په هلمندولايت كې نن ديو لړ مراسمو په ترڅ كې دميرمنو لپاره يوپارك پرانيستل شو .
دغه پارك په اته جريبه مځكه كې دامريكا دمتحده ايالاتود پنځه نوي زره امريكايي ډالره مالي لګښت جوړ شوي دي .
دلښكرګاه ښاروال حاجي غلام محى الدين وويل چې دغه پارك جوړيدو چاري په شپږو مياشتو كې بشپړي شوې .
هغه وويل چې په پام كې لري چې دميرمنو لپاره نور نفريحي ځايونه هم جوړكړي .
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دپارك دپرانيستلو په مراسمو كې وويل چې دولت وميرمنوته ځانګړې پاملرنه كوي .
هغه وميرمنو ته په خپله ويناكې وويل (( تاسو جګړو ځپلي ياست موږ په هڅه كوو چې ستاسو لپاره دتفريح اسانتياوي برابري كړو ))
دهلمنددښځو دچارو ريسې ميرمن فوزيي علومي ددغه پارك په جوړيدو خوښي وښودل .
هغې وويل (( له دې وړاندي ميرمنو هيڅ تفريحي اسانتياوي نه لرې دوي به هميشه په خپل كوركې ناستي وې