کور / ترخې خبري / دغصب ښاماران غاښ ماتونکى ځواب غواړي

دغصب ښاماران غاښ ماتونکى ځواب غواړي

دا واقعيت ټولو ته څرګند دى ،چې اوس مهال په دې هېواد کې دځينو مافيايي کړيولخواپه زرګونو جريبه دولتي ځمکې غصب شوې دي،چې دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ ،بنسټيزې رغونې په وړاندې يې جدي ستونزې او ګواښونه رامنځته کړي دي،دځمکو دغصب مافيايي کړۍ دومره ځواکمنې دي چې   په ځينو ادارو کې دژورو رېښوپه درلودلوسره يې دبيارغونې اوپرمختګ مخه ډب کړې ده ،که دمافيايي کړيودغصب مخينوى ونه شي ،دوى به دخپلو شخصي نارواګټودساتلوپه خاطردټولو ولسونو ګټې تردې زياتې ترپښولاندې کړي ، ددې لپاره چې نور په ټول هېواد کې دغصب مخه ونيول شي نو بايد ټول په ملي مسووليت سره دپرمختګ په وړاندې ددغه جدي ننګونې سره مبارزه وکړي ، اودځمکو دغصب دمافيايي کړيو دغاصبانه پلانونو اوشومو اهدافو مخه ونيول شي.


ددې يادونه هم بايد وکړو چې زمونږ په هېواد کې اوس يوشميرداسې مسوولين او ادارې شته چې په اسلامي او ملي مسووليت سره خپل ولس او خاورې ته دخدمت پربنسټ يې ددغه ناوړه پديدې اوننګونې په وړاندې مبارزه پيل کړې ده ،چې ښه بېلګه يې دخوست ولايت اوسنى والي او ولايتي اداره يادولى شو،چې په دې برخه کې يې په جديت اوقاطعيت سره داسې پراخه او اغيزمنه مبارزه پيل کړې چې په لويه کچه يې ولسي ملاتړ راخپل کړى دى .


که په خوست کې دغصب په وړاندې روانې مبارزې ته کتنه وشي ،نوهرڅوک به دانتيجه ترلاسه کړي چې په واقعيت سره په دغه ولايت کې په زرګونو جريبه دولتي ځمکه چې له ډيروخت راهيسې دځمکو دمافيايي کړيو ترولکي لاندې وه راخلاصه شوې اودم ګړى په کې دبيارغونې په يوشمير ګڼو اوبنسټيزو پروژو باندې کار روان دى ،چې له زياتوبېلګويې تيريږو يواځې دلته دازادۍ مېنې اودخوست دملکي نړيوال هوايي ډګريادونه کوو، يادې ساحې وړاندې تردې دغاصبو ښامارانو ترغصب لاندې وې ،خودولايتي ادارې دزياتو هڅو په پايله کې ازادې شوې ،همداشان اوس مهال په خوست کې دهمدې اغيزناکې مبارزې په ترڅ کې تر٢٥زرو څخه زياته ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده اوپه دې سره دبيارغونې اوپرمختګ لپاره په همدې بريد کې ښه زمينه مساعده شوې.


خولاهم په زرګونو جريبه غصب شوې ځمکې دمافيايي کړيو دتوربازار په محراق کي دي اودوى په ډيره ظالمانه توګه پرې خيټې اچولې دي،په روان لمريزکال کې ولايتي ادارې په قوي هوډسره دولسونو دپراخه ملاتړپه درلودلوسره په داسې يوشميرنورو عملي اقداماتولاس پورى کړى چې په ترڅ کې به يې هغه پاتې نور ملکيتونه چې اوس هم ترغصب لاندې دي راخلاص کړي.


دولايت مقام په دې وروستۍ اداري غونډه کې چې دخوست والي ښاغلي نعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه ،دټولو ادارو مسوولينوپه قاطعيت اوجديت سره پريکړه وکړه، چې دهمدې کال په جريان کې به دوچې خوړې غصب شوې سيمې په شمول ټول هغه ملکيتونه چې دخوست په مرکز او ولسواليوکې دغاصبينو له خواغصب شوي ازاد کړي،ځکه چې هم يې د ښاري ستراتيژيک پلان پربنسټ دټولو بنسټيزو پروژو دپلي کيدومخه نيولې اوهم ډيرداسې شواهدشته چې په خوست ښارکې ډيرې غصب شوې ساحې د امنيت دټينګښت په وړاندې ګواښ ګرځيدلې دي،دبېلګې په توګه دوچې خوړې په ساحه کې په غاصبانه توګه دجوړو شويو کورونو څخه اوس هم دخوست ښارامنيت ته لوى تهديد او ګواښ متوجه دى ، ددې لپاره چې هم دغصب مخه نيول شوې وي اوهم دځمکو مافيايي کړيو په ښارکې دغصب شويو ساحوڅخه دولسونو لپاره دهوساژوند کولو لپاره رامنځته شوې ډاډمنې امنيتي فضاء ته زيان نه وړي اړولى .


نودهمدې ګواښونو  اودبيارغونې په وړاندې دپرتو خنډونو دله منځه څخه وړلولپاره به ١٣٩١کال په خوست کې دغصب په وړاندې دمبارزې يوبل سخت اوبرخليک ټاکوونکى کال وي  ،ولسي پراخه همکارۍ اوملاتړته په کتوسره داسي په ډاګه کيږي چې په زرګونو جريبه  غصب شوې ځمکې به ازادې شي.


اوس نوپه ملي کچه اړتياده چې په نورو ولايتونو کې هم دغه مبارزه پيل شي ،ترڅو دافغانستان په ټولوبرخو کې دځمکو دمافيايي کړيو غاصبانه حملې پاى ته ورسيږي اودغه مافيايي کړيو ته غاښ ماتونکى ځواب ورکړل شي ،ترڅوله يوې خوا تردې زياتې دبيارغونې او ښې رغونې لپاره زمينه مساعده شي اودبلې خوا ټول ولسونه دمافيايي کړيودظالمانه کړنوڅخه خلاصون ومومي.