ګــړنـــــدی ځـــــواب
ډاکـټـر رحمت ربی زیرکیار، خپلواک څـیـړونکی
ســــریــــزه
یـو څو ورځې وړانـدې، ماته له کابل نه يو څو ځوانانو ګـډ تلـفـون وکړ. هـر یو به راته «اسـتاد» وایه. مــا ورنه پــو ښتـنه وکــړه چې په کوم ټولګي کې مو استاد وم؟ د کابل پوهنتون دغو پـوهـیدونکو (محصلینو) ماته په خپل ځواب کې په ما زیـری وکړ چې د د دغه پوهــنتون په ارشیف کې زما ډیرې لیکنې خوندي شوې دي او دوی یې لــولـي. ما ورغبرګه کړه چې ډیر ښه ، تاسې زما بریـښنایـیز شاګردان یاستئ. ورپســې یې زما نــه پـوښـتنه وکړه چې افـغاــن طالـبان ولې د حامد کرزي ســـره د سولې خبرې نه کوي؟ ما دغـې پـلان شـوې پـو ښتنې ته پــه پــیل کې داسـې ځواب ورکړ چې دغه روغه پــوښتنه بایـد د افغــان طالبانو له کوم استازي نه شـــوې وای،
نــه زما نه. هغـوی راسـره دغه دلـیل ومانه، خو زیاته یې کړه چې که د سیاسي علومـو د چارپـوه په حیــث ورته خــپل تحـلیل وړانـدې کـړم. زه پــوه شــوم چې زما ســره یې خپــله مـرکه ښه پـلان کـړې وه
افغان طالبان ولې د کرزي سره د سولې خبرې نه کوي
ما د کابل پوهـنتون پوهـیـدونکو ته وویل چې زما تحلیل زما تحلیل دی، او زه د افغان طالبانو له زړونو او فکرونونه خبر نه یم. خو کیدای شې چې دوی به د تیرې نږدې یولس کلنې ترخې تجربې او د پخوانیو بې خونده کړاندو نه نوکې زده کړه کړې وي او د دغـې زده کړې په اتکا به د هیواد دوستو افغان چارپوهانو له تحلیلونو نه په منظم ډول خبریـږي. نن په عمل کې دوه غټ جـنګي قـدرتونه دي: یو د امریکې هـر څـڼـډیز زبرځواک دی او بل د خوار خو سـر تیري طالب غـیر متناظر جنګ دی. په دغه جنګ کې خوار خو په اراده غښتلي طالب د نړۍ د مــست خان د وسلو، پیسو، دسیسو او ډڼـډورو زور اوبه کړی دی. نن خوارطالب د دنګـو غرونو له سمڅو نــه راوتلی دی، د اوسني اشغال شـوي افــغانستان په پـلازمینه کې بـریدونه کوي او د نړۍ د یواځیني زبرځواک او د هغه د پیسه دوستو ګوډاګیانو غـوني زیـږوي. له دې امله به د افغان طالب لپاره مشکله وي چې د ګوډاګیانو سره د سولې خبرو ته تن کیـږدي. د طالب سیال امریکه ده، نه د کابل بلواکی او ګوډاګی رژیم
د امـریکې حکــومت په دې ټـینګارکوي چې طالبان دې د حامد کرزي د ګوډاګي حکومت سره خــــبرې پــیل کړي. لـه دغه ټـینګار نه یې هـدف دادی چې د حامد کرزي حکومت په مشروعیت سمبال کړي. د امریکې پلان دا دی چې د کــرزي حکومت د نــړۍ والو په ستـرګو کې د افغانستان د ولس د مشروع استازی په څیر وښئ او په عین حال کې افغان طالـبان یوه غـیر قانوني ډلـه یانې یاغـیان معـرفي کړي. سر بیره پر دې، کله چې طالبان د کرزي د حکومت سره نیغې خبرې پیل کړي، نو بیا به امریکه د کرزي سره خپل تړونونه لاسلیک کړي او په دې ډول به د اوږدې مودې لپاره پــه افغانستان کې خپلې عسکري اډې خــونــدي کړي. له دې لارې بــه د کــرزي سره د امریکې هـر لاسلیک شــوی تـړون پــه مشروعــیت ســمبال شي . خــو د دې په مــقابل کې به د طالــبانو د خوځښت غـټه ناکامۍ په بــرخه شــي ځکه چې مشــروعــیت به له لاســه ورکړي او هــرڅوک به ورته د یوه بې قانونه یانې یاغــي تنـظـیم پـه ستــرګه ګــوري ــ د هغـسې تنــظیم په ســترګه چې د امــریکې د فــشار او چـل لانــدې به حامــد کــرزي او د شـمالـي ټــلوالــې هـیواد پلــورونکـو ته تسلیم شـــوی وي او په پایـله کې بـه یې د ټـول افــغانستان د خلکو پـه سترګـو کې هـغـومـره ســپکاوی په برخه شــوي وي لــکه اوس چــې د نـړۍ د مست خان ( امریکې) په ټـغـر د کرزی ، شمالي ټـلوالانـو او یــو څــو پخوانیـو مجاهـدینو په بــرخه شــوی دی. د دې لــپاره چې مــوضوغ ســـمه رو ښــانــه شــي، پوهـیـدونکــو تــه مې د ټـول افــغانستان د کــر غیـړنې وضعې لاندیــنئ پـیــښـې ور پــه زړه کـــړې
د امریکې سیاسي ذهنیت د نولسمې پیـړۍ د بـرتانویانو سیاسي ذهنیت ته ورته دی: انګریـزانو لومړی برتانوي هـند خلق کړ او بیا یې د برتانوي هند د حکومت په نوم په افغانستان باندې په ۱۸۷۹م کې د ګندومک استعماري تړون وروتاپه چې په نـتیجه کې یې افـغانـستان د برتانوي هند په نیمه مستعـمره حالت بدل شو، یانې د اوسني افغانستان بـهرنئ او دفاعـي سیاست د برتانــوي هــند په مــشوره پـورې وتــړل شو. ورپسې د برتانوي هند حکومت په نیمه مستعمره افغانستان باندې په ۱۸۹۳م کې د ډیورنډ استعماري لعـنتي تړون وروتاپه. دریم ځل بـرتانــوي هند د ۱۹۴۷ په اګست کې برتانوي پاکستان خلق کړ او له ټول افغانستان نه غلا شوې ځمکه او غـوڅ ولس یې خــپل میراث خور او ګــوډاګي پاکستان ته تســلیم کړل چې په حقیقت کې برتانــوی پاکـستان دی. د انګـــریزانو په شـــان، امـــریکــایان هم غـــواړي چې ځانــونه له ځــندۍ نــه څـڼـډې ته کـــړي او په اوسني نیـول شوي افـــغانــستان کې خــپل ګـــوډاکی حـــکومــت( چې واګې یې د شمالي ټــلوالې په لاســونو کې دي) دیــته پــریـږدي چې د طـالبانو سره خــبرې وکـــړي. زما اټــکل دادی چې افــغان طالبان د مست خان په چل او وارخطایۍ پوهـیـږي. پاي