کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتو ژبه او پوهاند زيار ( د امين الله دريځ ليکنه )

پښتو ژبه او پوهاند زيار ( د امين الله دريځ ليکنه )

 
 


ددې ليكنې په درشل كې دا څرګندونه راته بېځايه ونه برېښېده كه وويل شي، چې د نړۍ ټولې ژبې د نړيوالې كولتوري ودانۍ د جوړښت ارزښتمن توكي دي. په هره يوه كې د انسانانو د اندونو، هيلو او غوښتنو جاجونه نغښتي؛  هره يوه د زرګونو كلونو هاند و هڅو پايله ده او هره يوه، يوه ټاكلې ډله انسانان سره نښلوي. هغوى، چې له انسانانو سره مينه لري، ارزښتونو ته به يې په درنه سترګه ګوري. هره ژبه د يوې ټاكلې انساني ډلې لپاره په ځانګړې توګه او موږ ټولو ته په ټوليز ډول يو مانيز ارزښت دى. موږ ددغه راز ارزښتونو بې له دې، چې بريدونه يې په پام كې ونيسو؛ درناوى كوو او له پاللو، ودې او پياوړتيا سره يې مينه لرو. هر كولتوري ارزښت د يوه ګرانبيه غمي غوندې د ساتلو وړ دى، هغوى، چې دغو غميو ته له پوهنيزې كړكۍ ګوري، په ماتېدا يا وركېدا يې اندېښمنېږي او خواشينېږي.


  ددې تر څنګ، موږ ژبه يواځې او يواځې د ټولنيزو اړيكيو د لوښي په توګه له پوهنيز پلوه د كتلو و څېړلو وړ ګڼو او د هر هغه باور پر وړاندې يو، چې ژبه سپېڅلې ورته ښكاري. موږ له هر ډول ژبني ايديويندوالېزم، هر مونېزم و فاشېزم سره په ټكر كې يو او نه يواځې دا چې ژبې ته سياسي رنګ نه وركوو د سياسي موخو په لار كې يې د غشي او ډال غوندې د كارولو مخنيوى هم كوو.


  هر هغه څوك، چې ژبنۍ رنګارنګۍ د ولسونو تر منځ د بېلتانه او لرېوالي لپاره ډنډوره كوي، يا له پوهې لرې پاتې شوي او يا هم د خپلو پټو خيرنو غوښتنو په لار كې د ناوړه ګټنې هيلې لري.


  ژبه د وګړيو شتمني ده او همدومره ښايي، چې وڅېړل شي، وپېژندل شي، سمه كړاى شي او د پوهاوي، راپوهاوي اّر پازه په كره، لنډه او څرګنده بڼه ترسره كړاى شي. دغه اّر له پخوا راهيسې د پوهانو، فيلسوفانو او ويناوالو پام ځانته ور اړولى. د همدغې پاملرنې په ودني بهير كې د ژبپوهنې له منځته راتګ سره سم، ژبه د يوې خپلواكې ټولنيزې ښكارندې په توګه تر څېړنې لاندې ونيول شوه او د اسانولو لپاره يې غوره پرمختګونه پر مخ ولاړل.


  دا د هرې ژبې رښته ده، د همدې رښتې په رڼا كې پښتو ژبې هم دا بخت وموند، چې پوهنيزه پاملرنه ورته وشي او د نړيوالې كولتوري سيالۍ پر ډګر وځلېږي.


  دلته ښايي دا يادونه هم وشي، چې پښتو ژبه پر خپل څو زره كلن تاريخ سربېره، بيا هم د يو شمېر سياسي لاملونو له مخې پېړۍ، پېړۍ پخپل جغرافيايي چاپېريال كې د سياسي واكمنيو له خوا په كلابندۍ كې ساتل شوې او د ودې او پراختيا مخنيوى يې شوى دى.


