معتصم اغاجان چي دخورا سیاسي بصیرت اوشه استعداد درلودنکي دي ، جرات منددلاوره اوډیردروندسړي دي ، تحمل برداشت نه ختمیدونکي اونه ستړي کیدونکي کاري انرجي یې څونورلازمي صفات دي، دمشرملاصیب له ډيرو باوري اونیږدي کسانوځخه دي یووخت چي کله په افغانستان کې داسلامي امارت ولکه وه نونوموړي ومشرملاصیب ته ترهرچانیږدي اودباور وړسړي وو . په هماغه وخت له دي سره چي دافغانستان دمالي وزیر وو دمشرملاصیب دخاص اوځانګړی هیت مشری یي هم پرغاړه وه کوم چي دملاصیب په نیابت به یې کارکاوي .
خوچي کله اسلامي امارت ړنګ شو پرځاي یې دامریکایې غوبل اووحشت په بمونوکي داستعماردجنګي الوتکو ترړندوبمبارونواوسایه لاندي دکرزي په مشري کي یوه بي وسه اوبی سیکه لاسپوڅي اداره فعاله شوه . اسلامي امارت سقوط وکړدطالبانوقیادت تیت پرک شو. خومعتصم له لومړيو کسانوڅخه وو چي امریکایانوته یې ماتي ونه منله دغرب پرمخ تللي ټکنالوجي اونظامي زور وارخطانه کړ، اوسمدلاسه راولاړشو، دوسلوالی چریکي مبارزي په هوډ یې په خپلوملګرو کي دنوي روح اونوي جذبې درواستلو هڅې پیل کړي . نوموړی په خپلوملګروپسي کورپه کور کوڅه په کوڅه وګرزيدي ترڅویې سره راغونډکړي او دامریکایې اشغال پرضدیې په ګډه وسلواله مبارزه پیل کړي . نوموړی ددي ترڅنګ چي دخوراقایدانه صلاحیتونو څښتن دي الله تعالي په ډيره ښکلي اوجاذبه قیافه هم نازولي دي . دخبرواغیزاو اندازیې نوموړی موفق کړي ووچی دډيروخلګوزړونوته لارومومي اوتراغیزلاندي یې وساتي . نوموړي چي به کله هم دخپل ورسپارل شوي مسولیت ترلیکه او واک لاندي له کوم چاسره لیدل نوحتمابه یې پایله مثبته وه .
دتیرو اتوکلونو په موده کې چې نوموړی دمالي چارومسول وو دخپل اخلاص اونه ستړي کیدونکوهڅوپه مټ یې خورا اوزشته ډيری پیسي دجهادی عملیاتو لپاره راټولي کړي، همدا دده دبسپنوبرکت وو چې وسلواله مبارزه یې ترډيره بریده ګړندي ساتلي وه . داچي نوموړي دطالبانوله سقوط وروسته دطالبانوپه تمویل اوتنظیم کي کلیدی رول ترسره کړ نودمشرملاصیب هم ورباندي باور اواعتمادنورهم پوخ شواو ددي ترڅنګ چي دمالي چارومسول ، د عالي شورا غړي وو یوبل دریم مسولیت هم ور له غاړي کړ چې هغه دسیاسي چارو مشري وه . په سیاسي کمیسون کې نوموړي په ډيره لږوخت خورا ډيري اوستري سیاسي لاسته راوړني ودرلودلي . اودانن چې کومه دقطر کیسه روانه ده اوځیني خلګ یې خورا اغیزمنه اولویه بریابولي داهم ویل کيږي چي دنوموړي ستړیاوواوسیاسی هڅوپه کې لومړي مقام حاصل کړي وو . اودانوبیابیله خبره دي چي دده سیاسي اړیکي اوګړنديو هڅو کومي چې نوموړي دخپل ورسپارل شوي واک اومسولیت له مخي په مخه کړي وي اوس دځینوخلګوله خوا جرم بلل کیږي اودځینونوروسیاسي ملګروهغه بیابریااولاسته راوړنه بولي .
مطبوعاتي اوفرهنګي خدمتونه یې هم له هیچاڅخه پټ نه دي ، ددي ترڅنګ چي نوموړي دنړيوال صحافت په کچه یوه ډیره قوي اوموثره میاشتني عربي مجله چي دالصمود په نوم وه چاپوله ورسره ورسره یې په هماغه وخت کې دالصمود په نوم ویب پاڼه اوسټوډیوهم درلوده . دی خبر وواوپه دي اهمیت خوراښه پوهیدي چې مطبوعات دیوه جهادي حرکت لپاره څومره موثراوګټوردي ، نوځکه خویي دافغانستان په ټولوولایاتوکې خورا موثر مطبوعاتي نيټ ورک جوړکړي وو چې دهغه له لاري یې وکولای شول چې په افغانستان کې نیږدي دډيرو جهادی محاذونه جهادي عملیات په مستقیم ډول عکاسي کړي اونشرته یې وسپاري، اوپه دي سره یې ترډيره بریده نړیوال دافغانستان له زمیني حقایقوځخه خبرساتلي وو . پر اشغالګرودکامیابه وسلواله حملو، پرهغوي دطالبانودانفجاراتو اودهغوي په اورونوکې لولپه جسدونه یې امریکایې اولس اونړیوالو په خپلوسترګو ولیدل اودامریکایانوهغه دعوه چې ویل به یې مونږته په افغانستان کې هیڅ تلفات نه رسیږي دروغ ثابته کړه . له زده کړي اوښونځیوسره خویې مینه تردومره کچي وه چې اکثره وختونه به یې پرهمدغه موضوع له ملګروسره خبره ترلاس اوګریوانه رسوله .
