زماخوله زما ژبه امریکایانو نه کړه بنده . دکرزي فاسدي اوغلامي اداري دهررنګه شکنجواوتعذیبونه سره سره دلوړ امتیازاتو په منلوسره ، حتی دلوړي چوکي په راکولوسره نه کړه بنده .
د پاکستان دبدنامه اداري آی ایس آی ځناورانو هم دخپل ټول وس نه په کاراخستلوسره ونه توانیده چي دسکوت روژه راباندي ونیسي .
هه ، عجیبه خلق دي والله . چي داولي داسي دي ، اودادچاله خواورته ویل کیږي دومره بي غیرتي ، دومره ډار او ویره ؟
استاد په ډيره تونده اوله غوسي نه ډکه لهجه خبري کولي .
خومانور په دي موخه چي ځان پوي کړم چي کسه څه دي ولي یې نوموړي دومره په غوسه کړي دي .
په خبروکي ورولویدم تري نه ومي پوښتل چي څه خبره دي دروند استاد چي دومره یې په غوسه کړي یې ؟
استاد ویل یاره ته هم پرداسي وخت راغلي چي همدا اوس تازه تازه زه له یوبل راغلی سره له لفظي شخړی اوزګار شوم . هغه هم مرور ولاړ اوزما یې هم ماغذه راته وخوړل .
ترتاوړاندي امیرخان متقي په دي نیت راغلي وو چي دبي غیرتي درس راکړي . خولي ته مي قلف و لګوي . او نور زه د آی ایس آی دوحشیانوپه بدي کي باید طالبانو اوعامو مسلمانواوافغانانوته خبري ونه کړم ،
که یې وکړم نوبیابه دهغوي لخوا اسیراویاهم ترور کړل شم اوهم به ده ښاغلي ته زما له لاسه ستونزي ور پېښي شي .
ده غوښتل چي زه باید دامریکایانو ، ناټو او دکرزي داداري پرضدکاروکړم نه دپاکستان او آي ايس آي .
خپله خو دآي ایس آي اوصلیبانو له ویري یوه خبره هم نشي کولاي په داسي حال کې چي دفرهنګي چارومسول هم دي . اوتراوسه خداي خبرپه کومه غاره کې پټ وو داپنځه شپګ کاله یې چانوم نه وو اوریدلي اوس چي یوڅه ارامي شوه ، سختي شپي ورځی تیري شوي ، هرڅه جوړ تیارشو، نودلالاپرګټلي يي قاچوغه راوخسته اوخه په مزه مزه یې څټلوته ناست دي .
دده داخیال دي چي استادهسي نه بیاخپل زوړ مسولیت فرهنګي کمیسون رانه واخلي اوزمابستره په شاکډه په سرشي ، خوخبر نه دي چي مااوحکیمی صیب په زندان کې لاپریکړه کړي وه . چي که خداي ازاد کړو نوربه دغه دبوډیو اوبوډاګانوکارنه کوو ، اوسم به دنرانوغوندي راکټ اوپیکاوي غاړی ته اچوو دکنړ اونورستان په غرونوکې به مخامخ امریکایې ټانګان په نښه کوو ،
په فرهنګي کارکي خوتش شیراوي او دعاوي دي ، چي داکار دډيرو بې وسواوکمزوروخلګوکاردي ، دلته استاد له یوي وړي مسکاسره په خبروکې ورو ورو عادي حالت ته راوګرزیدي .
دادهغه وخت خبره دي چې استادیاسر تازه دیوې تبادلي په لړکې دکابل له پلچرخي زندان ځخه دڅلوروتنو نور ملګروسره هریوه لکه دطالبانو دهماغه وخت ویاند حکیمي صیب دشهیدملادادالله اخند ورور ملابخت محمد منصور اودطالبانودیوه بل تکړه قومندان حافظ حمدالله (چی اوس شهیدشوي دي ) دي راخلاص شوی وو اوزه یې دلیدلواوستړي مشي لپاره کورته ورغلي وم .
استادیاسرچي د قوي ایمان ، کلکې اوسپیڅلي عقیدي ، دصمیمي اوپخي ارادي دګرمي جهادي جذبي او ولولي په مقدسوصفاتوسرشاره پردی وطن ، استقلال اواسلامي نظام مین یوتکړه واعظ اومبارز دي .
تل يې داسلام او وطن لپاره قربانی ورکړي ده اودبې شمیره جهادي خدمتونو ویاړیې په برخه دي .
