کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٩ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٨٩ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٨٩ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١٥١:- په درواغو قسم اخستل وطن تباه کوي.
١٥٢:- د الله پاک جل جلاله څخه بېره عمر ډېره وي.
١٥٣:- دوکه کوونکى او خيانت کوونکى به په دوږخ کي داخلېږي.
١٥٤:- په ښځو کي تر ټولو ښه ښځه هغه ده چي د هغې خاوند هغه وويني نو خوشحاله سي.
١٥٥:- د الله پاک جل جلاله تر منلو وروسته غوره هوښيارتيا د انسانانو سره محبت کول دي.
١٥٦:- لوړ همتي د ايمان نښه ده.
١٥٧:- په دولت باندي حسد مه کوه ځکه د دولت لذتونه فاني او عارضي دي.
١٥٨:- څوک چي پر الله پاک جل جلاله توکل کوي الله پاک جل جلاله د هغه له پاره کافي دئ.
١٥٩:- د الله پاک جل جلاله په نزد غوره دوست هغه دئ چي د خپل نفس خېرخواه وي.
١٦٠:- تر جهل لويه غريبي نسته.
نور بيا…………………….