خومتاسفانه چي دنوموړي سیاسي سرعت مطبوعاتي ذوق اوګرمه جهادي جذبه نوموړي ته نیک فال ثابت نشو. او ورو ورو یې دنوموړي په زوال اوسقوط کې کاري رول ولوباوه .
زه نه پوهیږم چي ولي اوڅنګه په هغه اغاجان پوري کوم چي تراوسه پوري
امریکایانو اودهغوي ایتلافیانوته تربل هرچازیات مطلوب اود سر درد وو نن ورپسي دهغوی ددوست خبري کیږي ؟
هغه معتصم چي تل به یې دخپلو بندي ملګرو دبچیانوکفالت پرځان فرض ګاڼه هغوي ته به یې دخپلوبچوپه سترګه کتل ولي ېي نن ځیني کسان په ورکه خوشحالیږي؟
هغه معتصم چې هروخت بي دیتیمانو اوښکي پاکولي ، دخپلوشهیدوملګرو له کورنيواوپسماندګانوسره به یې په هرغم کي ځان شریک ګاڼه ولي یې دکور دورانولواودبچیانودیتیمولو هڅه کیږي ؟
هغه معتصم چي دټول افغانستان دمجاهدینوپه زړونوکې یې خاص ځای درلودي ، د هری دلګي اودلګي مشر محاذ اومحاذمشر دهیلو اوامیدونو یوبل چراغ وو . ولي نن هغوي ته په بې وفا ورپیږندل کیږي او ولي دهغوي په غوږونه کې ورته دنفرت سورناوي وهل کیږي .
هغه معتصم چي طالبانوته یې ډیره قوي اوپیاوړي مطبوعاتي سنګرجوړکړ ي وو، ولي له هماغه سنګرڅخه ورباندي دشک ډزي کیږي ؟
هغه معتصم چې دطالبانو لپاره یې داغیزناک سیاسي حضوراوشناخت نه ستړي کیدونکي هڅي وکړي چي ترډيره حده بریالي هم شوي ، ولي ورپسي دسیاسي منحرف ډول وهل کیږي ؟
نوموړي خوپه ښکاره هیڅ کوم داسي عمل نه دي کړي چي دپورته ټکو سبب دي وګرزي . هغه خو اوس هم په ډاګه وایې چې زه طالب وم طالب یم اوطالب به پاتې یم اودطالب په لغت خوتاسي خبریاست چې په نړیوال قاموس کې کومه معنالري .
هغه ته چي کله دمشرملاصیب له خوا وویل شول چي نور دسیاسي چارومسول نه یې ټولوولیدل چې څومره یې په مینه دخپل امیر فرمان ته لبیک ووایه اوله ټولوکاروپه ارامه کیناست ، هر رنګه فشارونه یې پرځان قبول کړل خودملاصیب له فرمانه یې سرغړونه ونه کړه ، حتی دمرګ تربریده په ګولیوسوري سوري شوخوبیاهم اماده نشوچي دملاصیب اوتحریک په خلاف کوم اقدام ترسره کړي .
اونه خوهم ملاصیب نوموړي له تحریک ځخه شړلي دي ، اګرچه ځیني مسولیتونه به یې له نوموړي ځخه اخستي وي اونوروته به یې سپارلي وي لکه چي داسي کارونه هروخت اوهرچیري په هرحکومت اوهرتنظیم کي ترسره کیږي . نوهغه خو تراوسه هم په عالي شوراکي غړي پاتي دي ، دهغه عضویت خوله عالي شوراځخه نه دي لیري کړل شوي .
پورته څوټکوته حیران دریان پاتي یم اوهیڅ نتیجي ته نه یم رسیدلي چي ولي داسي کیږي اونوموړي ته دکوم جرم سزاورکول کیږي . خویوناپامه راسره یوبل فکرپیداکیږي چي هسی نه ددي ټولوترشاخوبه دکوم اغیارلاس نه وي ؟ ایاداسي خوبه نه وي پیښه چي دښمن دي دخپلوشومواهدافو دترسره کولوپه موخه دبې شمیره چالونواوفریبونوترڅنګ یونوي چال هم جوړکړي وي ؟ هغوي خوبه ددي منصوبه نه وي جوړه کړي چي یویوموکړي اوبیاموپه خپلومنځونوکي یوپربل سره بدګمانه کړي اوپه اخیرکی موپه نمبرسره یوپه بل پسي ترستونی تیرکړي ؟ لکه چي نړیوال تاریخ اوحقایقوثابته کړي ده چي همدغه لوبه ترټولوموثره اوکاري ده .
