کور / تازه خبرونه / طالبان : په پکتيکا کي ډليز بريد پيل سو

طالبان : په پکتيکا کي ډليز بريد پيل سو

وسله والو طالبانو خبر ورکړ چي نن ورځ ئې د پکتيکا ولايت پر ولايت مقام او د دې ولايت پر ملي امنيت ډليز بريد کړى چي تر اوسه دوام لري.
د وسله والو طالبانو په وينا چي بريد ئې نن د ځانمرګو بريد کوونکو په وسيله چي په سپکو او درنو وسلو سمبال دي نن ماښام تر لمانځه وروسته کړى.
وسله وال طالبان په بريد کي حکومتي لور ته د ځاني او مالي زيان خبره کوي خو بشپړه شمېره ئې نه ده په ډاګه کړې.