کور / راپور / خوست: داحمدشا ابدالي طب پوهنځی پرانستل سوه

خوست: داحمدشا ابدالي طب پوهنځی پرانستل سوه

په خوست کې داحمدشاه ابدالي دطبي لوړو زده کړو خصوصي موسسه پرانيستل شوه


دشنبې په ورځ دغويي دمياشتې په نهمه نېټه په خوست ولايت کې دشانداره مراسموپه ترڅ کې دخوست والي ښاغلي الجبارنعيمي لخوا دپټۍ په پرې کولوسره احمد شاه ابدالي دطبي لوړو زده کړو خصوصي موسسه پرانيستل شوه دا په خوست کې دلوړو زده کړو دويمه موسسه ده چې دځوانانو دروزنې په موخه په فعاليت پيل وکړ،په هغه مراسموکې چې ديادې موسسې دپرانيستې لپاره جوړشوي وو،دخوست ولايت دمشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ په کې دولايتي شورا استازو ،دشيخ زايدپوهنتون رئيس ،ګڼ شميراستادانو ،قومي مشرانو ،ديني علماء کرامو او محصلينوګډون درلود.


مراسم دډاکټر نور اغا هاشمي لخوا دقرانکريم دمبارکو ايتونوپه تلاوت سره پيل شول ،ورپسې داحمدشاه ابدالي دطبي لوړو زده کړو دموسسې بنسټ اېښودنکي پوهندوى دوکتور پاچازار عبدالي مېلمنوته دښه راغلاست ترڅنګ پرانيستونکې وينا وکړه،نوموړي په خپله وينا کې دهېوادجوړونې په برخو کې دلوړو زده کړو په اهميت باندې خبرې وکړې اودلوړو زده کړودغه مرکز يې دهېواد دابادۍ او جوړونې زيرى وبللو،ده وويل له نيکمرغه په خوست ولايت کې دښې رهبرۍ اومشرتوب په پايله کې نه يوازې ښې حکومتدارۍ تقويت موندلى بلکې دولايتي ادارې دلازياتو هڅو او نوښتونوپه پايله کې دپوهنې اونيکمرغۍ ډيوې بلې شويدي ،نوموړي زياتوله چې داحمدشاه ابدالي دطبي لوړو زده کړو موسسه اوس مهال يواځې په عصري وسايلو سمبال دطب پوهنځۍ لري چې په لوړ معياراوښه سمبالښت سره به دلازياتو اوښو خدمتونو دوړاندې کولولپاره دطب په ډګرکې ښه کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي ،ښاغلي عبدالي دا هم وويل چې دموجود نظام په راتګ سره په ټول هېواد کې دلوړو زده ګڼې خصوصي موسسو په فعاليت پيل کړى دى ،چې له نيکمرغه اوس مهال په خوست کې دولايت مقام دزياتې پاملرنې او ليوالتياپه پايله کې دلوړو زده کړو مرکز پرانيزو ،ده ژمنه وکړه چې دموسسې ټول عايدات به دځوانانودعلمي ظرفيتونو دلوړاوي لپاره ځانګړي کړي،وروسته دشيخ پوهنتون رئيس پوهندوى ګل حسن وليزي ،دپامير دلوړو زده کړو دخصوصي موسسې مشرپوهندوى سيدکريم شاه نيکمل ،دعامي روغتيا رئيس اميربادشاه رحمت زى منګل ،الحاج مرادخان منګل ،ډاکټر محمد عزيز محسن ،الحاج رسول محمدتڼي په خپل وارسر خبرې وکړې ، دوى ټولو دياد مرکز پرانيسته دخوست مېشتو ولسونو لپاره يوه لويه معنوي لاسته راوړنه وبلله  اودغه لوړو زده کړو موسسه په خوست کې دروغتيايي خدمتونو دلاپياوړتيا لپاره يوغوره ګام ياد کړ،يادو ويناوالوپه خوست ولايت کې دبې سرحده ډاکټرانوپه زېږنتون کې دولس دښمنانو لخوا دشوې بمې چاودنې غندنه وکړه اودغه کاريې دولس اواسلام دښمنانو شوم هدف وبللو،دوى ټولو په خپلو خبروکې چمتوالى وښود چې په ولسي قوت به ددغه خدمت کوونکي روغتون او ورته نورو مرکزونو ساتنه وکړي ،ويناوالو په خپلو خبروکې له خلکو غوښتنه وکړه چې دخپل نظام سره اوږه په اوږه ادبادۍ ،پرمختګ اوپوهنيزو مثبتوبدلونونوپه چټکتيا کې ونډه واخلي.