  له تاريخي پلوه، د امير شېر علي خان د واكمنۍ له منځته راتګ سره سم )د نولسمې پېړۍ دونيمه نيمايي(، چې د روښاندۍ پړاو پيل شو؛ دې سكالو ته هم پام ورواوښت، چې پښتو ددې سيمې د اوسېدونكيو ژبه ده او دا رښته لري، چې په سركاري كچه دې وكارول شي. امير د بهرنيو لاسوهنو له امله په هېواد كې سمونچارې بشپړې نكړاى شوې او په ترڅ كې يې د پښتو ژبې پرمختيايي بهير هم ټكنى شو. دغه بهير ته كلونه، كلونه وروسته د اماني دولت له جوړښت سره سم يو ځل بيا پام ورواوښت او دا هڅه پيل شوه، چې پښتو له ولسي چاپېرياله اكاډيميك چاپېريال ته اوچته كړاى شي. “پښتو مركه” ددغې هڅې يو ارزښتمن پيل و؛ خو سياسي اړ و دوړ يو ځل بيا دغه بهير ټكنى كړ او څو كاله يې وځنډاوه.


  همداسې، چې د شلمې پېړۍ ويښتيايي غورځنګونو په سيده او ناسيده بڼه د نړيوال شعور په وده كې ستره چار ترسره كړه، د پښتنو پام هم خپلې كولتوري ځانپېژندنې ته ورواوښت او د پښتو ژبې د پراختيا انګازې اوچتې شوې. “په دې برخه كې د ارواښاد وزير محمد ګل خان مومند بېسارې هلې ځلې د غوره ستاينې وړ دي”. دا مهال د سلطنتي كورنۍ اّر واكمن سر وزير محمد هاشم خان ددغو انګازو په څپو كې د پښتنو غوښتنې بابېزه ونه ګڼلاى شوې او يو شمېر داسې هڅې يې پيل كړې، چې پښتو ژبه د دولتي ژبې كچې ته ورلوړه كړي؛ خو ددغو هڅو د بنسټ ډبرې لكه څرنګه، چې ښايي سمې كېنښودل شوې او بشپړه پايله ترې راونه وته.


  سره له دې هم پښتنو خپله غوښتنه هېره نكړه او په دې بريالي شول، چې د 1343 كال په بنسټيز قانون كې پښتو ژبه د هېواد د ملي او رسمي ژبې په نامه وپېژندل شي. له همدغه كال راپر دېخوا پښتو ژبه ورو، ورو د ودې بهير ته ورننوته؛ پښتو ټولنه جوړه شوه؛ پښتو پوهانو پښتو ليكنې پيل كړې؛ ګڼ شمېر كتابونه چاپ شول؛ ورځپاڼې راووتې؛ په ښوونځيو كې يې لوست پيل شو او اكاډيميك ارزښت ور په برخه شو. په كورنيو پوهانو كې هاغه مهال د پښتو ژپې او ادبياتو د پېنځو ستوريو پوهاند عبدالحى حبيبي، استاد ګل پاچا الفت، استاد عبدالروف بېنوا، پوهاند صديق الله رښتين او مولينا قيام الدين خادم هڅې بنسټيز ارزښت لري او د افغانستان په نوي كولتوري تاريخ كې به يې تل په درناوي يادونه كېږي. نن ورځ موږ ټول، چې پښتو ليكلاى او لوستلاى شو د همدغو درنو پوهانو شاګردان ګڼل كېږو، چې د خپلو ناستومانو هلو ځلو او هماغو مهالنيو وړتياوو په چوكاټ كې يې پښتو ته نوې سا وركړه او دادى تر موږه يې راورسوله. تر دوى وروسته سلګونه نورو ليكوالو؛ لكه پوهاند عبدالشكور رشاد، محمد صديق روهي، عبدالرحمن پژواك، اجمل خټك، عبدالله بختاني، نور محمد تره كي، حمزه شينواري، دوست شينواري، سيد رسول رسا، سعدالدين شپون، موسى شفيق، همېش خليل، سليمان لايق، سيد شمس الدين مجروح، سيد بهاوالدين مجروح، محمد ابراهيم عطايي، معتمد شينواري او داسې نورو ښاغليو دغه لار په بري ووهله او پښتو مطبوعات يې بډاى كړل.


