کور / هراړخیز / د بلوڅو تاريخی بهير ته لنډه کتنه – لومړۍ برخه

د بلوڅو تاريخی بهير ته لنډه کتنه – لومړۍ برخه

مخکې لدې چې دبلوڅو د ننګيالی قوم په روا او حقه مبارزو باندې خبرې وکړو لازمه ده چې ددوې په جغرافيايې موقيعت باندې يوه ځغلنده کتنه تر سره شي :


د ختيځ لورته د ديره اسماعيل خان په ګډون پنجاب سره لګيدلي ، لويديځ برخه يې د بندر عباس د کرمان د ختيځې غاړې او سيستان په ګډون د ايران سره  پوله لري ، سويل ته يې د عرب بحيره پرته ده او شمال لورته يې د هلمند سند د جنوب لويديځ ځنډو ته رسيږي .بلوچستان اوه سوه ميله اوږدولې او پنځه سوه ميله پلنوالۍ لري ، ددوي سيمه سمسوره او زرغونه ده ، شنه باغونه ، شنې دشتې ، ښې اوبه او پراخه اورښوګانۍ لري  د بلوڅو قوم د نورو قومونو په شان هر اړخيزې څيړنې ته ضرورت دي له لدې کبله د ټولو حالاتو بيانول د اوسنې ليکنې له حوصلې څخه بهر ده خو په لنډ ډول د بلوڅو باتور قوم تيرو مبارزو ته کتنه کوو ، دا قوم په افغانستان ، ايران او بلوچستان کې پراته دي ، زياد شمير يې په کر کيله او سوداګرې بوخت دي ، قومی نظم يې په ځينو سيمو کې اوس هم د پخوا په شان د سردارانو او نوابانو په لاس کې دي . په توره ، ميړانه ،مليمه پالنه ، عهد او پيمان کې د نورو څخه کم ندي ، صلح غوښتنونکې ، بې ازاره او زحمت کش خلک دي ، خو د ظالم د تيريې په وړاندی سخت دريځه او قاطع خلک دي .


د انګريز او افغان د دويمې جګړې « ۱۸۷۹ م » او د ډيورند د استعمار کرښۍ « ۱۸۹۳ م » په پايله کې بولان ، نصير آباد ، کويټه بياهم د افغانستان له بدنې څخه جلا کړل شوی اودا سيمې په يوه نامه د برتيانوی بلوچستان تر سر ليک لاندې د « ون يونټ » يا يوه اداری واحد په نوم منځ ته راوړلي او د بلوڅو پاتې علاقې لکه : ساروان ، جاله وان ،کچې او مکران ځينې برخې يې د « قلات » د سيمې تر سر ليک لاندې راغونډې کړلي او خپل استازې مير محمود خان نومې ته يې و سپارلی . يو نوم وتې پرنګې « فورټ سډ يمن » چې يو هوښيار او چالاک انسان و چې له « ۱۸۷۶ م څخه تر ۱۸۹۲ م » پورې ددي منطقې حاکم پاتې شوي دي د پښتنو او پلوڅو په باب يوه جدی سپارښتنه لري او هغه داچې پښتون او بلوڅ د مټ په زور نه ماتيږي او هيڅ کله د چا واک او اختيار لاندې نه راځي خو په چال او نيرنګ يو څه موده په منګلوکې ساتل کيدای شي . تاريخ به هيڅ کله هير نکړي چې د پانی پت په جګړه کې د مير نصرالله خان تر مشرې لاندې د ۳۵ زرو تنو بلوڅو شازلمو د خپلو پښتنو ورونو سره وږه په وږه وجنګيدل او د بريا جنډه يې رپانده و ساتله ، همدارنګه د پنجاب د سکانو په جګړه کې ۱۳ زره بلوڅ ځوانان د افغانستان په اوردو کې شامل و ، همدارنګه د مشهد په جګړه کې ۲۰ زره بلوڅو ځوانانو برخه اخيستې وه .


