کور / تازه خبرونه / په باجوړ کې ځانمرګي ۲۰ تنه ووژل

په باجوړ کې ځانمرګي ۲۰ تنه ووژل

د پښتونخوا چارواکي وایی په باجوړ کې یوه ځانمرګي لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي او ۵۰ تنه یې ټپي کړي دي.پاکستاني طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده او وایی چې دا ځانمرګی برید و چې د باجوړ په مرکز کې مارکیټ ته نژدې یې تر سره کړی او امنیتي ځواکونه یې په نښه کړي وو، خو په برید کې د وژل شوو زیاته برخه لارویان دي.په برید کې د پولیسو مرستیال مشر هم وژل شوی دی.د پاکستاني طالبانو دغورځنګ ویاند احسان الله احسان له یوه نا څرګنده ځایه په تېلې فون رسنيو وویل د دوی موخه د پولیسو د مرستیال فضل ربي وژل و چې تېرکال یې د دوی دوه ملګري وژلي وو.چاودنې نژدې ولاړو ګاډو او هټیو ته هم زیان اړولی دی.د باجوړ مرکزي روغتون ډاکټران وایی دوی ته ۲۴ مړي او ۵۷ ټپيان رسېدلي دي.پولیس وایي چې تر برید وروسته یې ګرځبندیز لګولی دی.باجوړ په تېر کې د حکومتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ د سختو نښتو شاهد و.