دا چې په دې وروستیو کې د کابل په ښار کې لوټماران زیات شوي، غواړم لومړی د ځینو دوستانو د سترګو لیدليو حالتونو څخه یو څو یې دلته ذکر کړم او هم به یې په علتونواو لاملونو باندې رڼا واچوم.
یو نیږدې دوست مې تیره اوونۍ له داسې پیښې سره مخ شوی ؤ چې ویل یې: د تیرې اوونۍ په لومړیو کې د ماښام پینځه بجې د پروان دو له لوري را روان وو، موږ دری کسان وو او پلی تګ مو کاوه په دې وخت کې یو کورلا موټر را ښکاره شو، زموږ مخې ته ودرید او کسان ترې راکښته شول، او په داسې حال کې یې وویل چې توپانچې یې په لاس کې وي، چې ونه ښورئ او هرڅه چې مو په بکسونو او جیبونو کې دي پر ځمکه کیږدئ! له دې سره موږ هک پک شوو هیڅ مو هم نشوای کوالی بالاخره څه چې راسره وو هغه یې رانه واخیستل او په څو دقیقو کې د باد په شان ورک شول.
یو بل دوست مې هم د تیرې اوونۍ په اخرو کې له ورته پیښې سره مخ شوی ؤ چې جریان یې داسې دی: د ماښام شیبې وې غوښتل مې له پوهنتون نه د کور په لوري لاړ شم، نو مې یو موټر ته لاس ورکړ چې د قمبر څلولارې په لوري تللو، زه چې ورسره کیښناستم نو د یو څه مزل وروسته یې د موټر لوری بدل کړ، ما ترې پوښتنه وکړه چې کوم طرف ته ځې ویل یې په دې لاره بیروبار دی دا چې له راه بندۍ ځان چپ کړو په کوڅو کې به لاړ شو، کله چې یو څو کوڅې وړاندې ولاړ نو هلته له یو څو ځوانانو سره مخ شوو، زه یې په موټر کې ټینګ ونیولم او مخ ته یې راته توپانچه ونیوله، لپټاپ او څه چې راسره وو رانه یې واخستل او زه یې په داسې حال کې له موټره ورغورځولم چې پر ځان نه پوهېدم.
یو بل دوست مې چې عمر یې هم ډیر زیات ندی له ورته پیښې سره مخ شوی ؤ، ویل یې د کارته سه په سیمه کې پلی او یوازې روان وم، چې مخې ته مې دری کسان ودریدل او راته ویل یې هرڅه چې لرې رایې کړه! ما ورسره جنجال شروع چې وروسته په ځان پوه نشوم، یو وخت چې ګورم په علی اباد روغتون کې په داسې حال کې پروت وم، چې ټول کالي مې په وینو سره وو او ټول ځان مې درد کولو.
ورته نورې قیصې مې اوریدلې او کیدای شي تاسو هم ورسره مخ شوي واست یا به مو حتما کوم دوست ورسره مخ شوی وي.
دا چې دا پیښې ولې زیاتې شوې لاندې لاملونه لري:
د ځوانانو بې کچي بیکاري:
دا چې هېواد مو یو مصرفي هېواد دی نو په مصرفي هېواد کې د تولید په ځای ټول مصرفي توکي پیرل کیږي او په مصرف رسول کیږي، د هغه هېواد اوسېدونکي په خپله تولید نشي کولای او نه هم ددې زمینه ورته مساعدیږي چې په تولیدي چارو کې برخه واخلي، بلکې اړ وي چې یو ځای کې کار وکړي نغدې پیسې لاسته راوړي او اړین توکي یا د ضرورت وړ څیزونه پرې وپیري، دا چې کوم ځوان بېکاره او بې روزګاره وي او نشي کولای له مشروع لارې پیسې ترلاسه کړي بیا نو د غیرمشروع لارې د پیداکو په لټه کې کیږي، له بلې خوا بېکاره او بې روزګاره کس د هغه موټر په څېر دی چې موټروان نلري، نو داسې کس ددې په ځای چې انوویشن وکړي فکر یې منفي لور ته ځي، د یو ګټور کار پر ځای یو بدکار ته لاس اچوي او په خپله بېکاري داسې یو مرض دی چې انسان خرابکارۍ او ویرانۍ ته هڅوي.
د شتمنۍ غیرعادلانه ویش:
دا چې افغانستان ته په میلیاردونو ډالره مرستې راغلې خو دا مرستې په غیر عادلانه ډول مصرف شوې، ډیری یې د چارواکو اکونټونو ته لاړې او نورې پاتې یې د خانانو جیبونو ته ورشیوه شوې، دا په دې مانا چې په دې ټولنه کې مالدار لا د مالدار کېدو په حال کې دی او غریب لا د غربت په لوري روان دی، او دا هغه حالت دی چې ورځ تر بلې زیاتیږي، چې د هغو کسانو په رواني حالت ډېر زیات تاثیر لري چې دا سهولتونه نلري، ځکه خو غواړې له هرې شونې لارې د پیسو د پیدا کولو لپاره هرډول روا او ناروا هڅې وکړې.