د کومې ورځې څخه چې انګريزانو چې زمونږ په تاريخی وطن په دغه سيمو د اميد سترګې غړولي دي ميړانې بلوڅ قوم آرام ندي ناست بلکې د توديې او سړې مبارزې په ټولو لارويې د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کړي دي او د هر ډول استعمار پر ضد دريدلي دي ، ددي خبرې معنې دا ده چې نه يوازې انګريزان بلکې ددوې پلوې استعماريې هم غندلي دي  او پر کلکه يې د هغې پر ضد فعاله مبارزه کړيده . کله چې په ۱۹۲۹ م کال نواب يوسف علیخان په ورستيو شپو ورځو کې د پنجاب د « همدرد » نومې جريده کې د « فرياد بلوچستان » په نامه يوه دردناکه مقاله وليکله پدې مقاله کې د پرنګې دزور او ظلم داستان بيان کړی وه نواب يوسف علی خان سم دلاسه بندی شوه شاهی جرګې «۲۹۰۰» پاکستانی کلدارې او د يونيم کال بند حکم پرې صادر کړ ، د نواب څخه ورسته مير عبدالعزيز کرد په ۱۹۳۰ م کال د بلوڅو د اتحاديې په نوم يوه ټولنه جوړه کړه او د نواب سره يې په زندان کې رابطه ساتله دغې ټولنې تر ټولو ړومبۍ د کلات د صدراعطم ميرشمس شاه پر خلاف تحريک وچلوه او يوه نسخه يې د شمس کردی په نامه چاپ کړه چې دغه تحريک شاه د مظالمو ماجرا پکې بيان شوی و په ۱۹۳۲ م کال د « ال انډيا بلوڅ کنفراس » په سند کې جوړ شوه چې رياست يې خان عبدالصمد خان اڅکزی کاوه چې ډيری مهمې فيصلې پکې وشوي .


په « ۱۹۳۳ م » کال يو بل « آل انډيا بلوڅ کنفرانس » په « سند » کې جوړ شوه چې رياست يې د سند وزير اعلی مير بندی علی خان لره ، پدې لويه جرګه کې زياتو پښتنو او بلڅو برخه اخيستې و په همدې کال  د کلات والی مير احمد يار خان پلار مړ شوه او دې يې پر ځاې کښيناست د کلات نوې خان په ښکاره د سياسي فعاليت سره مينه نه ښودله مګر په پټه يې ملګري و او د منورو بلوڅو سره يې خپله رابطه ساتله ، نوې خان په آزادی مين ځلميان په رسمې کارو وګمارل او د بلوڅو اتحاديې سره يې مرسته وکړه چې په پايله کې اتحاديې زور واخيست د پنجاب او د سند په مطبوعاتو کې يو لړ مطالب د آزادو انتخاباتو په ګډون چاپ کړل ، له همدې کبله مير عبدالعزيز کرد و نيول شوه د همدې کالو په جريان کې يو زياد شمير بلوڅان و نيول شول او د جيل خانو ميلمانه شول چې په خپلوانو او کورنيو باندې يې سخت کړاونه راوستل شول اکثره ځوانان د پوليسو تر څارنې لاندې راغلل د دندو څخه ليرې شول د آزدې غوښتنې په جرم د ډيرو درندو سزاګانو او نقدې جريمو مستحق و ګرځيدل له همدې کبله د ځوانانو احساسات راوپاريدل چې په ډير جوش او خروش يې ملې محاذ ته ورودانګل داسی قربانې يې ورکړي چې انګريزانو ګوتې په غاښو کې ورته نيولې وي .


محمد حسين خان عنقا اود هغه ورور محمدحسن نظامې چې بيا ورسته د صحافت او سياست ځلانده ستورې شول د ملک څخه ووتلل او کراچې ته لاړل هلته يې دوه اونيزې مجلې « البلوڅ » او بله يې د « بلوچستان جديد » په نومو نشر کړلي او يو ډير منظم سياسي، ټولنيز فعاليت يې پيل کړ خو انګريزانو لږ موده ورسته دغه دواړه مجلې توقيف کړي په « ۱۹۳۷ م » کال کې د قلات نيشل پارټې جوړه شوه بلوڅ مير عبدالعزيزکرد يې ريس او نوميالې شاعر مير ګل خان بصير يې د مرستيال په توګه وټاکل شو .