  په بېلابېلو ادبي، ژورناليستيكي او پوهنيزو برخو كې ددغو پوهانو او ليكوالو هڅو د پښتو ژبې ليكنى بهير پياوړى كړ او ګڼ شمېر نورو ليكوالو او څېړونكيو ته يې كاري لار ارته كړه. نن موږ وينو، چې پښتو ژبه د تېرو نژدې شپېتو كلونو په اوږدو كې د سلګونو كلونو لار وهلې او د سيمې له ژبو سره د ليكنۍ پانګې له مخې جوګه كېدا ته نژدې شوې او نړيواله پاملرنه ور اوښتې ده.


  موږ يو ځل بيا د ټولو هغو ښاغليو ژور درناوى كوو، چې پخپل وار يې پر پښتو څه ورلورولي او د ودې لپاره يې اسانتياوې وربرابرې كړې دي. موږ باور لرو، چې دوى ګرد سره پخپلو هلو ځلو كې رښتيني ول. د زړه له تله يې له دغه ارزښتمن كولتوري بهير سره مينه لرو او هر يوه هماغومره څه په بري سر ته رسولي، چې د ځاى او مهال په چوكاټ كې يې جوكه او وړتيا لرله.


  په دغه بهير كې موږ ته تر ټولو غوره فاكټور دا برېښي، چې پښتو تر پخوا ډېره د ليك په ګاڼه وپسولل شوه او ليكنۍ پانګه يې بډايه شوه. دا يوه ستره بريا وه، چې خپل ټاكلى اوچت ځاى لري؛ خو دا چې دا ليك څنګه وو او څومره ستونځې يې لرلې، هغه پوښتنه ده، چې د هر كار په پيل كې رامنځته كېداى شي. موږ پوهېږو، چې هېڅ كار له هماغه پيله بشپړ نه وي، هرومرو نيمګړتياوې لري او د خپل بهير په اوږدو كې پرله پسې كره والى مومي. د هرې څانګې پوهان په دغه برخه كې ځانګړې برخه اخلي او دغه دنده پر مخ بيايي.


  د پښتو ژبې د ليكني بهير كره والى هم له ملي- تاريخي پلوه يو ستر او لوړ ګام و، چې د نويو ژبپوهنيزو اّرونو په رڼا كې وڅېړل شي؛ كار پرې وشي او وټاكل شي. په شلمه پېړۍ كې چې پوهې تر پخوا په بېلابېلو ځانګړيو څانګو ووېشل شوې، ژبنۍ څېړنې هم په ځانګړې توګه ژبپوهنې ته وروسپارل شوې. له ښه مرغه په دې برخه كې د پښتو ژبې بخت ستورى هم وځلېده او د دوديزې ژبپوهنې پر ځاى د نوې ژبپوهنې تر وړانګو لاندې راوستل شوه. په دې برخه كې د هېواد ستر پوه پوهاند مجاور احمد زيار ځانګړى ځاى لري، چې دادى دلته به يې د پوهنيزو هڅو په اړه لنډه رڼا واچول شي:



 د پښتو ژبې په ودني بهير كې د پوهاند مجاور احمد زيار هڅې:


  پوهاند زيار د افغاني ټولنې په يوه خورا بېوزله ترخه او ناوړه چاپېريال كې پر ډېرو سختو ستونځو او تنګسياوو سربېره له تپې تيارې په خورا زغم و ځانباورۍ د پوهې او رڼا پر لوري لار پرانسته او د خپل پياوړي مانيز ځواك په مرسته د نوې پوهې اوچتو پړاوو ته ورسېد. موږ په نړۍ كې داسې پوهاند ډېر لږ پېژنو، چې د دومره ناخوالو ګاللو ته يې داسې كلكه اوږه وركړې وي او دومره ستره بريا يې ګټلې وي.


