کور / هراړخیز / د کاپیسا ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د کاپیسا ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د کاپیسا ولایت د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې څخه دی چې جنوب ختیځ ته یې د لغمان ولایت، لویدیځ ته یې د پروان او کابل ولایتونه، او شمال ته یې د پنجشیر ولایت موقعیت لري.
 
د کاپيسا ولایت چې د هېواد دویمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 400,000 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د محمود راقي ښار دی او په مرکز سربیره 6 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له تګاب، نجراب، حصه اول، کوه بند، حصه دوم او اله سای څخه عبارت دي.
 
د کاپیسا په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
 
 
 
 
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د  کاپيسا  په ولايت كې په ټولیزه توګه 230 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 208 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 15 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 2 بابه دارالعلوم، 11 بابه دیني مدرسې، 2 بابه دارالحفاظونه)  4 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې ، 3 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.
 
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 128,863 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 2,727 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  12,442 تنه د سواد د زده كړې په 495 بابه كورسونو كې د 497  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د کاپيسا په ولايت كې د 5,618,265 امريكايي ډالرو په ارزښت 63 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 37 پروژې بشپړې شوې او 26 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د کاپيسا ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 4,141 تنه وو چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د کاپيسا په ولایت کې، د نا امنیو زیاتوالی، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تشکیل کموالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…