کور / سياسي / د رباني زوی او دسولي شورا دبهير اغېز

د رباني زوی او دسولي شورا دبهير اغېز

د رباني زوی د سولې د عالي شورا مشر شو دا د سولي پر بهيرڅه اغیزه ولری؟
دا د افغان ولس تل پاتې هیله ده چې یوه ورځ په افغانستان کې سوله ټینګ شې او د بیلابیلو لرې او نژدې هیوادونو لاسوهنې بندې شي او  ټولو یرغلګر ځواکونو د افغانستان له خاورې څخه ووځي.


له هغه ځایه چې د افغانستان جګړه یو پیچلې ګڼ اړخیزه  نا تعریف شوی او نا اعلان شوی پر افغان ولس د طالبانو او نړیوال ځواکونو له لورې تحمیل شوې جګړ ده ڼو ځکه د جګړې د حل سولیزه لاره هیڅ چاته څرګنډه نه ده . د یوې خوا امریکا او اروپایی هیوادو د افغانستان په اړه لنډ مهالې او اوږد مهالې اتراتیژیک پلانونه لري چې افغان ولس ته یی څرګنډ او بربند نه دي او د بلې خوا پنجابیان په افغانستان او پښتونخوا کې خپلې اوږد مهالې ستراتیژیک پلانونه لري . د پاکستان پلانونه د افغانستان په هکله له ورایه څرګنده دی چې پنجابیان په افغانستان کې او پښتونخواکې  په جګړو کې یوه ځپل شوې بې علمه بې تعلیمه پښتون ولس غواړي چې د دیورند په دواړو خواو کې  په خپل وینو کې لژند پروت وي او پښتنو دومره د امریکا او ناتو پوځونو په زور وځپل شي چې د یو ویښتمې پیړې تر پایه پورې خپلې ملی قومی هویت هم له لاسه ورکړي. ډ پنجابیانو په دې ستراتیژیک پلانو کې ایرانیان هم شاملې دي او ایرانیان په همدې هیلې طالبانو وسلې ورکوی چې د دیورند د کرښې په دواړو غاړو دواړو کې د امریکې په مشری د ناتو د پوځونو سره وجنګیږي چې دیوې خوا امریکایانو ته ټاوانونه واړوي او د بلې د ایران د رتلونکو ستراتیژیک پلانونه لاره هواره کړي یانې چې په افغانستان او پښتونخوا کې پښتلانه دومره وځپل شي چې به افغانستان کې په یوه لږکۍ قوم باندې بدل شي بیا به ایران دپاره افغانستان او په تیره بیا پښتانه په افغانستان کې کوم سرخوږي نه وي او د ایران په مشری لکه تاجکستان  افغانستان هم   د درې فارسی  ژبې هیوادونو په کتار کې په لوی لاس ودروي البته چې  د شمالې تلوالې په دې لاره کې د ایران کلک ملګری ګڼل کیږي.


طالبانو داسې خونړی جګړي پیل کړی چې پایلې د پښتون ولس جرړې ایستل له افغانستان او پاکستان څخه وي. له بده مرغه طالبانو نه کوم سیاسی پلان ، سیاسی خوله او ژبه لري او نه د افغانستان او پښتونخوا دپاره  د سیاسی واک د ساتل او یا دولت جوړونې کوم پلان لري یوازې د اسلام تر نامه په خونړی جګړو لاس پورې کړی البته چې د هر هیواد اوسیدونکې حق لری چې د خپل خاورې د ستقلال څخه دفاع وکړي خو طالبانو په ډیره بې رحمانه توګه د جګړو ترڅنګ ښونځی او روغتیایی کلینګ ورانوی او د پښتنو قومی مشران وژنی او د افغانستان او پاکستان په پښتنې سیمو کې هیڅ ډول سیاسی، ټولنیزې کلتوری او اقتصادی پرمختګ زغملی نشي