دسنګر اوممبر دغه نومیالی اتل چي یوځل مخکي دآی ایس دځناورانو لخوا ونیول شواوبیاد څومیاشتوسختو شکنجواوعذابونه وروسته یې دکرزي اداري ته وسپاري . چي بیاوروسته دیوبهرني جاسوس دخوشي کولوپه تبادله کې دشهیدملادادالله اخندپه امردڅونوروملګروسرتبادله او ازاد شو.
خو ازادي ته یې هغه وخت بیرته داسارت کړۍ وشرنګیدي چي نوموړي یوځل بیا په قبایلي سیموکي دمجاهدینو په فکري روزنه اوجهادي تربیه لاس پوري کړ.
استاد نیږدي دري کاله مخکي یوځل بیا دپاکستاني څارګري اداري لخوا ونیول شو. چي له څو ورځو راهیسي یې داسي اوازی وي چي نوموړي ګواکي د آی ایس آی دځناورو قاتلانو لخواپه شهادت رسیدلي دي .
که څه هم تراوسه خودنوموړي دشهادت خبره په کره شواهدونه دی ثابته شوی ، البته دطالبانولخوا په پروني اعلامیه کې چي په کې یې له پاکستان څخه داستادیاسر دژوند اومرګ په هکله توضیحات غوښتي وو خبره څه ناڅه دشک له غباره ایستلي دي .اوداسي ښکاري چي حتمابه څه وي .
داستادیاسر ګناه داوه چي دپاکستان وغیراسلامي کارونه ته یې هم ګوته نیوله ، هغه دکرزي فاسده اداره اودپاکستان غلام اومزدور حکومت له امریکانوسره په همکاري کي په یوه تول تلل .
هغه که دکرزي دفاسدي او دامریکایانو په زور اوخوښه جوړه شوي اداري سره وسلواله مبارزه جهادبلله نودپاکستان فاسد منافق اودامریکایانوسره په مرسته کې ترهرچامخکي دولت یې ورسره په جرم کې شریک ګاڼه .
دآی ایس آي دالومړي جنایت نه دی چي دیوطالب مشرپه شهادت کې راڅرګندشو.
هغوي دطالبانو لومړي مشر اودملامحمد عمراخند مرستیال ملاعبیدالله آخند هم له څوکالوسختو شکنجو اوجسماني اذیتونووروسته په شهادت ورساه .
هغوي دطالبانو یوبل مهم سیاسی مشر ملاآغاجان معتصم هم په ګولیوسوري کړ . خوداچي تقدیر کې لا دژوند څوشپي ورځي پاتي وي مړنشو.
هغوي دطالبانویوبل ډيرمهم مشردملاعبیدالله آخند ځای ناستی اودملامحمدعمرآخند مرستیال ملابرادر آخند هم تراوسه په خپل بندکې ساتلي دي چي ژربه دهغه دشهادت خبره هم واوریدل شي .
ددي ټولوترڅنګ نورهم سلګونه دلوړي اوټیټي کچي قومندانان دآي ایس آي په تورو اوکرغیړنو زندانونوکې دناملوم برخليک سره په تورو اوتتو تیارو کې پراته دي .
آی ایس آي که داستادیاسر، ملاعبیدالله ، ملابرادر اوملااغاجان معتصم په ترور ، وژلواوبندله یوي خوا له داسي کسانوڅخه ځان خلاص کړ . چي ددوي په سترګوکي به یې سترګي ښخولي ، ددوی هری ړندي پریکړي ته به یې په بلي صیب سرنه خوځاوه .
نوبل لوري ته یې هغه کسانوته چي دم درهاله دطالبانو دقیادت ، کنټرول اوانسجام چاري پرمخ وړي هم پیغام ورکړي ، چي بایدزمونږله اوامرو سرغړونه ونه کړي ، ګنی انجام به مو ددوي په څیر وي .
دطالبانو لپاره په کاردي چي دځان غم وخوري ځان ته یوه بله لاره ولټوي ، داي ایس آی له ولکي اوکنټرول ځخه ځان بهرکړي .
په طالبانوکي اوس هم ډيرمخلص ځيرک اومدبر مشران شته هغوي بایدنورپر پاکستان بهروسه ونه کړي .
ګني یوپه بل پسي به دوي هم داستادیاسر اوملاعبیدالله آخندپه برخلیک اخته شي .
خان محمد امید
شمشتومهاجرپنډغالي