کور / تازه خبرونه / کندهار: طالبانو پر ولايت مقام حمله کړې ده

کندهار: طالبانو پر ولايت مقام حمله کړې ده

د کندهار چارواکو تائېد کړې چي وسله وال د ولايت مقام ته ننوتلي او هلته له پوليسو سره په مقاومت اخته دي. راپورونه وايي د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا هم د حملې پر مهال په دفتر کي وو. د مرګ ژوبلي او بريدکوونکو د شمېر په باب په تر اوسه معلومات نه دي ورکړل سوي، خو سيمي ته نيژدې خلګ وايي ولايت د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا محاصره دئ او ټکان هم اورېدل کېږي.


بله خوا له کندهار ولايت څخه يوې باوري سرچينې لراوبر ته وويل چي بريدکوونکي د امنيتي کسانو لخوا د ولايت په دننه کي ويشتل سوي او وژل سوي دي . دا لا نه ده معلومه چي د ډېرو سختو امنيتي دروازو څخه دغه وسله وال څنګه د ولايت داخل ته په ورتللو توانېدلي دي .


کندهار ولايت مقام په دې اړه خپله يوه تازه خبرپاڼه کي وايي چي افغان پوليسو هغه دوه تنه وسلوال مخالفين چي د کندهار ولايت مقام ته داخل سول او غوښتل يې دولتي مامورين په نښه کړي تر لنډي جګړې وروسته ووژل.
دغه دوه تنه نن د ورځي څه باندي يوولس بجې د ولايت مقام ته داخل سول چي تر شل دقيقې مقاومت وروسته د پوليسو لخوا ووژل سول چي مړي يې لا تر اوسه پر ځاى پاته دي.
د وسلوالو مخالفينو په نني بريد کي د ولايت مقام هيڅ يوه کارمند ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ټول دولتي مامورين خوندي دي.