کور / راپور / درېشم اپریل د هالنډ لپاره له مستۍ ډکه ورځ

درېشم اپریل د هالنډ لپاره له مستۍ ډکه ورځ

دریشم اپریل په هالنډ کې د  ملکې  ورځ لمانځل کیږي. د ملکې ورځ د هالنډیانو لپاره خورا مسته ورځ وي .


مليکه ويل هلمينا


دې ورځ ته په یوه کال کې هالنډیان ۳۶۴ ورځې انتظار باسي ، د ملکې ورځ ته د کرسمیس ، نورو رخصتیو اود خوشحالۍ ورځو څخه زیات قدر ورکړل شوی دی .
 
د هالنډ د پخوانۍ ملکې   ویل هیلمینا د نهمې کلیزې څخه دغه ورځ لمانځل پیل او د هالنډ د حکومت د قومي رخصتۍ په ورځو کې شامله شوه 
 
ددغې ورځ لمانځل اول د شهزاده ورځ په نامه یادېده کله چې  د ویل هیلمینا پلار ومړ له هغې وروسته د ملکې  ورځې په نامه یاده شوه . 
 
یو پنځوس کاله مخکې د یاده ورځ په  یو دریشم د اګست لمانځل کیدله خو  په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې چې  ویل هیلمینا لور یولینا ملکه شوه د هغې د کلیزې په ورځ چې په دریشم اپریل ده ، بدله شوه .  
 


ملکه يوليانا


کله چې بیاتریکس  ملکه شوه ، پریکړه یې وکړه چې د ملکې ورځ به په هماغه دریشم اپریل چې د مور د کلییزې ورځ یې ده  ولمانځل شي، بل طرف ته د بیاتریکس پيدایښت په ژمي کې و  چې په ژمي کې دداسې ورځ لمانځل  په داسې ډول خورا مشکل وي ، ددې په خاطر هالنډیانو دغه  پریکړه لا غوره وبلله. 
 


مليکه بياټريکس


 
په دې ورځ په هالنډ کې  فرای مرکت  ( خلاص بازار)  په نامه سوداګرۍ کیږي چې اکثره خلک د خپل کورنو دویم لاسي یا مستعمل شیان د پلورولو لپاره بازار کې ږدي. 
په دغه ورځ د هالنډ په ښارونو کې زښته ګڼه ګونه وي چې ټولو خلکو په کې د هالنډ د قومي رنګ ( نارنجي) جامي اغوستي وي.
 
  ویل کیږي چې هر کال د هالنډ په مرکز امستردام ښار کې تر اته لکو پورې ددې ورځ لمانځونکي  را ټولیږي . 
سږ کال د امستردام ښاروالۍ د امن او ساتنې لپاره د امستردام په مرکز کې تر شپږ لکو نفرو پورې اجازه  ورکړې .
لوی کانسترونه او لوې غونډې یې د امستردام له ښاره بهار په نورو لویو لویو ځایونو کې برابر کړي دي .
په ټول هېواد کې د اورګاډی د ټرانسفورت  د یوې ورځ لپاره په نوي پروګرام برابر کړل شوی دی. 
 
راپورنه  وایې چې سږ کال به ملکه بیاتریکس د خپلې رویل کورنۍ سره   د اوتریخت ولایت د رحنین او فینندال نومي ځاینو ته  سفر وکړي . دغه سفرونه چې د اورانیا ټولنې له خوا ورته پلان شوی په  ژوندۍ بڼه په تلویزونه کې راوخستل شي .
 
د یادونې وړ ده چې سږ کال دا ورځ په داسې حال کې لمانځل چې د هالنډ حکومت تقریبا  یوه هفته  مخکې غورځيدلی.
د حکومت لباره به راتلونکي کې  ټول ټاکنې کیږي .