″د افغانستان په وړاندې زموږ تعهد څه دی؟″ دا د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په تازه ګڼه کې د یوې مقالې سرلیک دی.
ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې امریکاييان د افغانستان له جګړې ستړي شوي دي، خو دا واضح ده، چې له ۲۰۱۴کال وروسته به هم په افغانستان کې حضور ولري او له افغانانو سره به مرستو ته ادامه ورکړي.
د ورځپاڼې په حواله، د امریکا او افغانستان ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژيکو همکاریو موافقه د تعجب وړ خبره نه ده. امریکا به له افغانستان سره خپلوسیاسي او اقتصادي همکاریو ته دوام ورکړي. دا مرستې باید د پوځي مداخلې معنی ونه لري.
په د کابل او واشنګټن د حکومتونو ترمنځ په اړیکو له وروستیو جنجالونو سره سره، د ناټو او امریکا چارواکي افغان امنیتي ځواکونو ستايي او وايي؛ چې دا ځواکونه اوس پر ځان زیاته اتکا لري.
امریکايي او افغان چارواکي وتوانیدل، چې په افغانستان کې د شپې له خوا د پوځي عملیاتو او د زندانونو د کنټرول په اړه هم په ارامۍ بحث وکړي.
د لاس انجلس ټایمز په حواله، امریکا لس کاله وړاندې افغانستان ته په ورتګ، دا ټولنه په پښو ودروله او اوس د دې هیواد په وړاندې یو اخلاقي مسولیت لري.
امریکا دا اخلاقي مسوولیت لري، چې د افغانستان د امنیت په ښه کولو کې کمک وکړي، خو داسې نه چې په دې هیواد کې په جګړه کې ښکیل پاتې شي.
لاس انجلس ټایمز د دې مقالې په پاي کې تاکیید کوي، چې دا ټکي او معیارونه باید د امریکا او افغانستان ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو په سند کې ثبت شي.
د فارن پالیسي خپرونه هم د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې وايي، چې دا هیواد اوس د ښه والي په هغه مرحله کې دی، چې باید ور رسیدلي وای.
فارن پالیسي لیکي، دې ادعاګانو ته تر پام مخکې چې افغانستان موږ له لاسه ورکړی، باید پردې فکر وکړو، چې ایا واقعا افغانستان له لاسه وتلی دی؟
د مقالې لیکوال وايي، چې په کابل کې اوسي اوارام ژوند کوي. خو د ده په وینا، داسې کسان شته چې له کلونو راهیسې افغانستان ته نه دي تللي او په اړه یې څه نه لیکي.
دی لیکي، چې امریکا او غرب د طالبانو د رژیم د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته تللي وو. طالبانو د القاعده تروریستي شبکې ته ځای ورکړی و، د خپلو خلکو حقونه یې تر پښو لاندې کول. اوس دا هدف تر لاسه شوی دی، نو څه شي موږ له لاسه ورکړي؟
فارن پالیسي زیاتوي، افغانستان هیڅ کله هم داسې د غربیانو نه وو چې اوس یې له لاسه ورکړی وي. نړیوالې ټولنې، هڅه کوله چې افغانستان ته دا موقع برابره کړې، چې په راتلونکي کې خپله لاره وټاکي.
د فارن پالیسي په لیکنه، افغانستان اوس هغې مرحلې ته رسیدلی دی.