ایامونږته به داغوره نه وي چي داستعماردغه شوم هدف ته په مخ کې سپرشواوپلي کولوته يې پرینږدو ، خپل اغاجان موپه خپله سینه پوري کلک ونیسواویوځل بیاهغه اعتماداوباور ورباندي وکړو کوم چي مودمشرلخوانیږدي شل کاله پرنوموړي شوي وو.
اغاجان دکار سړي دي داغاجان ماضي پرغیرت وفا اوجرات شاهده ده .بایدملګري ترینه په هرډګرکې موثرکارواخلي .
او اغاجان ته هم یوه خبره ورپه زړه کوم کومه چي نوموړي څوکاله وړاندي زماددي خبري په جواب کې کړي وه .
ماورته ویل په تاسي پسي خلګ خبري کوي چي ځان ته دبیلي جهادي ډلي دجوړولوپه لټه کي یاست .
اوتاسي په خنداخنداکي لومړي دپورته خبري تردیدوکړ اوله شخصي تعصب ځخه زیږدلي خبره مو وبلله ، او وروسته مووویل چي دملاصیب ترقیادت اوامارت لاندي چي څومره عزت اوحیثیت خداي ماته رانصیب کړي دي . که دټولونړي پاچاهي ماته ورسیږي هم به دومره خوندپه کي ونه وینم . تاسي ماته په سوالیه انداز له کتلوسره سم وویل چي دملاصیب ترامارت لاندي ماته دهررنګه خدمت زمینه برابره دي ، هم مي په کې ایمان اواسلام خوندي دي ، اوهم مي داسلام د ډيرمهم رکن اوفرض جهادلپاره ژوندوقف دي ، نوڅنګه به زه دداسي یوعمل دکولوپه لټه کې شم ، چي په هغه کې دي داهیڅ نه وي ؟ ایاداسي کاربه کوم پاګل یالیوني وکړي؟ زماپه فکرخوداسي کول دلیونوکاردي . ملاصیب ماته تل دقدر په سترګه کتلي دي پرمایې ترحدزیات باور اواعتمادکړي دي . زه یې تل دامیر په صفت منم ترقیادت لاندي یې کارکول دځان لپاره ویاړګڼم.
نواوس هم محترم اغاجان صیب اګرچه دانقري ښاربه دکندهاراوهلمندترښارونه ډيرپرمخ تللي وي دارام ژوندهرسهولت به په کې موجودوي ، هیڅ ویره به وجودنه لري نه به جنګونه وي نه دچاپوخبري ، نه به زندان وي نه دشکنجوخبري . دعبدالله ګل اوطیب اردګان انډيوالي کي به رښتیاهم ډيرسکون وي نه به درسره څوک نفرت لري نه کرکه، نه به درپسي څوک بدي خبري کوي اونه هم بهتان اوتخریب ، ټول به دي ډيرقدرکوي ټوله ترکیه به درته مینه مینه وي یقیناچي ته به یې داحسان پوروړي یې ، ولي هغوی په ډیره سخته ورځ اوتنګوشرایطوکي تاته په خپله حجره کي ځاي درکړ اوستاپرسوري سوري اوزخمي زخمي بدن یې دمرهم پټي ولګولي .
خوعزتمنده داټول اوهرڅه چي تاته رسیږي اوستانصیب شوي دي دمشرملاصیب دانډیوالي له برکته دي . داهرڅه دهغوجهادي خدمتونواوستړياووثمره ده کومي چاتاسي دملاصیب ترقیادت لاندي دتیرو نیږدي شلوکلونوپه شاوخواکي کړي دي .
څومره به ښه وي اوستاسي اودټولوطالبانواواسلامي نظام دقایمولوپه حق کي به څومره غوره وي ، چي اوس هم دتیرپه څیرثابت قدمه پاتي شي . هرڅه چي دهرچالخوا درسره شوي وي دجهاداواسلام ، دشهیدانو، بندیانواوزخمي شوي ملګروپه خاطریې په هیرشمیرکړي . اویوځل بیادزخمي زمري په څیردجهاد اومبارزي ډګرته راوړاندي شي اوله خپلوملګروسره اوږه پراوږه دنړیوال استعمارپه وړاندي ترهغوپوري مردانه واره مقابله وکړي ترڅوچي یاخودشهادت لوړمقام ته رسیدلي نه یاست اویاهم دغه بدمخي یرغلګر له سیاسي . میداني اوفرهنګي ډګرونوځخه شرمیدلي تښتیدلي نه وي . چي دغه عمل به مو د دنیااواخرت دنیکمرغي سبب وی اوهم به له سیاسي اوتاریخي تیر وتني اورسوایي ځخه خوندي پاتي یاست .
لیکوال مولوی مطیع الله غزنوي