ګرانې،
ووايه!
په کور کې مو نيمه شپه څه تېر شول؟ د بشر د حقونو او دموکراسۍ دعوه ګيرانو څه وکړل؟ تا خو هر څه په خپله وليدل، خير دى کيسه وکوه.
زړه کې يې مه غوټه کوه، ووايه په زغرده ووايه څه دې وليدل؟ د خپلې کورنۍ د دوه کسانو د ويشتلو کيسه وکړه؟ څومره وينې يې ستا مخ کې تويه شوې؟
خديجې ، وايه کنه!
کله چې بشرپالو ستا پلار او تره ته ماشيندارې ونيولې ، باور دې راته چې دوى به د يوې وړې لور پر وړاندې د هغې پلار ووژني؟
ووايه،
په خپلو مړو مو وژړلې که ويرې درنه د ژړا جرئت هم اخيستى و؟ هغه شپه څنګه تېره شوه؟ د دې شپې کيسه د سپينې ماڼۍ ماشومانو ته وکړه، ورته ووايه چې افغان ماشومانو سره ستاسو مسلکي پوځيان څه کوي؟ نيمه شپه يې کورونو ته اوړي ،په مخ کې يې ورته پلرونه وژني.
خپل ولسمشر ته ووايه ، ورنه وپوښتنه چې تا ستراتيژيک تړون له چا سره لاسليک کړ؟ هغوى د تا له ولس سره څه کوي؟
ګلې،
پوه شوم:
ته به هيڅکله دا کيسه تکرار نه کړې، ته باوري يې چې هيڅوک درسره مرسته نه کوي. ستا والي، ستا حکومت،ستا ملي شورا، ستا د عالمانو شورا ، او ستا…. له همدوى ډوډۍ خوري، د همدوى په پيسو له ژونده خوند اخلي، هغوى هيڅکله دې ته نه دي حاضر چې خپل امتيازات له ولسه قربان کړي.
ستا د مذهب ټيکه داران د خپلو شخصي ګټو د خوندي توب لپاره استعفا ته حاضر دي، خو د ولس لپاره نه ؟
صبغت الله مجددي هغه وخت استعفا کوي چې شخصي ګټې يې خطر سره مخ شي، د ملي شورا غړې سيمين بارکزۍ او نور هغه وخت اعتصاب کوي چې څوکۍ يې له لاسه ونه وځي ، محقق او خليلي هغه وخت اعتصابونه او د استعفا ګواښونه کوي چې قومي نفوذ يې له خطر سره مخ وي.
ګلې
خوښه مې ده
کيسه مه کوه ، دلته غوږونه شته خو څه اوري نه، زړونه شته خو عاطفه په کې نشته، سترګې شته خو څه ويني نه . کڼو ، وړندو او بې عاطفې خلکو ته خپل غم بيانول هيڅ فايده نه لري.
ګلې په زړه کې ساته !!!
يادښت:
ماشومه خديجه د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د بولان د کلي اوسېدونکې ده، پرون نيمه شپه (غوايي ١٢مه )يې بهرني ځواکونه کورته واوښتل، دهغى پلار او تره يې ووژل او دا دومره وويرېده چې يواځې ګوري او خبرې نشي کولى.