د دیورند په دواړو غاړو کې د پښتنوقومی مشران ، دینې علما او د ښونځیو ښوونکي وژنی ، ښونځي ورانوي ، پلونه او لار او لیک ورانوي او د پښتون ولس د راتلونکې نسل د پاره هیڅ شي نه پریږدي. افغان ولس چې د طالبانو دا رنګه بې رحمی ظالمانه اعمالو ته یی  چې ګوري چې طالبانو د خپل خاورې په وړاندې کوی وایی دا پنجابیان او عربی افراطیونو کار دی  ځکه څنګه شونې ده چې یو جنګیالی د خپلواکې د جګړې تر نامه په یوه سیمه کې يو ښونځی وسوزوي او یا روغتیایی کلینک وران کړي او یا په یوه تیغ  د پښتنو دینی علما او په افغانستان کې د سولې جرګه وال ، او قومی مشران په یو قومی ټولنه کې وژني. دا هغه پوښتنې دي چې طالبان هیڅ کله نه ځوابوي او که چیرې زروارې ولیکل شي او یا ورته وویل شي هیڅ کله طالبانو خپلې پالیسی او دريځ نه بدلوی لکه څنګه چې د خپل غورځنګ د پیل څخه تر ننه پورې په یو دنده یی توګه په یوه کرښه روان دي. د طالبانو تاریخ نه ښیی چې طالبان په یوه سیاسی قضیه کې د افغانستان د ولس یا بې له طالب د کوم قومی یاسیاسی مشورې ته غوږ نیولې وي نو له دې کبله ګڼ شمیر افغانان داسی سوچ کوی چې د طالبانو لارښونې د پنجابیان یا افراطی عربانو په لاس کې دي ګنه نو څنګه یو افغان خپل مشر وژنی او د خپل ولس دسیمې ښونځی او روغتیایی کلینک ورانوي.


د بلې خوا د سولې په بهیر طالبان تصمیم نیولی نشي ځکه چې طالبانو سل پرسل ګتل غواړی چې په بشپړه توګه د کابل حکومت ځای ناستې شي بې له دې چې په کوم سیاسی بهیر کې ورګډ شي. له همدغه ّځایه ده چې د کابل پخوانی واکداربرهان الدین ربانی په دوه کالو کې د سولې په ټینګښت کې هیڅ ډول پرمختګ ونکړ او که چبرې د ربانی پر ځای کوم بل څوک هم وی هغه هم کوم ځای ته رسیدلی نه وی. له بده مرغه دا یوه څرګنده ریښتیا ده چې په لوی سر طالبانو سوله نه غواړی بلکې د جګړې ګټل غواړي بې له دې چې یوې سیاسی پروسې ته داخل شي. د سولې بهیر هغه وخت په یوه جګړه کې منځ ته راځی چې د جګړې دواړوغاړه ومنی چې د جګړې له لارې خپل موخو ته رسیدلې نشي. هره ډله هڅه کوي چې خپل سیاسی موخو ته د خبرو اترو په میز کې ورسیږی چې له بده مرغه طالبانو د یو داسې سیاسی بهیر څخه په سل هاو کیلو متر ه لری دي.


ولس مشر حامد کرزی وروسته له ډیر ځنډ او سوچ څخه د سولې د عالی شورا وژل شوی مشر برحان الدین ربانی زوی چې په ترکیه کې د افغانستان سفیر و د سولې د عالی شورا د مشر په توګه وټاکل. موږ وایو چې د سولې د ټینګښت په لاره کې خدای بری ور په برخه کړي.


خبره دلته ده چې ولې کرزی د شمالی تلوالې له غړیو څخه لاس نه اخلی او ولې کرزی سوچ کوی چې د سولې په پروسه کې د شمالی تلوالی یو غړی ګډ کړی په داسې حال کې نورې غړی بشپړه د سولې له پروسه سره مخالفت کوي.


  خبره دلته دا ده چې د ربانی د وژل کیدو څخه وروسته  به مورثی توګه د هغه زوی د سولې د پروسې ځای ناستې شوې. پوښتنه دا ده چې د ربانی په نوروباندې څه ځانګړتیا لري؟


د افغانستان د سولې د عالي شورا نوي مشر صلاح الدین رباني د افغانستان د ژغورنې یواځنۍ لار د سولې لپاره د ټولو مرسته وبلله.


ښاغلي رباني په یوه غونډه کې، چې د سولې د عالي شورا د ريیس په توګه د ده د پیژندګلوې لپاره جوړه شوې وه وویل «په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره د کورنیو ډلو او ګاونډیو هیوادونو د مرستې غوښتنه وکړه زیاته کړه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور یوازځنی علت د تشدد او جګړې دوام دی، که سوله راشي او جګړه بنده شي په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور دوام ته اړتیا نشته، هغوی به له افغانستانه ووځي.»


له هغه ځایه چې د افغانستان د سولې بهیر یو ډیر پیچلې ګڼ اړخیره لانجه ده داسې نه ښکاری چې تر څوچې بهیرنیو ځواکونو په افغانستان کې وي طالبانو په کومه سیاسی بهیر کې کډ شي خو ډیر اټکل کیږي چې د ۲۰۱۴ کله وروسته يو ډول سیاسی بهیر په یوه بله بڼه پیل شي خو تر هغه وخته پورې د افغان ولس وینې بهیږي مګر داچې خدای یوه بله لاره رامنځته کړي.


تل د وې خپلواک ولسواک سولیز افغانستان


په درنښت عالیه راوی اکبر