وسله وال طالبان وايي چي نن سهار شااوخوا شپږ بجې ئې په افغان پلازمېنه کابل کي د بهرنيانو پر يوه ستر مرکز ډليز بريد کړى چي تر اوسه د وسله والو طالبانو په وينا چي دوام لري او بهرنيانو ته ئې سخت ځاني او مالي زيانونه اړه ولي دي.
وسله وال د هغوى د وياند ذبيح الله مجاهد له خولې وايي چي بريد د پلازمېني په يکه توت سيمه کي د يوه تکتک له مخي سوى چي لومړى د مرکز په دروازه کي يو موټر ته چاودنه ورکړل سوې بيا نور وسله وال مرکز ته ننوتلي او په جګړه بوخت دي.
د يادوني وړ ده چي څه موده وړاندي هم وسله وال طالبان د افغان پلازمېني مهمو سيمو ته ختلي ول او د هغه ځايونو څخه ئې پر سفارتو ، افغان پارلمان او يوشمېر نورو سيمو بريدونه وکړل چي پکښي لسونه کسان ووژل سول او لسونه نور ژوبل سول.