دخوست ولايت مشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپله ارزښتناکه وينا کې داحمدشاه ابدالي دطبي لوړو زده کړو دموسسې دجوړيدو اوپرانيستو مبارکي دخوست ټولو ولسونوپه ځانګړې توګه دطب دډګر لارويانو ته وړاندې کړه ،ده وويل چې دخوښۍ اوياړځاى دى چې په دغه ولايت کې د ډاډمن امنيت ،ښې حکومتدارۍ اوپوهنې ته دزياتې توجه له مخې ګڼ شمير خصوصي لېسې او دلوړو زده کړو موسسې په فعاليت پيل کړى اودځوان نسل دروزنې لپاره يې خپل دروازې پرانيستې دي،ښاغلي نعيمي زياته کړه چې دورته پوهنيزو او روزنيزو مرکزونوپرانيستل مظلوم ولس ته نوي اميدونه اوخوښېۍ وروبښي اوټولو ولسونو ته دهېواد دابادۍ ،ترقۍ،نيکمرغۍ ،سولې اوثبات پيغام استوي،خوست والي ديادو رونيزو مرکزونو مسوولينو ته جدي سپارښتنه وکړه چې بايدهره دلوړو زده کړو موسسه اومرکز بايد دلازيات پوهنيزپرمختګ لپاره منل شويو معيارونو اوا صولوته توجه وکړي،ترڅوپه رېښتني توګه لوړ علمي ظرفيتونه ټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې شي.


خوست والي په خپله وينا کې په قومي مشرانو ،ديني علماوو ،استادانو ،مطبوعاتو اوبېلابېلو بنسټونوباندې غږوکړ چې ټول بايد دافغان ژغورنې  اوهېواد رغونې لپاره   په ملي احساس ،بشردوستۍ ،وطن پالنې اوملي هوډسره کاروکړي ترڅو دګډو هڅو اوتلاشونوپه نيتجه کې دې ځوريدلي ولس ته دنيکمرغه او هوساژوند فضاء مساعده شي نوموړي په خپلو خبروکې په نړيواله کچه ديوشميرهېوادونودولسونو دهڅو اوملي ژمنتيا يادونه اوبېلګې وړاندې کړي کوم چې په خپلو رېښتنوهڅو،ژمنتيا اوپراخو تلاشونوسره خپل هېوادونه اباد او رغولي دي.


همداشان خوست والي دبې سرحده ډاکټرانو په زېږنتون کې دشوي چاودنې په ټينګه غندنه وکړه ،اودغه کاريې دمور اوماشوم له ژوندسره  ښکاره دښمني وبلله ،ده وويل دغه زېږنتون دخپل فعاليت په لنډه موده کې د١٦٠٠ميندو ژوند ژغورلى اوپه وړيا توګه يې خوست مېشتو ولسونوته غوره خدمتونه وړاندي کړي دي،نوموړي له ټولو ولسونو غوښتنه کړه چې په اسلامي اوملي هوډ سره دخپلو ټول ګټو پروژو ،روغتيايي ،پوهنيزو مرکزونو ساتنه اوپالنه وکړي چاته ددې اجازه ورنکړي چې دهېواد،خاورې او ولس دښمنانان دخپلو ګټوپه موخه دولسونو ګټوته ژور زيان واړوي.


ترويناوو وروسته خوست والي داحمداشاه ابدالي دطبي لوړو زده کړو دخصوصي موسسې له ټولګيو،کتابتون اولابراتوارڅخه ليدنه وکړه چې ديادې موسسې دبنسټ اېښودنکي لخوا ورته بشپړمعلومات وړاندې شول.


دمراسمو په پاى کې دخوست والي لخوا ياده دلوړو زده کړو طبي موسسه دپټۍ په پرې کولوسره پرانيستل شوه ،مراسم په هېوادکې دلازياتوپوهنيزوپرمختګونوپه دعا پاى ته ورسيدل.