د امريکا ولسمشر باراک اوباما نن د مې پر اوله کابل ته په يوه نااعلان سوي سفر را رسېدلى دئ.
که څه هم افغان او د امريکا حکومت په دې باب رسماً څه نه دي ويلي، خو په لوېديځو رسنيو کي ويل کېږي چي کابل ته د ولسمشر اوباما د راتګ هدف له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون لاسليکول دي.
راپورونه وايي باراک اوباما له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ليدنه کي ډاډ ورکړى چي تر ٢٠١٤ کال وروسته به يې د هيواد سياسي، اقتصادي او پوځي ملاتړ له افغانستان سره جاري وي.
د امريکا د اې، بي، سي تلويزوني شبکې اعلان وکړ، چي د افغانستان پر وخت سهار څلور بجې به د باګرام له هوايي اډې څخه د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون په باب د ولسمشر اوباما وينا په ژوندۍ بڼه خپره کړي.