan : 00923335214054, M.S. Gerdeawal: 00491799892913 Nasir Stori: 00491635606732
یادونه : خپلی لیکني د ایمیل له لاری هم رالیږلی شئ