دهلمندولايت په سنګين ولسوالۍ كې يوې چاودني يوپوليس وواژه اوبل يي ټپي كړ .
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وويل چې چاودنه په داسي حال كې وشوه چې پوليس په ګزمه بوخت وه .
هغه وويل چې په چاودنه كې دپوليسو ګاډى هم په بشپړتوګه ويجاړشويدي .
دوسله والو طالبانو يوتن وياندقاري يوسف احمدي وايي چې دماين په چاودنه كې په سنګين كې دترانسپورت درياست مدير وژل شويدي .
هغه وويل چې ماين دطالبانو لخوا دهغه په دفتركې ځاي پرځاي شوي ؤ .
خودهلمنددترانسپورت رئيس حاجي عبدالغفور توخي وويل چې چاودنه ددوي دفترته نژدې شوې خو ددوي كاركونكو ته پكي كوم زيان نه دي اوښتي .
سنګين دهلمندپه شمال كې يوه دنارامو ولسواليو څخه ده .
كه څه هم افغان چارواكو په څوځله له وسله والو طالبانو څخه ددغه ولسوالۍ دبشپړه نيولو خبروركړي خوبياهم په دغه سيمه كې دوسله والو طالبانو بريدونو پاى نه دي موندلي .