کور / تازه خبرونه / اداري فساد د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات کړی

اداري فساد د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات کړی

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې له اداري فساد سره په تړاو کې د حکومتي چارواکو پر ضد وروستیو اقداماتو ته په اشارې لیکلي، چې له دې اقداماتو داسې ښکاري، چې حکومت هم ممکن پس له دې د فساد پر ضد مبارزه جدي کړي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم له ډیره وخته په حکومتي کړیو کې د فساد د موجودیت په اړه شکایتونه کیدل، خو دا لومړې ځل دی، چې د کابینې کوم وزیر په څرګند ډول په فساد تورنیږي او د حکومت یو شمیر مامورین نیول کیږي.

ورځپاڼې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د حکومت د جدي کیدو یو دلیل دا ښودلې، چې د بن په دویم کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو لپاره یو اساسي شرط همدا ایښی و.

ورځپاڼې لیکلي، چې یوازې همدومره نه بلکې هغه ټول چارواکي محاکمې ته راښکل شي، چې د میلیونو ډالرو اختلاس یې کړې او د هیواد د کونډو او یتیمانو پیسې یې خوړلې دي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا اداري فساد په هیواد کې د ټولو ستونزو زیږنده بللې او لیکلي، دې پدیدې نه یوازې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیات کړی، بلکه د موجوده نظام د مشروعیت په اړه یی هم پوښتنې راپورته کړي دي.

ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې په حکومتي کړیو کې د فساد د پراخییدو ځینو لاملونو ته هم کتنه کړې او لیکلي، چې له مفسده حکومتي چارواکو څخه د مشرانو ملاتړ هغه څه دي، چې پدې برخه کې یی پراخې ستونزې درولې دي.

ورځپاڼې دغه حالت ته په پام سره سپارښتنه کړې، چې د افغان دولت ټولې ادارې او چارواکي باید د اداري فساد پر ضد په مبارزه کې د لویی څارنوالۍ له وروستیو اقداماتو ملاتړ وکړي.

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د ځمکو د غصب مسئله راخستې او لیکلي، چې پدې اړه د ولسي جرګې د کمسیون لخوا پراخې څیړنې روانې دي.

ورځپاڼې وړاندې د ولسي جرګې د یو غړي په حواله لیکلي، چې دوی به د ځمکو د غصب په اړه د خپلو څیړنو له بشپړولو وروسته پدې کې د ښکیلو کسانو د نوملړ خپور کړي.

خو ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د ولسي جرګې کمسیون تراوسه پورې د ځمکو د غصب په اړه د موجوده ستونزو په هواري کې پاتې راغلې او ندې توانیدلې، چې پدې اړه له اړونده چارواکو نه پوښتنه وکړي.

د ورځپاڼې په وینا ددې کار یو اساسي علت دا دې، چې ډیره کله خپله ځینې وکیلان هم پدې ډول غیر قانوني کارونو تورنیږي.