  پوهاند دكتور مجاور احمد زيار ژبپوه، اريانپوه، ادبپوه، توكمپوه، لرغونپوه، شاعر، داستاني ليكوال، ادبي، تاريخي او ټولنيز كره كتونكى، ژباړن، فولكوريست، ژورناليست او د نوې پښتو ژبپوهنې او اّزاد شعر سرلارى د 1315 لېږديز لمريز كال د غبرګولي پر 15 د ننګرهار د مزينې په ايسارك كې زېږېدلى او لومړنى ښوونځى يې پخپل كلي او كامه ولسوالۍ كې په خوارۍ مزدورۍ بشپړې كړې او تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل ښار په شپنيو، منځنيو او دويمنيو ښوونځيو )ابن سينا او دارالمعلمين( كې پر مخ بيولې دي.


  پر 1962 زېږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي بريليك تر لاسه كړ.


  ښاغلي ددغه پوهنځي د پښتو ادبپوهنې او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز- څېړنيز غړي په توګه څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يو شمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده او په ترڅ كې يې اړوند فولكلوري توكي د هېواد له ګوټ ګوټه راټول كړي او څېړلي دي. په دغه پروژه كې د زښتو هڅو پر بنسټ د جګو زده كړو رښته ور په برخه شوه او له 1966 تر 1972 زېږدي كال يې د سويس له برن پوهنتونه په ټوليزه او اّرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توكمپوهنه كې د ماسټرۍ او ډاكترۍ جګ بريليكونه واخيستلاى شول.


  هېواد ته تر راستنېدا وروسته يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي كې د پښتو ژبې او ادب ښوونې د استاد په توګه دنده پر مخ بيولې او اړوند لوستليكي يې كښلي دي، چې لا تر اوسه هم پرته له سركاري دندې د نوې پښتو ژبپوهنې په رڼا كې هماغه څانګيزې پوهنيزې- څېړنيزې او ورسره رسنيزې ليكنې كوي.


  پوهاند زيار د تېرې پېړۍ پر اتيايمو كلونو د واكمنې سياسي كړۍ د يو لړ هغو كړنو پر وړاندې ودرېد، چې له پښتو ژبې سره يې د مور مېرې چلن پر مخ بېوه. دغه درېدا ددې لامل شوه، چې پوهاند زيار د يوه سياسي تاكتيك په ترڅ كې دوه كاله بهر ته ولېږل شو او له 1984 تر 1986 زېږدي د بريلن د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د افغانستانپوهنې د چارو د مېلمه استاد په توګه وټاكل شو.


  له المانه تر راستنېدا وروسته يې بېرته په كابل پوهنتون كې خپله دنده پر مخ بيوله تر هغې، چې د نوييمو كلونو د ګډوډيو او جګړو له امله پېښور ته كډه شو. هلته يې دوه كاله د پېښور پوهنتون د پښتو ماسټرۍ او ډاكترۍ په څانګه كې هم د مېلمه استاد په توګه دنده پر ځاى كړه او را وروسته تر ننه په بريتانيا كې ژوند كوي.


  پوهاند زيار د خپل پوهنيز- اداري ژوند په اوږدو كې د ژبو او ادبياتو پوهنځي وږمه مهالنۍ او نورې پښتو خپرونې چلولې. د افغانستان د علومو اكاډيمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال منځي مشري يې كړې، د ملي موزېم و ملي اّرشيف د بيا رغاونې د كميسيون غړى و، د افغانستان د سولې پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري ور تر غاړه وه، د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي مشر وو او له تېرو شپاړسو كلونو راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان كولتوري ټولنې د مشرۍ وياړ لري.  نور په دوهمه برخه کي ولولئ