کور / ترخې خبري / د خوست استناف څارنوالۍ پر مسولينو نيوکه

د خوست استناف څارنوالۍ پر مسولينو نيوکه

خوست : داستناف څارنوالۍ مسؤلين په خپلو دندو کې پاتې راغلي:
د خوست ولايتي شورا غړي او يو شمېر ښاريان د دغه ولایت د استناف څارنوالۍ د کړنو څخه رضایت نه لري، او وايي چې تر اوسه د استناف څارنوالۍ مسؤلين د عامه وګړو ستونزې نشي حلولی دوی وايي داستناف څارنوالۍ څارنوال او د ځينو نورو اړوند څارنوالانو لخواء يې کارونه ځنډول کېږي، نيازولي چې د استناف څارنوالۍ ته یې د خپل ورور د دوسيې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره راغلی وه وايي: زما پر ورور تراوسه کوم جرم نه دی ثابت شوی حو سره له دې چې د بې ګناهۍ پوره شواهد موجود دي خو بيا یې هم د دوسیې ورق نه اړول کېږي.
د ولايتي شورا وکيله او د دغه شورا منشي آغلې زهره جلال هم په استناف څارنوالۍ نیوکه کوي او وايي چې موږ ته ډېری مراجعين د همدغه څارنوالۍ څحه شکايات کوي، آغلې جلال وايي: تراوسه په سلګونو داسې کسانوموږ ته مراجعه کړې چې د حپل خپلوانو او يا کليوالو د بې ثبوتۍ پوره شواهد لري خو بیا یې هم کارونه د څو پیسو په مقابل کې ځنډول کېږي.
په خوست کې د استناف څارنوالۍ څخه په داسې حال کې شکايتونه کېږي، چې اونۍ وړاندې په دغه ولایت کې د عدلي او قضايي ارګانونو د پياوړتيا لپاره درې ورځنی سيمنار دایر شوی وه، چې د مرکز په شمول د ټولو ولسواليو څارنوالانو او قضايانوپکې ګډون درلود.