دغزني ولایت داندړو ولسوال عبدالرحیم دیسیوال تیره ورځ له یوه وسلوال کمین نه روغ رمټ ووت، نوموړي ته تیره ورځ په دوو بجو دغزني داندړو په سړک کمین نیول شوی وو، خو هغه بچ شو، دا ډول په همدی کمین کې دیوه خصوصي امنیتي شرکت کارکوونکي هم له برید لاندی راغلل، وسلوال ددغه امنیتي شرکت ګاډی په راکټ وویشت دوه یې پکې ووژل او پنځه نور یې ټپيان کړل دا خبره داندړو ولسوال عبدالرحیم دیسیوال لر او بر ویبپآڼې ته وکړه، ښاغلي دیسیوال ادعا وکړه چې دوی هم بیا له وسلوالو سره نښته وکړه او له امله یې د وسلوالو دری تنه ووژل او پنځه نور یې نیولي.
دغزني داندړو ولسوالي چې پخوا دطالبانو تر سختې ولکې لاندی وه اوس مهال له دولسوال په هڅو امنیتي وضعه پکې خورا ښه شوی، ښاغلی عبدالرحیم دیسیوال یو فرهنګپال ولسوال هم دی هغه په اندړو کې یوه راډیو هم لري چې دشولګرې په نوم یادیږي او ترڅنګ یې یوه اوونیزه هم چلوي.