ميرفاضل خان ، محمد شبې خان ، ملک عبدالرحيم ، خواجه خليل ،ملک فيض محمد او ملک عبدالرحيم شورش يې فعال غړې وه  ، دي ډلې په لږ موده کې بلوڅ پر ځان راټول کړل ، ورځ په ورځ يې قوت زياتيده ، دي نوښت د انګريزانو پاملرنه جلب کړه ، د خپلو ګوډاګيانو په مرسته يې ددي پارټې د ماتيدو ټکل وکړ او پټه لاس وهنه يې پيل کړه لومړۍ يې خلک په خپل منځ کې سره واچول او بې له ځنډه يې په خان اعظم خان پسې ويناوې او مظاهرې پیل کړي چې کاريې تر لاس اچولو پورې ورسيد پدې وخت کې ځينې قومې مشران لکه : مير غوث بزنجو ، مير عبدالکريم شورش د ځينو نورو په ګډون د رياست د سيمې څخه وشړل شول ، په رياستې سيمه کې پارټې ړنګه شوه مګر د برټس په سيمه کې د شاملو غړو لخوا د مير عبدالکريم شورش په مشرې بيا فعاليت پيل کړ چې ددې فعاليت مرکز کويته وه .


د کلات خان د « ۱۹۴۷ م » کال د اګست په ۱۲ په رسمې توګه د پاکستان د جوړيدو تر اعلان دوه ورځې مخکې د همدغو خبرو او اعلاميوپه ړڼا کې د کلات د خپلواکۍ اعلان وکړ پدې وخت کې د بلوڅو نوابان ، سرداران ، ملکان او ګڼ  شمير خلک حاضر وه ، اعلان د کلات په جامع جومات کې وشوه او د خپلواکۍ سور او شين بيرغ چې پر مخ يې مبارکه کلمه ليکلې و د جومات د پاسه راځوړند شوي وه .


د کلات خان پدې مناسبت خپله پياوړې وينا کې وويل


« نن د لوی څښتن په مينه او لورينه کلات خپلواک او آزاد دي ما له ډير پخوا څخه دا درې ارمانونه درلودل .


۱ : داچې کلات خپلواکۍ ومومي .


۲ : دا چې د قرآن شريف ايتونه او احاديث پکې جارې شي .


۳ : دا چې زما قوم راغونډ شي او د پر مختګ  په نعمتونو او خوږو باندې ماړه شي .


زه ټولو بلوڅو ته خواست کوم چې د خپلې آزادې د ساتلو په لار کې هرې سر ښندنې ته چمتو شي او له خپل لوی خدای څخه پرته بل د هيڅ قوت په وړاندې سر ټيټ نکړي د خان تر وينا ورسته نارې او سورې پورته شوې ډزې وشوي او بيا د کلات د بقا له پاره دوعاګانې وشوي ، د کلات د خان تردې اعلان ورسته يولړ چارې عملې کړي چې يوه يې د اتخاباتو مسله و د کلات د شورا د «۲۵ » کرسيو څخه ړنګې شوې نشنل پارټې ۱۹ کرسې وګټلې ، بلې خوا د کلات خان خپل صدراعظم نواب زاده محمد اسلم خان او د بهرنيوچارو وزير يې چې يو انګريز و چې « ډی ، وای فل » نوميده د خبرو اترو له پاره يې جناح ته وليږل د خبرو په درشل کې دا معلومه شوه چې د جناح نظر د کلات د آزادی په هکله بالکل په څټ اوښتې او خپلې ټولې ويناوې يې ، اعترافات ، او وعدې يې يو مخ هيرې کړی دي او ټينګه ملايې تړلې ده چې کلات د پاکستان پورې وتړې ،جرګه ناکامه او هيت بيرته کلات ته راستون شوه ، څه موده خان کراچی ته ورغې او له جناح سره يې وکتل ، جناح ورته وويل


خانه : ته لومړۍ د کالات د الحاق کار له پاکستان سره خلاص کړه  بيا به نورې خبرې کوو »


د کلات خان خواشينې بيرته راستون شو . ورسته خان « وا يسرای » احتجاج وکړ او هغه په ځواب کې ډاډ ورکړ چې کلات کاملاً ً د يو ځانکړې حيثت خاوند رياست دي او د هند حکومت به د « ۱۸۷۶ م » د کال د تړون پوره رعايت کوي .


نور بيا