د پولیسو لخوا نا منظمه ګزمه:
سره له دې چې ملي پولیس او ملي اردو د شپې ګزمې کوي خو ډیری نا منظمې وي، یا خو کله کله ګزمه هم نکیږي، په ډاګه ویلی شم چې په دې لړ کې د داخلې وزارت پاتې راغلی چې د دې ډول پیښو مخه ونیسي، د پولیسو هغه شمېرې چې هره ورځ یې اعلانوي، اول خو دا چې هیڅکله هم نه وصل کیږي او که وصل هم شي په اړه یې هیڅ اقدام نکیږي، یانې دا شمیرې یې هسې د خپل وزارت لپاره د کمپاین په موخه په مطبوعاتو کې اعلانیږي، هره ورځ یې له رسنیو اورم: د هر ډول ناقانونه کړنې د لیدو په صورت کې د پولیسو ۱۰۰، ۱۰۱ یا ۱۱۰ سره په اړیکه کې شئ! لیکن هیڅ کومه داسې عملي بڼه یې نده درلودلې او نه یې د کومې پیښې مخه نیولې.
د کابل ښار تیاره او نامنظمې کوڅې:
ډیری دا کارونه ناوخته د ماښام شیبو او سحر ډیر وخته په هغه کوڅو کې ترسره کیږي چې تیاره وي ځکه غله او لوټماران په اسانۍ سره کولای شي ځان ورک کړي.
په ټولنه کې د معنویاتو د کچې راټیټیدل:
یو بل علت یې چې هغه هم په ټولنه پورې اړه لري دا دی چې، متاسفانه زموږ ټولنه کې د ښه او بد ترمنځ لیدلوری ډېر زیات توپیر پیدا کړی، یانې اوس وخت ټول کسان هغه څوک ښه بولي چې ډېرې پیسې ولري، ولو که یې دا پیسې په هر ډول پیدا کړې هم وي، هغې ته یې څوک پام نه کوي. بلکې د ښه توب معیار یوازې او یوازې پیسې ټاکل شوی، چې دې لامل هم د ځینې کسانو په روان باندې تاثیر اچولی.
د هېواد روان حالت:
تر ټولو مهم لامل یې دا دی چې افغانان ټول له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان راتلونکی تیاره بولي، اپوزیسیونیانو هم د خلک ژوند ورخراب کړی او د هېواد اوسېدونکي یې په نظام بې باوره کړي دي، هیڅکله هم ملي ګټو ته نه ګوري بلکې که هېواد هر لوري ته ځي دوی یې په قیصه کې نه دي، او د رسنیو له لارې ډول ډول اعلانونه کوي، چې خلک دې کړنې بې باوره کړي دي، او تیرو دری لسیزو جګړو دا تجربه خلکو ته پریښې چې باید که جنګ او جدل راځي باید ترټولو زیاتو استفاده وکړي، ځکه په دریو لسیزو جنګ جګړو کې چې چا لاس ټیټ کړی ؤ هغه اوس ډیر ښه ژوندونه لري، نو له همدې لامله ځینې کسان دا فکر کوي چې له ۲۰۱۴ کال مخکې یو څه پیسې پیدا کړي ښه به وي او که نه له هغې وروسته به یې ژوند خراب وي، کله چې یو هېواد نامعلوم لوري ته روان وي اوسیدونکي یې حالت بحراني ویني او لوټماریو ته مخه کوي.
د کوڅه ډبو هلکانو نه څارل
په کوڅو کې د ډله ډله کوڅه ډبو هلکان چې له سالم مصروفیت نه بې برخې دي هم ددې لامل کیږي چې دوی سره یو ډله شي او ورته کارونه ترسره کړي، کله چې په کوم ښار کې تفریحي او سیاحتي ځایونه نه وي، د تعلیم او تربیې ښه زمینه نه وي برابره د هغو ځوانانو او هلکانو برخلیک د کابل د کوڅه ډبو هلکانو په شان وي.
هره حوزه پرپولیسو د څار کمیټه نلري
ځینې پولیس او نظامیان خپله د ورته پیښو سبب کیږي اوله خپلې دندې او دریشۍ په استفادې یادې کړنې ترسره کوي، ځکه دوی د کومې مشخصې ادارې او کمیټې لخوا نه څارل کیږي.