د پاکستان په کويټه کي نن د ۶۰-کلن بريتانوي ډاکټر خلیل دايل جسد وموندل سو .
بریتانوي رسنۍ د پيښي په اړه زیاتوي چي د نوموړي ډاکټر څخه سر پرې سوئ دئ . د سره صلیب نړیواله کمېټه د روغتيايي پروګرام د منېجر دایل وژنه یوه “وحشي کړنه” بللې .
دغه راز د راپورونو له مخي خلیل دايل په کويټه کي د سره صلیب د پروژې مشري په غاړه لرله، چي د روان زېږدیز کال د جنوري په ۵مه د کويټه په مرکزي سیمه کي د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا وتښتول سو .