کور / تازه خبرونه / ١٢ پاکستاني سرتيري په وزيرستان کې وژل شوي

١٢ پاکستاني سرتيري په وزيرستان کې وژل شوي

وزيرستان :د پاکستاني چارواکو په وينا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د دوو سرتيرو د مړو تر موندلو وروسته د امنيتي سرتيرو د مړو شمير اوس ۱۲ ته جګ شوى دى.د ځايې چارواکو په وينا وسلوالو د دوو سرتيرو مړي په يوې ستنې پورې ځړولي و.د سرتيرو مړي تيره ورځ د امنيتي سرتيرو په ګزمه تر بريد وروسته ترلاسه شول.
وسلوالو تيره ورځ د شمالي وزیرستان په مرکز ميران شاه کې په يوه قافله بريد کړى و چې په ترڅ کې يې نهه سرتيري وژل شوي او تر ۱۰ زيات نور ټپيان شوي دي.امنيتي سرتيرو په ځوابي ډزو کې د ۲۰ نه زياتو وسلوالو د ټپي کېدو ادعا هم کړې وه.امنيتي سرتيري د وسلوالو د دوو مرکزونو د له منځه وړلو ادعا هم کوي.د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د امنيتي سرتيرو قافله د ميران شاه نه دته خيلو ته په لاره وه چې د وسلوالو د بريد ښکار شوه.د پيښې ټپيان په سمدستي توګه د ميران شاه پوځي روغتون ته ليږدول شوي دي.
وسلوالو په ميران شاه کې په يوه پوسته هم د سپکو او درنو وسلو بريد کړى.يو توغندی چې پر يوه جومات پريوتی وو، څلور لمونځغاړي ووژل او ۱۰ يې ټپيان کړل.د پاکستاني چارواکو په وينا په امين نومه پوسته به اکثره د يوۀ نژدي باغ نه بريدونه کېدل نو سرتيري مجبوره شول چې د باغ د ديوالونو او ورسره نژدې د وسلوالو مرکزونه له منځه يوسي.
چارواکي زياتوي چې سرتيرو باغ ته په رسيدو سره د وسلوالو د درنو ډزو سره مخامخ شول.
امنيتي سرتيرو د مرستې لپاره چورلکې هم را وغوښتلې چې چارواکي وايي وسلوالو پرې توغندي وورول.
د امنيتي سرتيرو او وسلوالو له دې نښتې وروسته په سيمه کې ګرځبنديز ولګول شو او سرتيرو په سيمه کې د تلاشي عمل تيز کړ.امريکا هم په پاکستاني پوځ په شمالي وزيريستان کې د پوځي عملياتو لپاره فشار زيات کړی، خو د پاکستان حکومت ويلي چې دغه عمليات به د چا د فشار لاندې نه کوي بلکې د عملياتو د پيل لپاره به لومړی خپل وسايل په پام کې نيسي.امريکا دا تور هم لګوي چې په شمالي وزيرستان کې د حقاني په مشرۍ وسلواله ډله فعاله ده او ډير کله له پولې هاخوا په افغانستان کې بريدونه کوي.شمالي وزيرستان د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د حکومت پلوي طالبانو مرکز ګڼل کېږي.د حافظ ګل بهادر او حکومت ترمنځ د اوربند تړونونه هم لاسليک شوي چې د کارپوهان په وينا تازه نښتو اوس دغه تړونونه له خطر سره مخ کړي دي.